د بیوزلي د لیري کولو لپاره باید څه وکړو؟

 
افغانستان یو غریب او بیوزله هیواد دی، چې د خلکو اقتصادیي په مالدارئ او کرنه ولاړ دی.  د دي تر څنګ  بهرني هیوادونوته د قره قل پوستکو او وچو او تازه میووپه لیږدولو باندي خپلی ورځنۍ اړتیاوې بشپړوی. افغانستان په عمومي توګه  زیاتي کاني سر چیني لري خو د اقتصاد د کمزورتیا له مخي افغان حکومت  په دي نه دی توانیدلي چې خپلي دغه اقتصادي سر چینې را وسپړي او خپلو غوښتنو ته ځواب ووایی.
  افغانستان ۲۴ ډوله بیلابیل کانونه لري،  اوسمهال د فلزاتو په برخ کي ۱۳۰ فابریکی کار کوی چی د هیواد د اړتیاوو ۷۰ سلنه په خپله هیواد کی تولیدیږي. افغانستان د زرو ملیاردو ډالر په ارزښت نا سپړل شوی کانونه لری او شاو خوا  ۸۰٪ بشری قوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخته ده.که چیري زمونږ شتمن هیوادوال دخپلو هیوادوالو د سو کالي او هو ساینې لپاره خپلي پانګې په  کار واچوي او د کاني شتمنیو په راسپړنه لاس پوړې کړي، نوپرته له شک به مو  غربت او بیوزلي ته  د پای ټکي ایښی وي. د افغانانو  په زړه پوري استعدادونه او نوښتونه په هر وخت کي ستایل شوي  دي او که چیري د دغو غوښتنو، مهارتونواو استعدادونو د غوړیدلو لپاره لاره آواریږي او یا ورته په هلو ځلو لاس پوري کیږي  له شک نه پرته به يي نتیجي هم په زړه پوري وي او هیواد ته به یي د پرمختیا لاملونه هم برابر کړي وي. خو دا چې دغه پیرزویني له پانګي نه پرته نه شي ترسره کیدلي نو بیا خو په کار داده چې زمونږ ملي پانګوال د هیواد د ترقي او د هیوادوالو د هوسایني لپاره خپلي پانګي په کار واچوي او له دي لاري دخپلو وطنوالو ژوند پرپښو ودروي. اوس چې په هیواد کي د کار لپاره هلی ځلی پیل شوي  نو ښه دا ده چې د کار په خلکو باندي د هیواد شتمني ته د راسپړني لاري چاري برابري شي او په مهارتونو، قابلیتونو او استعدادونو باندي د ښیرازه په زړه پوري شي. فقر او بیوزلي زمونږ د هیوادوالو د پر مختګ په لاره کي ز یات خنډونه را پیدا کړي دي او دا خنډونه هغه وخت آواریدلي شي چې پانګوال په خپلو وطنوالو زړه وسوزوي او خپلي پانګي د رکود د حالاتو پر ځاي د فعالیت په لاره کي واچوي او له دي لاري په غربت او بیوزلي باندي د تل لپاره لاري وتړي او خپل وطنوال له بیوزلي نه راوباسي .هغه هیوادونه چی زمونږ نه وروسته خپلي خپلواکي او آزادي ته رسیدلي دي نن ورځ په کار باندي ډیري لوړي ژوري تر سره کړي او د پرمخ تللو هیوادونو په ډله کي دریدلي دي.
کابو سل کاله کیږی چې خپلواکي مو تر لاسه کړی او له هغه وخت نه تر اوسه پوري مو دومره څه نه دي کړي چې د نړي د کاروان سره ځانونه ملګري کړو او یا په شته  فقر او بیوزلي باندي لاري وتړو مونږ نن ورځ کار ته ډیره اړتیا لرو که چیري د کار لاملونه راته برابر شي نو د پرون  پرتله به مو زیاد کار کړي وي او خپله نیکمرغي به مو په کار کي لټولي وي. بي کاري او بي روزګاري د ناروغیو مور ده که چیري مو په موجوده ژوند زړه وسوزو او ژوند ته مو د یووالي او ملي وحدټ له مخي لاري چاري برابري کړي نو بیا به مو بیوزلي ته هم په جرات سره ځوابونه ویلي وي او د پرمختیا د کاروان سره به په نژدي وخت کي هم یو ځاي شوي یو، په داسی حال کی چې اوس هم ۳۶ سلنه افغانان د فقر تر کرښی لاندي ژوند کوي نو د دی لپاره دا ګراف مو ټیټ کړي وي افغان ځوانان باید زده کړی ته زور ورکړی.
سعیده (احمدی)