د لویدیځ په مشرۍ امریکا د بیا ځل لپاره له پاکستان څخه د روسیې سره د نوي راپیل سوي سړې جګړې په وړانديد هغه ډول رول طمعه لري، چي یو وخت یېد میلادي کال په اتیایمه لسیزکيد شوروي اتحاد پر وړاندي په افغانستان او سیمه کي د لویدیځ د ګټو لپاره ولوباوه.
اما نن په سیمه کي وضعیت او شرایط د اتیا یمي لسیزي غوندي نه دي او نه هم پاکستان په هغه حالت کي دي چي باید د پخوا په څېر یوازي د لویدیځ په خوا کي پاته سي؛ موږ ولیدل چي پاکستان د ایران او هلته په پاکستان کي د موجود احتمالي شیعه ولسي شورش له ویري پر یمن د برید لپاره د سعودي په مشرۍ ائیتلاف کي ورګډ نه سو او نټه یې وکړه؛ بیا لویدیځ د امریکا په مشرۍ د خپلي دوستانه او تاریخي ملګرتیا د باور له مخي پاکستان ته د داعش پروژه د عملي کولو لپاره وسپارل او پاکستان برعکس دادی نن یاده پروژه قصدا د روسیې، چین او ایران له ویري د ناکامۍ سره مخ کړې ده. دغه د لویدیځ او عرب متحده اماراتو سره د پاکستان د اړیکو د خرابۍ عمده عوامل دي.
پاکستان هم خپل اقتصادي او امنیتي وضعیت ته په کتو کوښښ کوي چي په روانه سړه جګړه کي د اړیکو بیلانس وساتي؛ ترڅو د لویدیځ هم خوا بده نه سي، د سعودي خاطر هم وساتي او په ضمن کي خپلي ګټي خوندي کړي؛ خو لویدیځ به یې داسي یو کار ته په ډیري اسانۍ پرې نه ږدي او د پخوا په څیر به کار ورڅخه وغواړي؛ په داسي حال کي چي پاکستان په دې ښه پوهیږي چي په یادو برخو کي همکاري یې د ګټو او ژوند په تاون ده.
له بلي خوا په سیمه کي د پخوا خلاف روسیه، چین، هند او ایران مخ پر وده هغه هیوادونه دي چي پاکستان یې له همکارۍ او لاس نیوي پرته ژوند نه سي کولی؛ خو لویدیځ یې شاید خپل سر ته پرې نه ږدي او د مختلیفو لارو څخه به فشارونه پر راوړي چي شرایطو ته یې غاړه کښیږدي؛ ځکه امریکا او لویدیځ په دې پوهیږي چي پر اوخور یې لوی سوی او د دوئ (لویدیځ) لخوا د ځمکي پر کوره ساتل سوی او پالل سوی هیواد یې ممکن له لاسه ووزي؛ ځکه دوئ په دې پوهیږي چي پاکستان دومره همت نه لري چي په یوازي ځان د لویدیځ غوښتنو ته منفي جواب ووایي؛ بلکه مجبوره دی چي په سیمه کي د مخ په وده هیوادونو ملاتړ د ځان سره ولري او دا کار د لویدیځ د ګټو خلاف دی.
وس پاکستان د پاڼ او پړانګ تر منځ دی؛ جدي اقتصادي ضعف، هلته د چين په ملیاردونو ډالره سرمایه ګزاري، د هند په مقابل کي د چین د ملاتړ اړتیا، داخلي سیاسي کشمکشونه او اختلافات چي په دې وروستیو کي یې په ډیر جدي او خطر ناک ډول سر راپورته کړی دی، لکه د ایم کیو ایم او تحریک انصاف د مبارزې ګډ تفاهم د پاکستان د ملکي حکومت په وړاندي، تروریستان، د امریکا بندیزونه او هره ورځ ګواښونو پاکستان کي سیاسي او امنیتي وضعیت ډیر ترینګلی کړی دی. له بلي خوا د یادو ګوندونو تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتو احتمالي ملاتړ باندي هم سترګي نه سي پټیدلی.
دادی د دغو جنجالونو په سبب نن په پاکستان کي موجود خپلواکۍ غوښتونکي حرکتونه لکه ازاد بلوچستان ډله او یا هم تحریک طالبان پاکستان هلته د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره وسله واله مبارزه کوي او خپلو حملو ته یې زور ورکړی دی. له بلي خوا په پاکستان کي د هند د صدراعظم نریندرا مودي هغه څرګندونو ډیر وارخطا کړی دی چي د بلوچستان په اړه یې څه موده وړاندي کړي وې.
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت بهرنۍ او داخلي پالیسي هم هغه وخت یو دم د پاکستان په وړاندي په جدي او خطر ناک ډول بدله سوه چي د امریکا او پاکستان اړیکي ترینګلي سولې؛ خطر ناک ډول مي ځکه یاد کړ چي د پاکستان سره د افغان حکومت ترینګلو سوو اړیکو په سبب په هیواد کي اقتصادي او امنیتي بې ثباتي خپل اوج ته رسیدلې ده.
اوس افغان حکومت ته په کار دي چي په پاکستان کي موجودو اختلافاتو او د لویدیځ و پاکستان له ترینګلو اړیکو اعظمي استفاده وکړي او موجوده وضعیت د افغانستان په ګټه وڅرخوي.