
منم چې سختې زغمې، منم چې زما له سر او مال ساتنه کوې، منم چې خاوره دې لکه مور ګڼلې، منم چې اتل یې، منم چې خطر دې قبول کړی، منم چې کورنۍ، ځوانه مېرمن او تنکی ماشوم دې په کور پرېښی او ان په اختر او برات کې هم نه ورځې او په دې هم پوهېږم چې د دې هر څه زغمل سخت دي.
خو زما اتله! ځینې وختونه داسې غلطي وکړې چې بښنه یې ډېره سخته وي.
ګرانه! د سرتیري نوم همدا مانا لري چې سر یې له خاورې قربان دي، هرې سختې، تندې، ولږې او کړاوونو ته یې سینه ډال نیولې، دا هره ستونزه ورته هېڅ مانا نه لري، بس یوازې همدومره چې یا وطن، یا کفن.
زما اتله! پوهېږې چې څومره توطیې در پسې دي، پوهېږې شتون دې څوک نه شي زغملای او پوهېږې چې له دې ټولو ستونزو سره سره درته څومره امیدونه شته؟
زما سرتیریه! د دې خاورې نږدې ۳۵ میلیونه نفوس درته لاس په دعا دی، بریا دې غواړي، په اختر، برات او ان خپله خوښۍ کې یې ته سترګو ته نېغ ولاړ یې، لکه خپل اولاد دې داسې ګڼي، په ښو دې خوښ او په بدو دې خفه کېږي او ان دومره چې د خپل فېسبوکپاڼې د مخ تصویر ته یې ته غوره کړی یې، له دې لویه مینه، اهمیت او قدر په کوم ځای کې شته؟
خو اتله! ګیله درنه په دې ده چې ډېر په اسانه د یوې وړې خبرې په کولو سره هم ځان او هم خپل ټول ملګري په خطر کې اچوې. یوازې د همدې جملې ویل چې ((ایله راسره د جنګ لهپاره اووه ساژوره مرمۍ پاتې دي، وسله او تجهیزات نه رارسېږي او وږي یوو.)) بس په همدې خبرې، د ټول کنډک او ټولو سرتیرو مورال صفر ته راښکته کوې، په دې به هم پوهېږې چې له یوې روانې جګړې سره دې نږدې ۳۵۰زره ملګري مخ دي؟
پس خپله ولې خپل دښمن ته ځان ښايي چې راشه او ژوندی مې ونیسه.
زما سرتیریه! ستا روزنه د همدې لهپاره شوې چې څنګه جګړهییز تکتیک وکاروې، څنګه دښمن په یوه ساژور نابود کړې، څنګه په خېټه پورې تېږې وتړې او جګړه وکړې؟
زما اتله! په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي، ولږه، تنده او سخته هر څه په کې شته، خو لږ زغم او له خپلې تجربې کار واخله. که د جګړو له تاریخ خبر شې، ستا په څېر شاه زلمیانو په تشو لاسونو هېوادونه فتحه کړي.
یو شمېر په همدې پسې دي چې ستا دا غږ پورته کړي او خپل ځان وچلوي، خو دا ځل د دوی د دې پوښتنې په ځواب کې ورته ووایه چې ((یوه مرمۍ هم راسره وي، مېړانه به مې روانه وي، تسلیم به نه شم.)) مه پرېږده چې رازونه دې له خولې وباسي او خپلې پروژې پرې واخلي. بس اتله! همدومره وکړه، د دې روانې جګړې مخه خپله ډب کړه.
ګرانه لالیه! همدا چې تاته وایي، غږ دې پورته کوم، ستا تر ټولو لوی دښمن دی، همدا دې دښمن ته ښايي چې راشه او لاس تړلی یې بوځه، ځکه هېڅ ورسره نه شته.
له یاده مه باسه چې؛
که په میوند کې شهید نه شوې
خداېږو لالیه بېننګۍ ته دې ساتینه