د ښار د سمسورولو په چارو کې اړونده ادارې، د ښاريانو مرستو ته اړتيا لري

 
سعیده احمدي
ښاري فرهنګ، ښاري نظم، د ښار پاکوالی، په ښار کې د قانون شتون او بالاخره په ښار کې د هر راز اسانتیاو رامنځته کول، د هر ښاري غوښتنه او اړتيا ده. خو پوښتنه دا ده، چې دغه پورتني موارد به کله او څنګه رامنځته شي؟
په ډير جرئت او واضح ویلای شو، چې د دې پوښتنې ځواب يوازې له ښاريانو سره شته او بس! ځکه که زموږ هر ګران ښاري، په ښار کې د تګ او راتګ پر مهال ترافيکي قوانین او مقرارات په پام کې ونيسي او د واټ پر ځای له پلولارو څخه استفاده وکړي، که زموږ هر ښاري د مسووليت په پام کې نيولو سره خپلې مخې څخه د کيلې پوټکی او يا پلاستیکي کڅوړه او یا خو کوم بل شی، چې د ښار او چاپېریال د ککړتیاو او ناولتیاو لامل کيږي، لري کړي او یا دا چې هر ښاري په ښار کې ښاري نظم ته پام وکړي او د نظم د خرابيدو په مخنيوي کې له اړونده ادارو سره د مرستې په کولو سره خپل مسووليت پر ځای کړي او که چيرې زموږ هر پلورونکی د ورځو په اوږدو کې د خرڅلاو پر مهال عدل، انصاف او د خپلو هېوادوالو کمزوری اقتصادي حالت په پام کې ونيسي، او همدا شان زموږ هر با احساسه ښاري، قانون ته درناوی وکړي او هغه پر خپل ځان عملي کړي، لنډه دا چې که زموږ هر ښاري په ښار کې د ښاري او ټولنيزو ستونزو او خنډونو په له منځه وړلو کې له اړونده ادارو سره مرسته وکړي او يا د خپل ژوند په چاپېريال کې له يوه نیالګي څخه څارنه او ساتنه وکړي، نو نه يوازې دا چې پورتني ياد شوي موارد به ډير زر رامنځته شي، بلکې تر څنګ به يې خپله ښاریانو ته نورې ښاري آسانتياوې هم رامنځته شي، خو شرط دا دی چې زموږ ښاريان په ريښتيني توګه او د زړه له کومي په دې برخه کې اوچت ګامونه پورته کړي او له اړوندو ادارو سره، کوم چې په ښار کې د پورتنيو ياد شويو مواردو د رامنځته کولو او ښاريانو ته د خدمت کولو دنده او مسووليت پر غاړه لري، مرستندوی شي.
که چيرې ګران ښاريان همداسې بې پروا او بې مسووليته وي او ټولو ښاري ستونزو او ناخوالو ليرې کول يوازې يوې ادارې ته پريږدي او په دې تمه، چې داسې اداره شته چې زموږ له مخې څخه ستونزې او خنډونه لرې او ښار پاک کړي، په خپله د غفلت او تنبلۍ په خوب کې ډوبيدل دي؛ نو دا خو له امکان څخه ليرې کار ښکاري. لنډه دا چې زموږ ښار کې به هغه وخت نظم او ښاري فرهنګ رامنځته شي او ښار به مو له ککړتيا او ناولتيا څخه پاک شي، چې ښاریان مو لږ شانته ځان وښوروي او مرستې لاسونه اړوندو ادارو ته ورکړي.