ډاکترعبدالله (عبدالله) پيژنۍ؟ ( دوهمه برخه)

  (توریالی وزیر) ۱۲/۱/۱۳۹۳


دامریکا په لانګلي ایالت کې د C. I. A) ) په اداره کې د مسعود په نوم یوه ځانګړي څانګه تشکیل شوي وه ترڅو وکولی شي له مسعود څخه په جاسوسي او ترورستي چارو کې ښه ګټه واخیستلی شي. (دپیریانو جګړې ص ۷۱۱)
جنرال ګیري شرون په کابل کې له احمدشاه مسعود سره د اسامه بن لادېن د نیولو په اړه لیدنه کړي وه او له دغې لیدنې څخه ښه خوشال ؤ، خو کله چې مسعود ووژل شو نو د سي، آی، اې جنرال ډېر خواشینی شو، ځکه چې د جنرال نوي او مهمه دنده په افغانستان کې پېلیدله نوموړی جنرال وایي: ... له مسعود سره دغه ناسته ډېره اړینه وه، چې له مخې یې له شمالي ټلوالې او مسعود سره د راتلونکو همکاریو دروازه پرانستل شوه او مسعود په راتلونکي کې له ما او د سي، آی، اې له هر نماینده سره په کابل کې د لیدنې لپاره هوکړه وکړه، چې د راتلونکي لپاره مهم ګام ؤ چې له امله یې زما (ژامې ماتوونکې) ګروپ ( د سي، آی، اې له لسو ګروپونو څخه لُمړنی ګروپ ؤ چې په پنجشېر کې ځای پرځاې شو) د دغې غونډې له برکته د (۲۰۰۱م) کال د سپټمبر په شپږمه نیټه په پنجشېر کې د شمالي ټلوالې له تود او دوستانه هرکلي سره مخامخ شو. (سي، آی، اې په پنجشېرکې ص ۶۹)
کوفر بلاک په سي، اې، ای سازمان کې د تروریزم ضد مشر (په حقیقت کې پخپله د دولتي ترورستانو مشر ؤ) ګیری شرون ته دنده ورسپارلي وه چې لمړۍ د پنجشېر دره د امریکایي نظامي عملیاتو لپاره وکاروي او ورسره د بن لادېن لوړپوړي چارواکي پیدا او ویې وژني، کوفر بلاک کیري شرون ته داسې دنده ورکوي چې دا ډول عملیات د دولتي تروریزم مهمه برخه تشکیلوي. ... د هغې نه پرته ستا دنده دا ده چې اسامه بن لادېن او د هغه لوړپوړي چارواکي پیدا او ویې وژنې! کوفر زیاته کړه او ویې ویل: زه نه غواړم چې د اسامه بن لادېن او د هغه جنایتکاره ډله ژوندۍ ونیول شي، زه غواړم چې هغه مړ ووینم او نه غواړم چې ژوندی یې وساتم ... زه غواړم چې د دوی د سرونو انځوړونه د نیزو پر څوکو ، زه غواړم چې د اسامه سر ماته په یو بکس کې چې د وچ یخ څخه ډک وي راولېږل شي!! (سي، آی، اې په پنجشېر کې ص۴۴)


د سي، ای، اې یو مامور جنرال ګیري شرون یا ( ګاري شروین( په جاسوسي ترمینولوژۍ شروین اجوره یي(مزدور) (۱) اجنټان استخدام او اداره کول. ‎چې احمدشاه مسعود د همدغه جنرال او یو شمېر نورو امریکايي څارګرو له خوا استخدام شوی ؤ، (سي، ای، اې) له کال (۱۹۸۰م) څخه راپدې خوا د احمدشاه مسعود سره د
پېسو او نورو جګړه ییزو او استخباراتي وسایلو مرستې کولې. (دپیریانو جګړې ص۲)
(۱)استخبارات څو ډوله اجنټان، همکاران او باوري اشخاص لري، که یو څوک د خپل هیواد د حکومت پر خلاف وي، او عوامل یې دیني، ګروهې او نورې ناروا کړنې وي ، نو د استخباراتو اداره یې د مجاهد، وطندوست، وطن پرست او ازادۍ غوښتونکو، په چوکات کې مرستې ورسره کوي او دا ډول خلک مالي غوښتنې نه کوي چې ښه بېلګه یې په فلسطین کې د اسرایلو پر وړاندې د جهاد او مقاومت ډلی دي او په افغانستان کې د شوروي او امریکایي اشغالګرو پر وړاندي(دتنظمونو مشران نه) بلکه عام او ناخبره مجاهدین دي، دا ډول خلکو ته د استخباراتو په اصطلاح اعتمادي اشخاص او همکاران وایی، اجنټان یي نه بولي.
هغه خلک چې د پیسو لپاره د پردیو استخباراتو لپاره کار کوي هغوی ته اجنټان وایی، دا ډول خلک د پیسو په بدل کې هر ډول خاینانه او ترورستي اعمال تر سره کوي چې په افغانستان کې یې ډېره ښه بېلګه د تنظنمونو مشران، احمدشاه مسعود او د هغه ډله ټپله ده. چې جنرال ګیري شرون به دا ډول اجنټان استخدامول.
مسعود ته د (سي، ای، اې) لخوا میاشتنی دوامداره تنخوا ورکول کیدله خو کله به چې مسعود د (سي، ای، اې) له خوښې سره سم کار ونه کړ نو میاشتنی تنخوا به یې پرې کمه یا هم ودروله، وایي چې په (۱۹۹۰م) د جنوري په (۳۱) نیټه د مسعود ورور ضیاء مسعود ته (سي، ای، اې) پنځه لاکه ډالر ورکړي وو چې د دغو پېسو په بدل کې په ژمي کې د سالنګ لاره وټري (دپیریانو جګړې ص۹)
خو د مسعود ځواکونه له ځایه هم ونه خوځیدل نو د (سي، ای، اې) مامور (هاري) د مسعود میاشتنی اجوره له دوه سوه زرو ډالرو څخه پنځوسو زرو ته راټیټه کړه او مسعود ته یې له دې امله چې له (سي، ای، اې) څخه یې په ټګۍ پېسې وهلي وې ده ته به یې د (کوچني حرامي) خطاب کولو. (دپیریانوجګړې ص۳۰۵)
وروسته د سي، ای، اې مسؤل (هاري) چې د مسعود میاشتنی اجوره له پنځوسو زرو ډالرو څخه تر سلو زرو ډالرو پورې ته پورته کړي ... . (هماغه سند ص ۳۱۷)
(سي، ای، اې) په دې عقیده وو چې د مسعود کسانو ته له وطن او خلکو څخه پېسې زیات اهمیت لري. (دپیریانوجګړې ص۷)
په کابل کې موږ د خلکو له خوا خبریدلو چې د مسعود سره د ایران د استخباراتو کارکوونکي عملاً په پنجشېر کې موجود دي او له ایران څخه پیسې هم ورته راځي، خو ګیري شرون بیا وایي چې د ایران د انقلابي قول اردو ګارد (IRGC) دوه څارونکي د شمالي ټلوالې سره په لمُړۍ کرښه باندې په دنده ګُمارل شوي وو او فهیم له دې امله اندښمن ؤ چې باید ایرانیان د امریکایانو له شتون څخه خبر نه شی، لږترلږه د ماموریت په دغه پړاؤ کې خو باید خبر نه شي. (سي، آی، ای په پنجشېرکې ص۱۱۵)
دا شان د شمالي ټلوالې لپاره د تاجکستان هیواد له افغانستان څخه ډېر اهمیت درلود دوی په دې عقیده وو چې تاجکستان زموږ (پدري هیواد) دی او د تاجکستان حکومت هم په عمل کې ورته ثابته کړی وه چې دا هېواد د دوی اصلي ټاټوبی دی نو ځکه یې د کولاب هوایي ډګر د مسعود په خدمت کې ورکړی ؤ.
په پای کې جنرال ګیري شرون د احمدشاه مسعود مړیستون ته ورځي او د هغه له خدمتونو څخه مننه کوي، نوموړی جنرال وایي: ... د قبر سیمې ته زموږ سره یو ځای لږترلږه شل افغانان چې په سیمه کې وو راغلل ... دا چې ټولو ځیرځیر راکتل یو نا اشنا او عجیبه غوندې شيبه وه خو ماورسره مقاومت وکړ او پرځای مې په هغه یادونو او شېبو باندې فکر متمرکز کړ چې له مسعود سره مې تېرې کړي وې... ما د صلیب نښه جوړه کړه(دعیسویانو دُعا) او د څو دقیقو لپاره مې چوپتیا غوره کړه... . ( سي، آی، ای په پنجشېرکې ص۱۱۹)
احمدشاه مسعود د ښاغلي حامد کرزي لخوا د ملي قهرمان په نوم ونومول شو او دې ده د ترور ورځ يې د شهیدانو د ورځې په نوم رخصتي کړي مسعود حامد کرزي د دې امله ملي آتل کړ چې توره یې کړي وه او د ده آتلولۍ په پورته لیکنو کې ښې څرګندې دي.
د مسعود د اتلولۍ په اړه روسی جنرال لیاخوفسکي وایي چې: لکه مخکې مې چې وویل رښتیا خبره دا ده چې موږ پخپله تر یوه ځایه له مسعود نه (ملي آتل) جوړ کړ. (د افغان میړانه او غمیزه ص۴۷۴)
داشان باید ووایو چې کرزي فهیم ته د مارشالۍ رتبه هم ورکړه هغه دا توره کړي وه چې د طالبانو سره په جګړه کې یې کابل بې له جګړې پریښود او په منډه پجشېر ته خلاص شو، له بلې خوا د حامد کرزي ګناه هم نه ده ځکه چې (کرزی فهیم په شنه کې ((په وړکتوب کې)) ډار کړی ؤ) د رباني په حکومت چې فهیم د امنیت ریس ؤ کرزی یې بندي او شکنجه کړی ؤ وایې چې: ... د بهرنیو چارو وزارت مرستیال (کرزی) د فهیم افسرانو ونیو او دجمهوری ریاست ته نږدي د کابل په منځ کې د څېړنو یوه مرکز ته نږدې ورساوه د فهیم څارګرو څوساعته له کرزي څخه پوښتڼنې ګروېږنې کولې او له پاکستاني څاګریو سره یې په توطیه تورناوه، کرزي پخپله په دې اړه چې د تحقیقاتو په کوټه کې دننه ورباندې څه کیدل هیڅ څه نه دي پر ډاګه کړي څو کسانو چې بیا وروسته یې له هغو سره خبرې کړي وې ویل چې دی وهل شوی ؤ مخ یې شین شُکیدلی او په وینو ککړؤ وایي چې د تحقیقاتو په ځینو پړاوونو کې فهیم پخپله هلته حاضر ؤ ... د تحقیقاتو پروسه پر درز پای ته ورسیده یو توغندی چې حکمتیار پرله پسې توګه د ښار پر مرکز توغول د څارکرۍ د قوماندې پر هغه کوټې ولګید چېرې چې کرزی تر څېړنې لاندې ؤ د دې پېښې له کبله د منځ ته راغلي ګډوډۍ په بهیر کې کرزي له هغه ځایه پښې سپکې کړي او د کابل په کوڅو کې کاواکه ګرځیده د ښار د بسونو اډې ته ولاړ او جلال اباد ته په یوه تلونکي بس کې کیناست په هغه ځای (جلال اباد) کې د ده د ملګرو ملتونو یوه پېژاند کرزی ولید چې په کوڅه کې روان ؤ مخ یې پړسیدلي او شوکارې و او د یوه خپلوان کور ته یې ورساوه پر سبایې حامد کرزی له خیبرغاښي تېرشو. (د پیریانو جګړې ص ۴۱۵)


برهان الدین رباني هم د پاکستان د آی، اس، آی د پخوانیو اجنټانو له جملې څخه ؤ چې په تېرو پاڼو کې مو ولوستل چې د پاکستاني جنرال بابر سره اړیکې درلودلی سره له دې چې د رباني د جمعیت تنظیم د پاکستان د (آی، اس، آی) لخوا د افغانستان او د شورویانو سره د جهاد په نوم جوړ شوی ؤ خو وروسته نوموړی د روسانو په ټینګ پلوي او دوست واوښت، روسی جنرال لیاخوفسکي وایي: برهان الدین رباني څرګنده کړه چې دوی له روسیې نه په افغانستان کې د شوروي د لږشمېر پوځي ټولګیو د شته والي په وخت کې هېواد ته د اوښتي زیان د غراماتو د غوښتلو په اړه د ځینو جهادي مشرانو غوڅې غوښتنې ردوي، دغه راز (رباني) وایي چې روسیه کولی شي د یوه ګاونډي او پخواني دوست په توګه د افعانستان په بیا ودانولو کې مهم رول ولوبوي. (افغان میړانه او غمیزه ص ۵۰۰)
رباني د پېښور په ناقص تړون چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف لخوا ترتیب شوی ؤ وروسته د مجددي د دوه میاشتنی پاچاهۍ څخه رباني د څلورو میاشتو لپاره د دولت د رئیس په توګه وټاکل شو او احمدشاه مسعود یې د دفاع وزیر په توګه مقرر شو، زه چې د حالاتو عیني شاهد، حاضر او ناظر وم کله چې د مسعود د نظار شورا غړي د کابل ښار ته د شپې له خوا په خیرخانه کې د باباجان فرقې سره یو ځای شول نو په سبا ورځ یې په کا بل کې ټول دولتي موټر او دولتي شتمنۍ ونیولی او د ګل بدین ځواکونه چې د جنوب له خوا یې د کابل ځینې برخې نیولي وې او هري ډلې غوښتل چې ډېرې سیمې ترلاسه کړي په دې ناوړه لوبه کې د مسعود او ګل بدین تر منځ داسې جګړه وشوه چې د کابل ښار ځینې برخې ورانې شوې، وروسته د رباني د څلورو میاشتو له واک څخه رباني له چوکۍ څخه نه کوزیدلو نو له امله یې د حزب اسلامي ګل بدین(حکمتبار) او مسعود ځواکونو تر منځ داسې جګړه وشوه چې د کابل د شاه شهید، بګرامۍ او کارته نو سیمې ورانې او ویجاړې شوې او ډېر عام خلک پکې ووژل شول مسعود چې جنګي الوتکې یې درلورلې سیمه یې بمبارد کړه او له خاورو سره یې خاورې کړه، د کابل مظلمومو خلکو د جګړه مارو دواړو خواوو ته قرآنونه وروړل چې جګړه ودروي خو دوی د قرآنونو بې احترامي وکړه او جګړو ته یې دوام ورکړ.
نوازشریف د تنظیمونو مشران اسلام اباد ته وروغښتل او د رباني چې د ولسمشرۍ پر چوکۍ باندې کلک نښتی ؤ نو له دې امله یې د واک موده یې تر (۱۸) میاشتو پورې نوره هم اوږده کړه نوازشریف د تنظیمونو مشران سعودي عربستان ته د ځان سره بوتلل او هغه تړون چې د دوی ترمنځ لاسلیک شوی ؤ د سعودي پاچاه هم لاسلیک کړ او بیا یې په مدینه منوره کې د پېغمبر (ص) په زیارت او وروسته یې په کعبه شریفه کې پر قرآنونو قسمونه وکړل چې دا تړون به پلی کوي، نوازشریف ښه پوهیده چې داخلک تړون نه شي پلی کولی خو ده غوښتل چې د تنظیمونو مشران قصداً په قرآن باندې ووهي او همداسې وشول او ټول مشران په بېلا بېلو ډولونو خدای تعالَی ووهل.
له دې امله د افغانستان خلکو د تنظیمونو مشران (قرآن وهلي رهبران بلل،)کله چې د کابل خلکو د تنظیمونو خپل منځي جګړې او اختلافات او په مېنځ کې د بې ګناه خلکو وژنې ولیدلې نو ترې بې زاره شول او د ډاکټر نجیب الله په حکومت پسې به یې ارمانونه کول، نو د دغو جګړه مارو تنظیمو پر مشرانو پسې یې ډول ډول حیرانوونکي، خندوونکي او له مانا څخه ډکې خبرې جوړې کړې.
داسې ډېرې خبرې شته چې د قلم دعفت په نظر کې د ونیولو له کبله په ادبي لیکونو کې نه راځي، خو له بل پلوه دا زموږ مسؤلیت او دنده هم ده چې د خپل ژوند په اوږدو کې مو چې څه لیدلي او اوریدلي دي باید چې د تاریخ پاڼو ته یې وروسپارو.
د ډاکټر نجییب الله د حکومت په وخت کې به چې د کابل خلک له ځینو مشکلاتو سره مخامخ شول نو ډاکټرنجیب الله به یې (نجیب ګاو) ویل، نو د کابل خلکو د ملګرو ملتونو د دفتر په دیوال باندې ، چې هلته ډاکټرنجیب الله پنا پکې اخیستي وه داسې ولیکلي:
(این هفت خر تانرا پس بګیرید همان یک ګاؤ شیري ما را پس بدهید) له (۷) څخه یې منظور د (۷) تظیمونو مشران وو.
دا ډول یوې بلې خبري هم دخلکو په منځ کې ځای موندلی ؤ او ویل به یې چې: یوه ورځ استاد رباني او ډاکټر نجیب الله د کابل په ښار کې د مسلخ پر خوا تیریدل، چې یو څو غوایانو رمباړې وکړې، نو په دې وخت کې استاد رباني له نجیب الله څخه پوښتنه وکړه: (نجیب! توخو ګاو هستي زبان ګاو را می فهمي این ګاو چي میګه؟) نجیب ورته وویل: ( این ګاو برای من میګوید که: ای نجیب تو خو ګاو هستي چرا با این خر چکر میزني؟)
په پای کې استاد رباني له کابل څخه د سپتمبر په(۲۷) ۱۹۹۴کال کې له لویې نا امیدۍ سره سره له مسعود سره یو ځای وتښتیدل او په تخار کې یې یوه کانتیري پاچاهي جوړه کړه هغه داسې چې څو کانتینرونه یې کېښودل او په هر یوه کانتینر یې د بیلابیلو وزارتونو نومونه ولیکل او ورسره یې د یوه زاړه کور پر دروازه باندې د (د افغانستان دجمهوري ریاست مقام) نوم هم ولیکلو.
ښاغلی اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي ووایي چې: ددغې صحنې په باب خارجي اخبار لیکلي وو [د استاد رباني کانتینري حکومت] (د افغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص۳۷۴)
ښاغلی رباني د حامد کزي له خوا د سولې کمسیون مشر وټاکل شو تر څو د حکومت او طالبانو ترمنځ روغه رامنځ ته کړي په داسې حال کې چې د ده د جمعیت تنظیم له خوا په زرګونو طالبان وژل شوي وو، ټول خلک د حامد کرزي دا ډول پریکړې ته حیران وو چې د طالبانو دښمن یې د سولي د کمیسیون مشر ټاکلی ؤ چې د ښاغلي کرزي دا عمل د پښتونولۍ (د پښتنو قوانین) څخه لیرې کار ؤ پداسې حال کې چې ولسمشر په خپله هم پښتون دی، په پای کې د هغو چا له خوا ووژل شو چې هغوی یې د نورو له وژلو څخه منع کول، او په خپله پکې ولاړ، حامد کرزي ښاغلی رباني (د سولې شهید) ونومولو. موږ په ده پسې نور څه نه وایو د ده حساب د خدای تعالَی سره دی. د لوي خان خوشال خټک شعر چې وایي:
دګیدړو ښکاریې کړو په زمري پېښ شوه
پـه بـري پسـې روان پـه لـري پـېـښ شـو.
ډاکټرعبدالله (عبدالله) چې په اصل کې یو پنجشېری تاجک دی د روسانو د تیري په وخت کې یې د کابل دطب په پوهنځی کې زدکړې کړي او وروسته پاکستان ته ولاړ، نوموړی وایي چې د جهاد لپاره یې هجرت کړی دی خو رښتیا خبره دا ده چې د وخت حکومت د مکلفیت دوری د عسکرۍ له امله پاکستان ته وتښتیدلو او هلته یې د مسعود ډلې سره فاشستي اړیکي ټینګ کړل.
د کندهار د بڅرکي اونیزه کې د ډاکتر عبداله د اصلیت په اړه ډېر په زړه پوری معلومات لیکي شوي دي چې دا معلومات یې د ارواښاد لوی استاد عبدالشکور (رشاد) صاحب له خوا نقل کړي او د رشاد صاحب ټولې خبرې د کاڼي کرښې دي په دې مانا چې رشاد صاحب یوه فوق العاده حافظه درلودله او هرڅه یې چې ویل نو رښتیا یې ویل، د یادې اونیزې لېکنه داسې لیکي:
((عبدالله عبدالله په خپله پیژندپاڼه کی د خپل پلار نوم محی الدین ننګیالی توخی معرفی کړی، حال دا چې حقیقت بل ډول دی.
عبدالشکور رشاد صاحب دی خدای وبخښی هغه په دې موضوع خبر و. هغه ویل چې محی الدین ننګیالی یو ډېر شریف سړی و. دی اصلاً د زابل د سیوری ولسوالۍ اوسېدونکی او په خټه توخی و چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسېده.
کله چې ارواښاد محمد هاشم میواندوال د میوند ولسوال و نو هلته یې له ده سره وپېژندل. بیا چې کله میوندوال صاحب کابل ته ولاړ نو دی یې هم له ځانه سره کابل ته بوت او د کابل په ښاروالۍ کې یې مقرر کړ. ښاغلی ننګیالی یو ډېر پاک او متقی سړی و. ده له ارواښاد عبدالروف بینوا سره هم انډیوالی درلوده. عبدالله عبدالله د یو نیم کال و چې پنجشیری پلار یې د هغه پنجشیرۍ مور طلاقه کړه. د طلاقولو په جریان کې یوه ورځ د عبدالله عبدالله پلار د هغه له مور سره کابل ښاروالۍ ته ورغلل چې د جایداد مسئله حل وفصل کړی. په هغه ورځ محی الدین ننګیالی د عبدالله عبدالله مور ولیدل او خوښه یې شوه. د عبدالله عبدالله نیکه (املايي سهوه ده) بینوا صاحب ته وویل چې ماته دغه ښځه راوغواړه. هغه و چې بینوا صاحب د خپله جېبه پیسې پکی ورکړې او د عبدالله عبدالله مور یې محی الدین ننګیالی ته وروغوښتل چې د نکاح پر مهال د عبدالله عبدالله پالنه او روزنه هم د محی الدین پر غاړه واچول شوه. نو په همدې اساس ډاکټر عبدالله عبدالله د محی الدین ننګیالی په کور کې رالوی او ظاهراً د هغه زوی وبلل شو. کله چې ارواښاد میوندوال د کودتا په تور بندی شو نو د ده په ملګرو کې محی الدین ننګیالی هم د یو څه وخت لپاره بندی شو. کله چې له بند څخه راخوشی شو کندهار ته راغلی او دلته د یو څه مودې لپاره په ښاروالۍ کې مامور و. تر یو څه مودې وروسته بیرته کابل ته ولاړ او تر اخره پوری بیا په کابل کې پاته سو.))


د کندهار بڅرکي اونیزه کې د عبدالله د اخلاقي ضعف په اړه وایی: ((بشپړ اسناد او شواهد شته چی ښاغلی عبدالله له اخلاقی اړخه خورا ډیرې نیمګړتیاوې لري . کره اسناد ښیي چی عبدالله عبدالله له نجونو سره هم زیاته علاقه لري او د خپلو بهرنیو سفرونو په لړ کې ورسره نامشروع اړیکې هم ټینګوی د ښاغلی عبدالله سترګې همیشه سرې وي او د نشې نښې له ورایه پکې څرګندیږی. عبدالله عبدالله ښکلې جامې اغوندي او د یوې جوړه دریشۍ بیه یې یوازې ۵۰۰۰ پنځه زره امریکایی ډالره کیږی. )) دعبدالله د عیاشیو په اړه امریکايي لیکوال سټیوکول هم اشاره کړي ده وايي: عبدالله یو شیک پوشه سړی دی او په اروپایي هیوادونو او امریکایي ښارونو کې ګرځي ... (پ ص۷۵۳-۸۱۱)
ښاغلی عبدالله عبدالله لکه د خپل مشر قوماندان مسعود په شان د روسیې د استخباراتو( کې، جې، بې) د امریکا ( سي، آی، ای) د انګریزانو (ایم، ای، ۶) د فرانسې، هندوستان، چین، د جاسوسی ادارو لپاره کار کوي او په بدل کې یې ډېرې پېسې ترلاسه کړي دي چې د همدغو پېسو له درکه یې، په کابل او دوبۍ کې يې ډېر کورونه، بلندمنزلونه، منقولې او غیر منقولې دارایۍ لری. همدارنګه په خپل آبایی هستوګنځی پنجشیر کې یې د سیند پر غاړه یوه ښکلې ودانۍ یا کوټۍ هم د ځان لپاره جوړه کړې ده. پر دې سربیره داسې هم ویل کیږی چې نوموړی په امریکا، فرانسه او ایران کې هم ګڼ شمیر شخصی هستوګنځي، دوکانونه او میله ځایونه لری. په همدې توګه په بهرنیو بانکونو کې یې هم د خپل وس مطابق نغدي پانګه ځای پر ځای کړې ده او څه چې پیدا کوی نو په منډه منډه یې خپلو حسابونو ته انتقالوی او همیشه د خپلو شخصی ګټو د حصول په هڅو بوخت دی.بڅرکۍ)
د امریکا متحده ایالاتو د (C. I. A) لوړپوړو کارمندانو ل خوا ډاکټرعبدالله او فهیم ته په پنجشېر دره کې (۱۰۷) ملیونه ډالر ورکړل شول او د افغان سپیڅلي خاوره یې خرڅه کړه د (سیا) جنرال وایي: تور بکس مې خلاص پریښود، ما او ریک یوسل اووه ملیونه ډالر وګڼل څو جنرال فهیم او ډاکټر عبدالله ته یې د همغه سهار د لیدنې په مهال ورکړو. (سي، آی، اې په پنجشېر کې ص۲۰۱)
د شمالي ټلوالې په اجنټانو کې ډاکټر عبدالله له ټولو څخه صادقانه او له اخلاصه ډکه دنده تر سره کوله چې د ده باب په خپله د امریکا د(سیا) جنرال ګیري شرون داسې وایي: موږ چې په پنجشېر کې کوز شوو نو د ډاکټرعبدالله، فهیم او انجینرعارف سره مو ولیدل، ما له ډاکټر عبدالله سره پخوا څو ځله لیدلي ؤ، په لومړي ځل مې په (۱۹۹۷م) کال کې د مسعود سره د لیدنې پر محال په تالقانو کې وپېژاند ... په زړه پورې لیدنه وه او په دره کې د دومره لنډ وخت چې ما له هغه سره لیدلې او کتلي وو زما هغه ډېر خوښ شو (سي، آی، اې په پنجشېر کې ص۱۰۰- ۲۸۰)
انګریزي استخباراتو د خپلې جاسوسۍ کړنلارې سره سم خپلو اجنټانو ته د انګریزۍ او نورې د اړتیا وړ ژبې ورزدکوي او دا چې نن ډاکټرعبدالله په انګریزي خبرې کوي دا د انګریزانو دڅارګرو لخوا ورزدکړل شوي ده، سټیوکول د عبدالله (عبدالله) د انګریزۍ ژبې د زدکړې په اړه وایي: برتانوي څارګرو اکثراً دمسعود اتباري مرستیالانو، لکه د بهرنیو اړیکو مسؤل عبدالله ته انګریزي ژبه ورزده کوله. ( د پیریانو جګړې ص ۱۷۵)
ګرانو لوستونکو! د ډاکټر عبدالله اړوند ډېر داسې اسناد شته چې د ده خیانتونه افشاء کوي خو له بده مرغه چې د وخت د کمي له کبله نه شو کولی د ټولو شواهدو ذکر وکړو خو په راتلونکي کې به د ده او د نورو ملي خاینانو خیانتونه او ترورستي کړنې په کتابي ډول ولیکو، د ټولو ترورستي تنظیمونو د جنایتونو په اړه کولی شئ د روسانو او امریکایایې لیکوالانو خصوصاً چې د افغانستان د اشغال په وخت کې یې دندې تر سره کړي دي ولولئ او په افغانستان کې د بشرحقوقو د څارټولنې ځینې خپاره شوي کتابونه هم ولولئ.


په پای کې د ښاغلي عبدالرب رسول (سیاف) چې د ولسمشرۍ یو بل کاندید دی په اړه د وخت کمي له امله لنډ معلومات ولیکو: نوموړي د مصر په ازهر پوهنتون کې لوړې زدکړې ترسره کړي دي او وروسته د نورو په شان د (خارجي استخباراتو) لخوا د اتحاد تنظیم د مشر په توګه استخدام شو په کال (۱۹۸۰م) کې په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو یوه غونډه جوړیدله، چې د سعودي عربستان د استخباراتو له خوا څو تنه افغان مشران وروبلل شول څو غونډې ته وینا وکړي او د روسانو تېری وغندي ... د سعودي د استخباراتو مرستیال (احمد بادیب) وایي: موږ هغه (سیاف) وټاکه چې وینا وکړي، خو بې له درنګه افغان مشرانو په خپل منځ کې په جګړه کولو پیل وکړ عجیبه کسان وو ... هر یوه ادعا کوله چې د افغانانو استازي دي او له دې کبله باید دی وینا وکړی، صحنه دومره ګډه وډه شوه چې بادیب هغوی د تایف په یوه بندیخانه کې واچول تر څو په خپل منځ کې په یوه ویاند باندې سره سلاشي.
په جېل کې له شپږو ګړیو وروسته افغانانو سیاف د ویاند په توګه ومانه بادیب بیا په دې فکرکې شو چې مشتري [لاس پوڅی] یې د ستېج لپاره ښه نوم ته ضرورت در لود د نوموړي په وینا سیاف ده ته د (عبدالرسول سیاف) په نامه ورپیژندل شوی لمړي دوه نومونو د پیغمبر د بنده مانا ورکوله د دې مفهوم دا ؤ چې ګواکې د سیاف اسلاف تړل شوي مریان وو،نو په نوم کې يې د (عبدالرب) له زیاتولو سره بادیب د سیاف نوم (عبدالرب رسول) سیاف یعنې د پیغمبر د خدای مریی کیښود، چې دین ته د وقف مانا يې درلودله نه دې ښکته ټولنیز ځای مانا. د اوږدو کلونو په بهیر کې بادیب په دې ویاړل چې سیاف ته دا نوم د سعودي استخباراتو لخوا ورکړی شوی دی ... کله چې(سیاف) پیښور ته راستون شو تنظیم يې جوړ کړ او د سعودي پیسې یې ځان ته راماتې کړې... . [دپیریانو جګړې ۱۱۴]
هغه مهال چې له سیاف سره احمد بادیب د عراق د جګړې له امله په سعودي کورنۍ پسې ناوړه خبرې وکړې او هغه یې د اسلام ضد وبلله نو احمد بادیب سیاف ته وویل: ته اوس راځې او موږ ته وايې چې په خپل دین کې څه وکړو حتی ستا خپل نوم ما دربدل کړ چې د یو مسلمان نوم شي... . [دپیریانو جګړې ۳۲۳]
استاد سیاف په افغانستان کې د روسانو او افغان حکومت سره جګړې وکړې، نو کله چې د ډاکټرنجیب د حکومت له سقوط څخه وروسته کابل ته راغلو نو لومړۍ یې دا فتوا ورکړه چې د کابل ټول مسجدونه له قبلې څخه کاږه جوړ شوي دي باید چې وران او له سره جوړ شي.
دوهم دا چې د هزاره ګانو د وحدت تنظیم سره یې په نه خبره جګړې پیل کړي چې د نظار شورا سره یې یو ځای په زرګونو هزاره ګان او د کابل ښاریان ووژل، په پای کې معلومه شوه چې د سعودي عربستان له خوا دنده ورکړل شوي وه.
دا شان د (سي ای اې) جنرال ګیري شرون وايي: د سیاف سره مې د لیدنې په پای کې وویل چې غواړم ستا سره یوڅه مرسته وکړم څو د راتلونکي جګړې لپاره خپل ځواکونه چمتو او زموږ منګولو ته د القاعدې د لیډرانو په( لمسه ولو؟) کې مرسته وکړی ما له خپل وړوکي بکس څخه د سل زره ډالرو بنډل راواخیست او د میز په ها خوا سیاف ته مې ور وسپارلو او هغه هم د طبیعي خوی پر اساس د ډالرو بنډل واخیست.
د هغو پیسو د ورکړې برعکس چې ما شمالي ټلوالي ته ورکړي وې د دغو پیسو بنډل مې په اصلي سپین پلاستیک کې پریښود تر څو سیاف یې په خپله وویني سیاف د پیسو بنډل وروراخیست او یو څو شیبې يی په حیرانتیا سره وروکتل او په هغه څه چې په لاس کې نیولي وو باور نه شو کولی. بیا یې سترګې سره پراخې شولې او د خپل پنډ (چاق) سیاسي مشاور په لوري وروګرځیده هغه د پیسو بنډل داسې لکه ګرم کچالو يې په لاس کې وي د نوموړي سړي غیږې ته وروغور ځاوه سیاف ماته راوکتل سترګې یې سره تنګې شولې او ویې ویل: دا لومړې ځل دې چې تر اوسه له چا څخه مستقیماً پیسې اخلم هغه سر وښوراوه داسې لکه څوک چې غولیدلي وي ما ته يې په توجه سره راوکتل او په شنډو یې موسکا خپره وه... . [سي ای اې په پنجشیر کې ص۱۲۲]
په دې وروستیو کې په یوه غونډه کې سیاف د دطالبانو سره د اوسنیو جګړو په اړه وویل: (این میدان را که مجاهد نزند پدری کسې زده نه میتواند) په ځواب کې یې د کابل خلکو وویل: این کابل را که مجاهد (سیاف) ویران نه کند پدر کسې خراب کرده نه میتواند.
(په درنښت) پای