
پاکستان له دې کبله په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار کړی چې ولې یې په بلوچستان کې د دوی له سلا پرته د بېپیلوته الوتکې برید کړی دی. د نوازشریف ځانګړې مرستیال طارق فاطمي امریکایي سفیر ډېوېډهېل ته ویلي، دا ډول بریدونه د پاکستان په خاوره د تیري په مانا دي او دا د ملګرو ملتونو د وضع شوي قوانینو خلاف عمل دی.
پاکستان په یوه داسې سیمه چې تر اوسه یې لا د ازادۍ لپاره غږ نه دی وچ شوی، تر اوسه یې د بېرته ګټلو لپاره مبارزه روانه ده، د فري بلوچستان لپاره لا بلوچ مبارزین د خپلې بریا شپې او ورځې شمېري، هره ورځ د همدې مبارزې په اوږدو کې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، کورونه یې ورانېږي او ان تر دومره وحشت لاندې نیول شوي چې نه ژوندي دي او نه هم په مړیو کې شمېرل کېږي، غږ پورته کوي چې ولې پرې برید شو.
خو دا ترهګره جغرافیه چې له تېرو نږدې څلور لسیزو په افغانستان کې د ترهګرۍ په تمویل او د ترهګرو په روزلو کې مستقیما لاس لري، په کور کې یې د ترهګرۍ اصلي منشا اسامه بن لادن ووژل شو، ملا عمر، ملا منصور او بلا نور ډېر لوی ترهګر هملته تر خاورو لاندې شول، پر کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورو یې ښکاره بریدونه وکړل، دلته یې عسکري جنرالان له خاورو ډکې خولې په ځمکه دننه شول، هیڅکله یې هم دا یو ښکاره تېری او د ملګرو ملتونو د وضع شویو قوانینو خلاف ورزي و نه بلله.
د پاکستان په نوم د ترهګرۍ جوړه شوې ایډیالوژي کله کله له پوندو سیاست کوي او د نړۍ په سترګو کې خاورې او شګې شیندي، نړۍ ته ښايي چې له ترهګرۍ سره اصلي مبارزین دوی دي، دوی په دې برخه کې قربانۍ ورکړي دي او لا هم ورسره په جګړه بوخت دي، خو نه پوهېږي چې نور نه نړۍ او نه هم د دوی خواخوږي د ګېدړې په سیاستونو تېر ایستلی شی. اوس نړۍ د مقابل احترام درشل ته تللې، له هغو کرکه لري چې نړۍ ته شر لېږدوي او هغه ځان ته نږدې کوي چې خیر یې نه یوازې خپل کور، بلکې نورو ته هم رسېږي.
نړیوال دې نور د دې ترهګرې جغرافیې خوله په سوک بنده کړي، نور دې وخت نه ورکوي چې په خپلو رذیلو سیاستونو نړۍ او سیمه ناامنه کړي. د هرې لویې بدبختۍ پایله او اخر که وسنجول شي، یا یې پلان په پاکستان کې جوړ وي او یا په کې مستقیما لاس لري. د داسې یوې ترهګرې ډلې زغمل نور له انسانیت او شرافت وتلې خبره ده. که امریکا په رښتیا هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او نړۍ دېته ژمنه وي چې ترهګر وځپي، د ډسمبر پېښه تکرار نه شي، د پاریس خلک بیا د ویر په ټغر راټول نه شي، تاج محل بیا په وینو رنګ نه شي، د بروکسل کوڅې بیا د غوښو بوی خپل نه کړي او د بریټانیا لوی ښارونه بیا هر ګړۍ د یوه برید انتظار و نه باسي، اړتیا نه شته چې د نورو کورونه ولټوي، پاکستان دې ټینګ کړي، د ټولې بدبختۍ مور همدا جغرافیه او د ترهګرۍ په زور رامنځته شوې ایډیالوژي ده.