
د افغانستان د شمال او جنوب خواخوږي او د نړۍ د شرق، غرب روزل شوي تالي څټي دې په غور ولولي !
شمالي واله ژڼيه! كه ته ريښتيا د افغانستان او افغانانو خواخوږى يې، د حبيب الله كلكاني اېرې شوي هډوكي پرخپل ځاى پرېږده !
جنوبي واله ژڼيه! كه تاته ريښتيا هم د خپلې سيمې بچي گران وي دود اودستور ته يې ژمن وې نو د نجيب خاورې شوي هډوكي پرخپل ځاى پرېږده!
او له هېواده بهر د افغانستان د ورا نولو او افغانانو د كړاو اصلي محركه ! كه واقعاً يوه زره واك لرې د هغه نه په ګټې اخيستنې پر كړيدلو افغانانو رحم وكړه او په دې سيمه كې بيا د دېرشو كالو لپاره د كورنۍ جګړې د تازه كېدو او د پښتون ، تاجك ، ازبېك ، هزاره ... توكمپالنې، ژبني ، سمتي ، اډيالوژيكي ، مذهبي او ... نورو تعصبونوته د لمن وهلو څخه مه كوه !
تاسو ټول كه واقعاً د افغانانو په غم غميږى، د پېړيو پېړيو تر خاورو لاندې مړي پرخپل ځاى پرېږدئ ، تخريبي غوڼدو جوړولو ته د راټوليدلو پرځاى ، د پكتيا د جاني خېلو ولسوالۍ په جګو غرونو او د هلمند ، كندز ، بغلان په دښتو او درو كې د دپرتو افغان ځوانانو كه دملي اردو دى، كه د ملي پوليس ده ، كه دملي امنيت ده ، كه محلي پوليس ده او كه طالب او جسدونه يې چې د هوا مرغانو او ځنګلي ځانورو خوارك شوي او په كورونو كې يې بورې ميندې ، يتيم ببرسري بچي ، كونډې ميندې ، سپينږري پلرونه او هغه ناوې چې لاى د واده نكرېزې له لاسونو نه دي پاكې شوي د راتلو په تمه يې د ويراو ماتم په ټغرناست دي ، د هغوى د جسدونو راټولو لو او كورنيو ته يې د سپارلو لپاره لښكرې او غونډې جوړې كړئ .
شمالي واله وروره ! كه ته د حبيب الله كلكاني جسد كابل ته راوليږدوې ، او ټول كابل د ده په نوم كړې او له كابل څخه لويه او شانداره مقبره جوړه كړې ، او اې جنوبي واله وروره ! ته كه د نجيب هډوكي په شاندارو مراسمو كابل ته انتقال كړې او ټول افغانستان د هغه په نامه كړې او له ټول افغانستان څخه د هغه مقبره جوړه كړې ، او اې له افغانستان څخه په سوونو كيلومتره لرې د عيشونو او سوكاليو په ماحول كې رالوى شويه تش په نوم افغانه چې تل دې افغانستان د نشې او خمار په حالت كې د نمينه خلاصو سترګو له كونجونو د تلويزيون په پرده ليدلى ! كه په افغانستان كې ستاسو نانځكې ستاسو په خوښه داهرڅه ترسره كړي !
آيا تاسو ټول ، افغان ځوريدلي ولس ته په ټول افغانستان كې نه، بلكې يواز ې د افغانستان په يوه ولسوالۍ كې د روانې جګړې د پايته رسيدو تضمين وركولاى شئ !؟ ستاسو دا كړنه به د ولس كوم درد دوا كړي ؟! په افغانسان كې به جګړې پايته ورسوي؟ د لوږې له امله كړيدوونكو افغانانو ته به په خېټه دمړيدو ډاډ وركړي ؟ په زرګونو بې روزگاره ځوانانو ته چې د خپلې كونډې مور د چرګو د هګيو په پيسو يې لوړې زده كړې كړي خونن په يوه ګوله ډوډۍ پسې حيران دى اوكار نه مومي ، كاربه ورته پيدا كړې ؟! آيا پرافغانستان اود افغانانو پر ملي او كلتوري شتمنيو د شويو بهرنيو تيريو مخه به ونيسي ؟! آيا مليونونو افغان مهاجروته چې په پرديو هېوادونوكې د ذلت ژوند تيروي هېواد ته دبېرته آبروندانه راستنېدني زمينه به ورته مساعده كړي ؟ !
زه يقين لرم چې ځواب مو نه نه نه او نه دی!
نو درنه هېوادواله ! هيله كوم ، د تېرو څلوېښتو كلونو هېرې شوې ناخوالې او لاملونه يې بيا مه رابرسېره كوه ، او د دې وخت نه دى ، اوس موږ نورډېركارونه لرو ، چې ستاو د دې كړنې څخه اولويت لري ، موږ اوس اړتيا لرو چې د ژونديو د ژوند ژغورلو لپاره سره يو موټى شو ، كله چې مو روانې ناخوالې په برياليتوب سره له منځه يوړې بيا به دخپلو قهرمانانو ستايلو او خاينانو د غندلو پېر پيل كړو ! اوس يې وخت نه دئ نه دئ ...