ســـلام،ســـــلام اختره
ښه راغلې ګران اختره
اخـــــــــتره ستاانتظار
مــــــوله مودو نه کړى
اختره تاکې خوشحالۍ شته
دغمځپلو سوکالۍ شته
په تاکې ښارکې رنګينې جوړيږي
په هره سيمه کې ميلې جوړيږي
څوک به روان وې قربانو لپاره
نوې جامې کړي اوزړې بدليږي
سلام،سلام اختره
زموږ ارمان اختره
اختره فکردې غريبوته هم شته
وي چې يتيم هغه اسيروته هم شته
په سرې لاس کش کړى بچى ووايي
هغه يتيم ته خپل زړګى ووايي
چې دنستۍ ځينې جامې نلري
داسې سړى ته څوک سړى ووايي
سلام،سلام اختره
اى دافغان اختره
اختره څوک ګونتاموکې اوسي
څوک دباګرام په تورو شپوکې اوسي
اختره ! څنګه به دي ولمانځمه
چې بې ګناه په زندانوکې پروت دى
اختره ! ښارکې خودى نه لمانځمه
ښارکې ځانمرګې شته بريدونه کوي
زه لادژوندپه خوندپوهه شوى نه يم
ځکه داستالمانځونه لرې ګرځم
سلام،سلام اختره
يې زماجانان اختره
اختره دلته نفاقونه دېردى
خبرې نکړو ګذارونه ډېردى
که دپخوا په شان سپيره اختروې
وايم چې رانه شي په مخه دې ښه
دلته يتيم بچى جامې نه لري
دلته غريب ته څوک سړى نه وايى
هلته پښتون ګوره تياروکې پروت دى
شوالقاعده په زولنوکې پروت دى
سلام،سلام اختره
کړمه ګومان اختره
ته دهغوى يې کنه ؟
چې څوک ډالرې لري
کورکې ولاړوي ورته
يوڅوموټرې لري
اختره ښه دې په لمنځوپه پوهيږي
دا زور واکان دې په ميلوپوهيږي
اختره ټوله ورځ خېرات په پيسو
پوره ډوډۍ نه کيږي نيمه اخلم
اختره تاسره نورنه جوړيږم
دخوشحالۍ پرځاى دې غم راکړلو
اختره افرين په تاباندې شه
چې دې داوښکوباران سم راکړلو
ټکوردې نکړم لاپرهردې کړمه
دخپله ځانه چې خبردي کړمه
زه په دې پوه شومه چې هسې خاندم
په زړه کې غم لرمه درد لرمه
ستاپه نيمکرغه ورځ کوروته ځي ټول
څوک به دپلارڅوک به دمورلاسونه
ورښکلو،ورنه دغابه غواړي
خوپه دې پوه شوم مسافربنده يم
زه خوږياڼى يودرپه دربنده يم
چې درته نه شم ويلى
سلام،سلام اختره
سلام،سلام اختره
وروستي