د سقاو زيارت له ښې ګټې سره دی!

 
توريالی وزير
د ډاکټر عبدالله په مشرۍ، سقاویان په کابل کې غونډې کوي او شور یې جوړ دی، نارې وهي چې د غله، حبیب الله سقاو، وراسته هډونه له یوه نامالوم مړیستون څخه اوباسي او زیارت پرې جوړوي تر څو ډاکټر عبدالله په دغه کار باندې څو ډوله ګټه وکړي، داسې زیارت لکه یو سړي چې په یو مړه خره باندې زیات جوړ کړی ؤ. وایي چې یو غریب سړی چې(ګل اغا) نومیده، په مزدورۍ پسې روان ؤ، د لارې په اوږدو کې، په یوه زیارت کې یې شپه شوه، دا چې ګل اغا ډېر غریب ؤ، نو د زیارت مجاور څو روپۍ او یو خر ورکړ او دعا یې ورته وکړه چې خدای دې په دې خره کې برکت درته واچوي.
ګل اغا ، له مجاور څخه په خوشالی سره رخصت شو، څو ورځې وروسته په لاره کې خر ناروغ او په پای کې مړ شو، دا چې ګل اغا  فکر کولو چې دا خر، په یو مشهور زیارت پورې اړه لري، باید بې احترامي یې ونه شي او د سپیو او لیوانو خوراک خو نه شي، نو لازمه ده چې په خاورو کې یې ښخ کړم، ګل اغا ، چې د خره په ښخولو لګیا ؤ، څو تنه مسافر په لاره تیریدل، مسافرو فکر وکړ چې دا به د دغه سړي د خپلوانو مړی وي، نو مسافرو د خواخوږۍ له کبله مرسته وکړه، خوارکي توکي او څه روپۍ یې ورکړې، کله چې ګل اغا متوجه شو، چې دا خو د فلاني زیارت برکتي خر دی، نو تصمیم یې ونیو چې زیارت پرې جوړ کړي، هغه وو چې د خره پر مړیستون باندې یې جنډلې او رنګ رنګ بیرغونه وځړول او ګل اغا د زیارت مجاور شو، هره ورځ به مسافرو د زیارت په نوم پېسې او نور ډول ډول توکي نذرانه کول او مجاور به هم غورې کولې چې داسې ګړندی زیارت دی چې د هرې بلا او هر مرض علاج کوي، وروسته له یوه کال څخه ګل اغا ډېرې روپۍ ترلاسه کړې نو تصمیم یې ونیو چې، کور ته ولاړ شي، ګل اغا، چې اوس په بل حال کې ؤ د لارې په اوږدو کې یې د هغه زیارت له مجاور سره، چې ده ته یې برکتي خر ورکړی ؤ، شپه کړه، د پخواني زیارت مجاور چې ګل اغا ولید چې په ښه حالت کې دی، نو پوښتنه یې ترې وکړه: وروره! داسې ښکاري چې اقتصادي وضعیت دې ښه شوی دی، په دې تېر یوه کال کې دې څه څه کارونه وکړل؟.
ګل اغا چې اوس یې جیبونه له پېسو څخه ډګ وو، وویل: ګرانه وروره! دا ټول ستا او ستا د خره برکت ؤ چې له غریبۍ څخه یې خلاص کړم، هغه له برکتونو ډک خر چې تا راکړی ؤ، په لاره کې مړ شو، د دې لپاره چې ستا د مبارک زیارت خر دی نو د درناوي له امله مې په خاورو کې ښخ کړ، زه چې د مړیستون د جوړولو په حال کې وم، د لارې مسافرو چې زه ولیدم فکر یې وکړ چې دا به زما د خپلوانو مړی وي، نو د خواخوږۍ له مخې یې مرستې وکړې، ما ښه وبلله چې په خره باندې زیارت جوړ کړم، اوس په هغه خره باندې لوی زیارت ودان شوی دی، څو تنه مجاوران لري او زه یې مشر مجاور یم... .
کله چې ګل اغا خپل حال د پخواني زیارت مجاور ته بیان کړ، نو د زیارت مجاور غلي شان ورته وویل: (وروره! زما د زیارت خر، د هغه خره پلار دی، چې تا زیارت پرې جوړ کړی دی.) پای