د افغانستان د سيندونواقتصادي ارزښت:

 
لکه څنګه چي افغانستان دپرمختيا يي هيوادنو په قطارکي شمارل کيږي نو سيندونه يي ددي هيواد دملي اقتصاد دپرمختيا لپاره ځانګړي ارزښت لري هغه داچي که دنوي تکنالوژي او غلم په اساس او داسني ضرورتونو او غوښتنو په پام کي نيولو سره نوموړو سيندونو ته بندونه جوړ شي لانديني کټي ورڅخه پلاس راتلايي شي

  • دبريښنا دانرژي توليد
  • دکرهڼي دپراختيا لپاره دکانالونه کيندل
  • دسيلابونو دځمکي دپخريب مخنيوي
  • داوبوذخيره کيدل
  • دماهيانو دفارمونو جوړول
  • دباغونو او ځنګلونه پراختيا
  • دتفريح ځاينو ،چمنونو ، زينتي ونو اوګلانو پراختيا ليدونکي (سيا حانو ) تو جوع راجلبوي
  • که څه هم دځينو سيندونو څخه څه نا څه اقتصادي ګټي اخستل  شوي خو دغه ګټه يا په سيمه يزي محلي توګه دي او که په ملي کچه هم دي نور زوړ تخنيک څخه کار اخستل شوي دي چي هغي ته توسعه او پراختيا خو لاڅه کو ي چي ددير ش کلن جنګ او ځينو نو ړو عواملو په اساس پخوا ني ظرفيت يي هم دلاسه ورکړي ده چي داو سنيو غوښتنواو ضرورتونو سره هيڅ مطابق نلري دبيلګي په توګه ددرونټي دبريښنا دستګاه چي په لومړيو وختونو کي توليد ي ظرفيت يي ( ٨٠٠٠) کيلو واټه دوته راټيټ شوي ده نو داسي نتيجه اخستل کيږي چي دسيندونو څخه کومه کټه اخستل  کيږي ډيري نا څيزه او يا هم په هيڅ حساب دي مو نږ دلته دهغه نا څيزه ګټو څخه هم يادونه کوو ي دلوستونکو نو جوع ورته غواړم
     
    دکابل سيند اقتصادي ګټي
    دکابل سيند دملي اقتصا د له پلو ه دځانګړي ارزښت لر ي دکابل سيند او دهغه مرستيالانو څخه چي دبرښنا په توليد او دکرنيزي ځمکو دخړوبولو لپاره کومه اقتصادي ګټه اخستل کيږي په لاندي ډول شرحه کوو  
    دبريښنا په توليد کي
    داچي دکابل سيند او دهغي مرستيا لان دمخ لوړي څخه سرچينه اخلي او هميش واوري دهغي پرس پرتي دي ددي لامل شوي چي زيات بريښنا بندونه ورته جوړ شي چي دهغي جملي څخه دجبل السراج ، چيک وردګ ، سروبي ، نعلو ، ماهي پر ، اودننګرهار بريښنا بندو نو څخه يا دونه کوو
    دجبل السراج بريښنا بند دسالنګ په سيند دانګلسيا نو لخو په ( ١٣٠٠ ) ه ش  ( ١٥٠٠ ) کيلو واټه جوړيدو برښنا څخه ګلبها ر دنساجي دچاريکارو دښآر په روښآنه کولو او دبآګرام دهوادي ډګر او ورکشاپونو کي ورڅخه کار اخستل کيږي
    دچيک وردګ بريښنا بند دالماني انجينرانو لخو په ( ١٩٤٠ ) م  کال کي (٣٣٦٠)کيلو ودټو په ظر فيت جو ړ شو چي دوردګو داو سيدونکو خلکو ورڅخه کار واخسته مګر اوسني ظر فيت يي د(١٣٨٣ ) کال تر اخرو پوري ( ٨٠ ) کيلو واټو ته ړاټيټ شوي دي
    دسروبي بريښنا بند  دالمانيانو لخو (١٩٧٥ ) م او په ( ١٣٨٦ ) ه ج (٢٠) کلونو کي (٢٢٠٠) کيلو واټو په ظر فيت جو ړشو دوه توربينه لري دبريښنا څخه يي دکابل ښار او ګل بها ر نساجي او ځني نوري صنعتي موسسي استفاده کوي دسروبئ بند داو بو ذخيره په او س وخت کي د٨٠ فيصده درسوب پواسطۀ له منځه تللي ده اوپه همد ي شان توليدي ظرفيت يي (٢٠٠) کيلو واټو ته راټيټ شوي دي
    دنعلو بريښنا بند دکابل او پنشيردسيندو نو ديو ځآي کيدو په ساحه کي جوړ شوي څلو ر توربئنه لري او بريښنا  څخه يي د:کابل ښار په مختلفو ساحو  او صتعتي موسسا تو کي ورڅخه کار اخستل کيږئ دنعلو بند (١٠٤) متره جګوالي لري (٥٣٠) ميلونو متره مکعبو دذخيره کولو ظر فيت لري څنګه چي دعه بند دزياتو او بو دخيره کولو ظرفيت لري دسروبي او ننګرهار دبريښنا بندو نو او په اينده کي که نو ر بندونه جوړ شي ډيرهزياته ګټه ورڅخه اخستل کيږئ
    دماهي پر دبريښنا بند او دستګاه دالمانيانو لخو ا په (١٣٤٥) ه ش کال (٦٠٠٠٠) کيلو واټو په ظرفيت پيل وکړ دغه دستګاه موسمي دستګاه ده په ژمي کي ددي توربينونه کارکوي مګر په اوړي کي يو توربين دوامداره فعاليت کولي شي چي (٢٢٠٠٠) کيلوواټه برق توليدو ي دننګرهاردکانال دپروژي دبريښنا فعاليت داوسني انجينرانو په فعاليت پيل وکړ دعه بند (٢٢ ) متره جيګ او (١٤٠ ) متره او ږدوالي لري الي هدف ( ١٥٠٠٠) جريبه ځمکي خړوبوي چي دهغي تر څنګ ددريو توربينونو پواسطه (١١٠٠٠) کيلو واټه برق هم توليدو چي ددي بريښنا څخه دجلاباد ښآر داوکانال داوبو پمپونه دزينونو په فابريکه او دعازي ابآد فارم په مالټه خانه او مالداريو کي ورڅخه کټه اخستل کيده مګر اوسني توليدي ظرفيت يي (٨٠٠٠)کيلوواټوته راټيټ شوي دي او دبله طرفه دبله طرفه دبند دذخيره کولو ظرفيت يي درسوب پوسطه (   %٧٠    ) له منځه تللي ده په همدي شان دکابل دسيند لپاسه دغازي بند او قرغي بند ديادولو وړ دي چي د کرنيزو ځمکو دخړوبولو لپاره جوړ شوي دي دعازي بند (٣٠٠٠) جريبه ځمکه او دقرعي بند دبآعــــــــــــــــــــي بآلا دبآدام بـــــــــــــاع څخه علاوه خړوبوي
    دغزني دسيند اقتصادي اهميت
    دغزني په سيند داوبوګرځولو بندو نه دکرنيز فعاليت پراختيا لپاره جوړ شوي چي دسلطان بند او دسروبي بند او خروار بندو نو په نو م يادږي دسلطآن بند دغزنو ي سطان محود په وخت کي د(٥٠) مترو په جيګوالي او (٣٠٠) په اوږدولي جور شو علاوالدين عوړي جهان سوز په وخت کي ويجاړ شو (٨) پيړي ويجاړ پروت وه دامير حبيب الله خان په وخت کي دانګليسي انحينرانو لخوا جو ړ شو د(١٩) متر و مکعبو اوبو دذخيره کولوظرفيت لري دخواجه عمري دولسوالي او دغزني دمرکز (٥٠٠٠) جريبه ځمکهخروبوي
    دسروبي بند (١٣٤٨) ه ش کال جوړ او (٢٠٠)ميلونه متره مکعبه او بو دذخيره کولو ظرفيت لري ددي اوبو پوسطه (٨٥٠٠٠)جريبه ځمکه او (١٩) دسروبوي بند دغزني په کرنيز اقتصاد ستر رول څرګند کړي دي
    دخروار بند (١٩) مترو مکعبو او بو په ذخير ه کولو ظرفيت لري او (٣٠) متره لوړوالي لري او (٢٠٠٠٠) جريبه ځمکه خړوبوي
    دهلمند او ارعنداب اقتصادي اهميت
    لکه څنګه چي دکابل سيند دخپلي بهيدني په لاره کي دکرني او بريښنا دتوليد لپاره زيات اهميت لري په همداشان دهلمند سيند هم په خپل چاپيريال کي او هم جنو ب عرب ولايتونوته دکرنيزي ځمکي ا و دبريښنا په توليد کي زيات اهميت لري چي دملي اقتصاد په عښتلي کولو کي ستر رولو لوبوي دهلمند دسيند څخه دګټي اخستني پخاطرچي کومي پروژي دخړوبولو لپاره جوړ شوي دنادعلي پروژه مارجه ،شمالان ، درويشانه نهر سراج دپروژو څخه عبارت ده دنادعلي پروژه (٨٩٠٠) هکتاره ځمکه خړوبولو ظرفيت لري چي دنادعلي او دبآباجي دسيمو ځمکي خړوبو او دنهر او ويالي پوسطه يي دهلمند دسيند څخه يي او به اخستل شوي دمارجه پروژي څخه په(١٣٥٧) ه ش کال کي (٨١٠٠) هکتاره ځمکي دخړوبولو په ظرفيت کټه واخستل شو ه چي کانال  يي (١٩٢) کيلو متره او ږدوالي لري دشمالان دپروژي کانال (٦٥) کيلو متره  او ږدولي لري او د(١٢٧٠٠) هکتاره ځمکي دخړوبولو ظرفيت
    که چيري په دعه پروژي ته وسعت ورکړل شي نو د(١٤٦٠٠) هکتاره ځمکي دخړوبولو ظرفيت نو هغه پيداکوي ددرويشانو پروژه ديو کانا ل پواسطه (٢٠٣٠٠) هکتاره ځمکه خړوبوي دنهر السراج پروژي دلشګرګاه په ختيځ کي (١٩٢٠) ميلادي کال د(٢٤٥٠٠٠) هکتاره ځمکي په خړوبولو پيل وکړ مګر او سني ظرفيت يي دطبعي او ځني نورو وسايلو په اساس (٦٧٠٠) هکتاره ځمکي ته راټيټ شوي دي بآيد وويل شي چي دګرشګ په سيمه کي دفرعي دکانالونو پواسطه دهلمند له سيند څخه (١٠٠٠) هکتاره ځمکه خړوبيږي (٢٠) په همداشان دهلمند دسيند څخه دبريښنا دتوليد لپار ه دکجکي بند جوړ شوي چي دهلمند په سيند باند دبريښنا بند توليدي پروژه کڼل کيږئ او توليدي  ظرفيت  ( ٣٣٠٠٠) کيلو واټه ته رسيده او ټوله دکندهار دګرشک دښارونو په روښانولو او ځينو صنايعو کي په مصرف رسيږئ دګرشک دبريښنا بند او ارغنداب په سيند باند ي بريښنا بند هم ديادولو وړده چي دواړه يي د(١١٨٠٠) کيلو واټو بريښنا ظرفيت لري