
ترکیې د ناټو تړون له لاري د افغانستان په شمال کي ۳۵۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي دي او دلته په سیاسي او پوځي لحاظ مستقیما د ملي وحدت حکومت لمړی مرستیال عبدالرشید دوستم چي د جنبش ډلي مشري ورترغاړه ده حمایه کوي او په هر ډول حالاتو کي یې تر شار دریږي.
داچي نن د ترکیې اړیکي د امریکا سره د فتح الله ګولن پر سر ترینګلي سوي دي او سر بیره پر دې چي امریکا په یاده کودتا کي خپل لاس لرل رد کړي هم دي، خو بیا هم د ترکیې دولت د فتح الله ګولن سره په ناکامه کودتا کي د امریکا پر مرسته شک لري، او که فتح الله ګولن ور ونه سپارل سي نو د امریکا او ترکیه ترمنځ ترینګلي سوي اړیکي د افغانستان بهرنۍ او داخلي سیاسي پالیسي او په افغانستان کي روان کړکیچن سیاسي وضعیت په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغیزمنولی سي.
یو قوي احتمال دا سته چي ترکیه به په افغانستان کي د لویدیځ ضد رامنځ ته سوي سیاسي بلاک همکارۍ ته رشید دوستم وهڅوي چي بیا به یې د امریکا لپاره پایلي ښې نه وي؛ او له بلي خوا بیا امریکا په هیڅ صورت دا نه غواړي او نه هم کولی سي چي په ترکیه کي د فتح الله ګولن رول ته په کمه سترګه وګوري او هغه د اردوغان په مشرۍ نظام ته وسپاري؛ او نه هم ترکیه له لاسه ورکولی سي، وس امریکا د پاڼ او پړانګ تر منځ ده؛ ځکه چي د ترکیې ولسمشر اردوغان مسکو ته په یو رسمي سفر تللی دی او هلته یې د روسیې سره د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کي د روسۍ جنګي جټ الوتکي را غورځولو پر سر ترینګلو سوو اړیکو جوړولو لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي دي او له هماغه ځایه یې پر امریکا ږغ وکی چي (یا تر کیه غوره کړي او یا هم فتح الله ګولن)؛ که ترکیه د روسیې سره خپلي سیاسي، پوځي او اقتصادي اړیکي ورغوي د امریکا د پاره ښه خبر نه دی؛ ځکه چي د روسیې سره د کریمیا تر الحاق وروسته امریکا د روسیې سره د سړې جګړې په دوهمه مرحله کي ننوتې ده او که په دې برخه کي د روسیې سره ترکیه ملګرې کیږي دا به د امریکا او اروپا لپاره ښه زیری نه وي؛ که څه هم ترکیه نه غواړي چي خپل هیواد داسي سیاسي مانورو کي واچوي چي بیا ځان نه سي خلاصولی خو له بلي خوا د ترکیې دولت مجبوره دی چي پر امریکا د فشار لپاره د روسیې سره خپلي اړیکي ورغوي او هم د روسیې له لوري ورباندي لګیدلي بندیزونو څخه ځان خلاص کړي، له بله طرفه به د روسیې سره د اړیکو رغول په سیمه (عراق او سوریه) کي د روان جنګ په اړه د ترکیې بې پریتوب ته رنګ ورکړي؛ ځکه چي د ترکیې اقتصاد په دې اخیرو کي لویدلی دی او که دا حالت همداسي دوام وکړي نو په کور دننه کي به یې د اردوغان او ګوند (عدالت او پرمختګ) لپاره پایلي ښې نه وي.
له بلي خوا په افغانستان کي د ملي وحدت حکومت ۲ کلنه موده د دوئ (دملي وحدت حکومت مشرانو) ترمنځ او جان ګیري په وساطت د سوي توافقنامې په اساس پای ته رسیږي او باید چي د مشروعیت لپاره یې لویه جرګه را وغوښتل سي؛ چي دې کار ته لا وختي تبلیغاتي زمینه ښاغلي رشید دوستم برابره کړې ده ځکه چي دوستم له لویه سره د ملي وحدت حکومت د لمړي معین په توګه له حکومت څخه ناراضه او په سنګر کي ناست دي او وایي چي په حکومت کي کافي ونډه نه ده ور رسیدلې؛ نو ډیر احتمال سته چي ښاغلی رشید دوستم د ملي وحدت حکومت د پرزه کولو لپاره د خپل دولت ناراضو سیاسي مخالفینو توجه ځان ته جلب کړي او د ښو امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره د عنعنوي لويي جرګې په جوړیدلو کي مرسته وکړي او بیا یې په پایله کي په افغانستان کي د یوې داسي مؤقتي ادارې بنسټ کښېښودل سي چي د سیمي او نوري نړۍ د هیوادونو ګټي تضمین سي او امریکا به هم په اسانۍ نه سي کولی چي د نورو هیوادونو ګټي وګواښي؛ او یا به د اجرائیه ریاست په لغوه کولو سره د ښاغلي ولسمشر غني په مشرۍ باندي ټولي سیاسي رقیبي ډلي اتفاق کوي او نظام به خپل وخت پوره کوي.