
ليکونکی او ژباړونکی: اجمل عزيز
داچې سرشميرنه پخپله دنفوسوشميراودهغوپه هکله دمعلوماتوراټولول دي نودملگروملتونودسازمان داحصائې ځانگړي اختصاصي ادارې (ESCAP ) په خپرونودکې دنفوسوسرشميرنه دهغې په معاصرمفهوم سره په لاندې ډول تعريف شويدي دنفوسوسرشميرنه په يوټاکلي وخت کې ديوهيوادياديوهيوادټاکلي سيمې دټولووگړودمشترکوديموګرافيکي اقتصادي اجتماعي اوکلتوري احصائيوي ارقامودراټولولوتصنيف ارزيابي تجزئې اوتحليل اوبلاخره دهغودنشراوخپرولوپه اړه دعملياتودمجموعې څخه عبارت دي. دنني ورځې دنفوسودسرشميرنې عمده اوضروري خصوصيات عبارت دي له :
__هروګړى په بيلابيله توگه شمارل کيږي اوټولې ځانگړتياوي په بيله بيله توگه ثبت کيږي.
__سرشميرنه يوټاکلې سيمه اوساحه اوپه هغې کې هربيلابيل اوسيدونکې چې حاضروي اوهلته ژوندکوي.
__ټول نفوس په يووخت کې شمارل کيږي اوارقام يوټاکلي دورې اويامودې ته ارتباط ورکول کيږي .
__سرشميرنې منظم ټاکلوفاصلو(٥_١٠ کلونوکې ) اجراکيږي ځني مهم مسايل چې سرشميرنه کې بايدهيرنه شي.
سرشميرنه دامعناورکوي چې هروګړي په بيلابيله توگه شميرل کيږي اودهروگړي ديموگرافيکي ،اقتصادي اجتماعي اوکلتوري ځانگړتياوي په مجموعي نفوس يا مجموعي نفوس يوي نماينده گي کوونکي نمونه کې ثبت شويدي يواځې په همدې وسيلې سره کيداي شي چې ديووگړي بيلابيل خصوصياتوسن ،جنس،سواد،شغل اونوروپورې مربوط ارقام جدول بندي شي يواځې دنفوسو ديوگروپ پوري دشمارلوډيرودقيقومعلوماتوته هم سرشميرنه نه شوويلاي داځکه چې دوگړويوگروپ پورې دمربوطو معلوماتوثبت يادهغوي لنډيزمعمولاً ديوشميرعمومي معلوماتودمحدويدوسبب ګيږي آن داچې که دگروپي شمارلوپلان ډيرپه مناسبه توګه هم طرحه شوي وي اودوگړويوگروپ دسن اوجنس په هکله معلومات هم چمتوکړي بياهم دالاره(گروپي شميرنه) دعمومي استفادې لپاره وړنه بلل کيږي . بله مهمه خبره داده چې بايد دنفوسوسرشميرنه ټاکلي سيمه ټول هيوادياديوهيوادټاکل شوي سيمه ټول احتوا کړي اوپه بشپړډول ئي پوښښ لاندې راشي اوپه ديفکتوراوديجورشميرلومتکي دلته بايد دسيمې هردايمې اومعمولي اوسيدونکي اوموقتاً حاضروګړي پرته له حذف اوياتکراروشمارل شي.
دنفوسوشميرنه کې بايد هروګړي دمنل شوي وخت په انتروال کې وشميرل شي يعنې راټول شوي معومات بايد ټاکل دوري اودي ته حساسه موقع هم وايي چې په Reference Period پوري اړه لري حتمي نده چې ټاکلې دوره ټولوهغوارقامولپاره چې راټوليږي عيني نيټه وي داځکه چې ځينې وخت دځينومعلوماتولپاره ټاکلي دوره هماغه دسرشميرنې ورځ وي حال داچې ځينې حالاتوکې دځينونورومعلوماتولپاره بيايوبل وخت وي دبيلګې په توګه داقتصادي ځانګړتياولپاره يوه لنډه موده امادزيږيدوپه هکله دشميرله ورځې مخکې يواوږده موده دټاکلي دورې په توگه دسرشميرپه توښتنليکونوکې ښودل کيږي .
دنفوسوسرشميرنه بايد په ټاکلوواټنونو(پينځويالسوکالو) کې بايداجراشي په يوهيوادکې ترسره شوي سرشميرنې ددې امکان برابروي چې تيره وضع ارزيابې موجوده وضع ښه تشريح اوتوضيح اودراتلونکي په هکله لازمي پيشبيني گانې اټکلونه اوتخمينونه ارايه شي.
Defector صرف دسرشميرني په وخت کې سيمه کې دوګړي موجوديت اودهغه شميرلوسره لدې چې کيداي شي معمولي مسکن نه وي .
Dejure سيمه کې ديووګړي داصلي اودايمي اوسيدوپربنسټ سرشميرنې په وخت کې وگړي موجودوي.
ملگروملتونه سپارښت کوي چې ښه په وي چې دبيلابيلوهيوادونودنفوسوسرشميرنه په هغوکلونوکې وشي چې په صفرپاتي ته ورسيږي. پدې ډول په ټول هيوادونوکې په ټاکلوفاصلوکې سرشميرنه اجرا کړي اودزماني مقايسوي معلوماتوچمتوکول په ملي اوبين المللي سويه ممکن شي اوپه يوهيوادکې دهغومربوطه سرشميرني په ملي اوبين المللي يا منطقوي اوجهاني سطحه باندې لوړارزښت پيداکړي.
اوکه چيري تقريباً په عينې نيټه کې اوعينې کال کې دنوروهيوادونوسره چې همداوخت يي سرشميرنه کړي وي مقاسه شي نومقايسوي نتيجه به هم ترلاسه شي لدې کبله چې دسرشميرني دوخت په ټاکلوکې چې ديوهيواددملي قوانيواداري اقليمي اونورشرايطواوعواملودسرشميرني دنړيوال کيدويابين المللي والي اوهم زمان والي دهدف په مقايسه ډيراغيزمن دي نوځکه دوخت په ټاکلوکې ډيرتاکيدنشي کيداي بلکې صرف يوه ضمني موضوع بلل کيږي چې رعايت يي مثبت ټکي لري خونه رعايت يي هيڅ ډول خلانه لري ارزښت يي بين المللي مقايسه کې دي نه ملي ترجيحاتوکې .
دسرشميرني اهميت :
په نني مفهوم کې دسرشميرني دترسره کولو بنسټيزه موخه اواهميت ديوهيواددنفوسوداندازې ويش ترکيب اواقتصادي ،اجتماعي ،کلتوري خصوصياتوپه هکله داطلاعاتوموندل دي چې په ټولنيزواقتصادي انکشافي پلانونورفاهي خدماتواوپروگرامونوپه جوړولوکې تطبيق اوارزيابي اوددولت اداري فعاليتونوکې اوهمدارنگه دخصوصي اوعامه سکتورونواجتماعي اواقتصادي فعاليتونوپه بين المللي مقايسه کې ډيرزيات اهميت لري .
دسرشميرنې ډولونه اواقسام :
په عمومي ډول سرشميرنه په دوه برخوويشل کيږي چې په لاندې ډول يي تشريح کوو.
لمړي : کلې سرشميرنه
دوهم: نمونوي سرشميرنه
کلې سرشميرنه: کلي سرشميرنه عبارت دهغه مستقيمې سرشميرنې څخه ده چې دوگړودبيلابيلومشخصاتودمطالعې په خاطردهرفرددخصوصياتوڅخه ترلاسه شوي وي دکلي سرشميرني Census په نوم ياديږي.
له بلې خوايوشميرګټورمعلومات دنفوسودسرشميرنې څخه په لاس راځي چې بالمقابل له هغوڅخه يوشميراقتصادي ،اجتماعي شاخصونه ترلاسه کيږي چې پدي توگه داوسيدلودکورونيوداستخدام کاراوشغل ،دخلکودسوادسطحه صنعتي تاسيسات دڅښلوانوبودمنبع نوعيت ،دسون دموادونوعيت په کورونوکې دکارول شووساختماني موادونوعيت اونورولپاره دمعلوماتواودسرشميرنوترمنځ ډيرنژدې روابط موجوددي. اوټول معلومات په عيني وخت کې دسرشميرنوڅخه ترلاسه کيداي شي داځکه چې دغه ټول معلومات ديوبل ترمنځ شريک دي مثلاً دسرشميرنودخصوصياتوڅخه يويي داوسيدودکورونوطرزاودهغه جوړښت دي کوم چې وګړي پکې ژوندکوي اواکثروهيوادونوکې داډول ټول معلومات دسرشميرنې په وخت کې په يوه واحده فورمه کې ترلاسه کيږي اوبيايودبل سره مقايسه کيږي اودارقاموپراسس کې ډيرې آسانتيا پيښيږي اودارقاموپراسس تحليل اوتجربه په پراخه توګه صورت نيسي.
دټولومعلوماتوراجمع کول په يووخت کې هم ځينې ښيگړي لري اوهم ځينې ستونزې دبيلگې په توگه ښيگنه يي داده چې دارقاموپه پراسس کې اساني واقع کيږي وخت کم ضايع کيږي اوترلاسه شوي معلومات ډيرهراړخيزه وي خوستونزه داوي چې ممکن په پوښتنليک کې دډيروزياتوپوښتنواوعنوانودموجوديت له کبله دپوښتنودفشارله کبله مصاحبه کيدونکي وګړي عکس العمل ښي اووگړشميرونکي ته هم ممکن گرانه تمامه شي ددې ډول پوښتنليک يافورمي نمونه چې افغانستان کې يي هم تجربه موجوده ده .
دوهم : نمونه ئي سرشميرنه Sample Census)):
نمونه ئي سرشميرنه عبارت دهغه سرشميرنې څخه ده چې دکلي څخه صرف يوه ساحه يايوه برخه ترڅيړيې لاندې نيول کيږي اودهغې پايلې ښودل کيږي اوبياپه ټول نفوس تصميم کيږي نمونوي سرشميرني ددغې موخې لپاره اجراکيږي چې دسرشميرني دمعلوماتولپاره يوسرچينه برابرشي اوياهم دوګړشميرني دنفوسوداحوال ثبت اودحياتي احصائي سره مقايسه يا دهغودښه ثبتولولپاره ترسره کيږي.