
افغانستان هیڅ کله د انګریزانو مستعمره نه و: انګریزانو په اوږد مهاله ډول په افغانستان کی استعماری فوج نه درلود. افغانستان لکه نورو مستعمره هیوادونو د انګریزی صنعتی کمپنیو د صنعتی توکو د خرڅولو بازار او د اومه توکو د رانیولو هیواد نه و.
په هندوستان کی دانګریزانو د شته والی په اوږدو کی ، افغانستان د « بفرستت » یا حایلی سیمی په توګه حقوقی حالت درلود.
نوموړی حقوقی حالت افغانی سلاطینو ته په کورنیو چارو کی بشپړ صلاحیت ورپه برخه کړی وو. خو د دوی خپلواکی په بهرنیو اړیکو کی د ځینی محدودیتونو سره مخ وه : افغانی واکمنانو په خپلو اړیکو کی یوازی د هغه هیوادونو سره چې د انګریزانو سیاسی سیال ګڼل کیدل باید د هندوستان د ویسرا موافقه تر لاسه کړی وای . پرته د دغه محدودیت نه ، افغانی چارواکو د نورو هیوادونو سره په تجارتی او فرهنګی راکړه ورکړه کی د بشپړ واک نه برخمن وو.
د خپلواکی نه وروسته د افغانستان سیاسی او حقوقی دریز :
د افغان او انګلیس د خپلواکی دریمه جګړه د سیمی او افغانستان په معاصر تاریخ کی ځانګړی ځای لری. د افغانستان استقلال د انګریزانو په استعماری امپراتوری کی د یوه سیاسی زلزلی پیل ګڼل کیده.
پاچا امان الله د خپلواکی د بنسټ د ټینګیدو د پاره په دیپلوماتیک ، سیاسی ، حقوقی او ټولنیزو ساحاتو کی په یو لړ اقداماتو لاس پوری کړ :
۱ـ پاچا د دیپلوماسی په ساحه کی غوښتل چې خپلواک افغانستان نړیوالي ټولنی ته وروپیژنی. ده د دغه موخی د تحقق د پاره د ۱۹۲۱ م کال په پیل کی مختلفو اروپایی او آسیایی هیوادونو ته مسافرتونه وکړل. د هغه په ترڅ کی په لسګونو تړونونه په تجارتی ، اقتصادی ، فرهنګی او دیپلوماتیک ساحاتو کی د بهرنیو هیوادونو د چارواکو سره لاسلیک شول. د نوموړو تړونونو په بنسټ باندی د ګن شمیر هیوادونو نه مختلفی مرستی تر لاسه شوي. افغانستان نړیوالي ټولنې ته لار پیدا کړه او بالاخره د هیواد د استقلال دیپلوماتیک بنسټ ټینګ شو.
۲ـ په سیاسی ډګر کی پاچا پدی باندی پوهیده چې د خپلواکی د ساتلو اصلی ځواک ولس دی۔ ولس باید په یووالی سره د خپل برخه لیک په ټاکلو کی د لویی جرګی د لاری فعال نقش ولری.
د خپلواک افغانستان د مستقبل د جوړیدو د پاره لمړی لویه جرګه په ۱۹۲۳ م کال کی د ۱۳۰۰ کسانو په ګډون په جلال آباد ښار کی جوړه شوه. د جرګی د جوړیدو په درشل کی د خپلواکی د ګټلو څخه یوازی ۴ کاله تیریدل اوپاچا امان الله د مشروطه غوښتونکو د بهیر چې د محمود طرزی له خوآ یی لارښودنه کیدله د سمون غوښتونکو تلقیناتو تر سخت اغیز لاندی وو.
د جلال آباد د لویی جرګی د لاری په هیواد کی د افغانی قبیلوی دیموکراسی په اصولو باندی ټینګار وشو.
۳ـ د حقوقو په برخه کی بايد خپلواک افغانستان د ملی ژوند د اصولی تنظیم او ورسره په نړیواله کچې د پیژندنی د پاره په خپل قلمرو کی د حقوقی دولت ستنی ټینګی کړی وای. دغه مقصد د ۱۹۲۳ م کال د اساسی نظامنامی د تدوین په واسطه تر سره شو. نوموړی نظامنامي چې په واقعیت کی د اساسی قانون حیثیت درلود ، د لمړی ځل د پاره په هیواد کی د پارلمانی نظام ډبره کیښوده.
په اساسی نظامنامه کی د « دولت شورآ » په نوم یوه جرګه په پام کي نيول شوی وه ، چې د حکومت او ولس استازی په کی راټول وو. جرګي مشورتی واک درلود. خو کله کله د نظامنامو ( قوانینو ) په تدوینولو کی ئي هم رول لوبوه. د « دولت شورآ » نږدی ۱۲ نظامنامی تصویب کړي.
که څه هم د « دولت شورآ » د یو مدرن پارلمان په شان حکومت ته د باور د رایی د ورکولواو د اجرائیوی خواک د څارنی دودیز واکونه نه درلودل ، خو د کوم ځایه چې هغه د ملی ژوند د تنظیم د پاره لمړی حقوقی جوړښت جوړوه ، کولای شو هغه د پارلمانی نظام د بنسټ لمړی ډبره وبولو.
اساسی قانون ، پارلمانی نظام او مشروطه سلطنت د خپلواکو هیوادونو حقوقی څرګندونی ګڼل کیدلی. افغانستان د یو حقوقی دولت په درلودلو سره د مستقلو هیوادونو په لیک کی ځای ونیو.
په هغه وخت کی چې افغانستان د خپل اساسی قانون په تدوین لاس پوری کړی وو ، د نړی په کچې په بیرته پاتی هیوادونو کی ، لږ هیوادونه د اساسی قانون او حقوقی دولت سره آشنا وو.
۴ـ په ټولنیز ساحه کی پاچا امان الله وروسته د اروپا د مسافرت نه د اروپا د خپلواکو هیوادونو په تقلید په ۱۹۲۸ م کال کي د یو لړ ټولنیزو اصلاحاتو په پلی کولو کی لاس پوری کړ. سمون غوښتونکی ډله چې دپاچا په شاوخوآ کی د نفوذ خاونده وه ، پدی نظر وه چې ټولنیز سمونوالی د خپلواکی طبعی رکن دی.
هغه افراطی بدلونونه چې د ۱۹۲۸ م کال د پغمان په لویه جرګه کی د اساسی قانون په متن کی ځای ونیوه په څرګند ډول په ډاګه کړه چې نوی نظام د خلکو د روحیی سره سمون نه درلود.
په ۱۹۲۹ م کال کی د حبیب اله اغتشاش په ډاګه کړه چې د مشروطیت او د قانون واکمنی اصول دومره ټینګ شوی نه وو چې د دولتی نظام د ړنګیدو مخه ونیسی.
افغانستان د خپلو بچیانو د میړانی په برکت د خپلواکو هیوادونو په جرګه کی ځای ونیو. اما وروسته د استقلال نه هیواد ته زیادتره د شمال لخوآ ګواښونه د بهرنیو یا کورنیو دښمنانو له خوا متوجه وو۔ د شورویانو یرغل افغانستان د خپلواکی نه بی برخي کړ. د بینان سوان د سولی پلان هیواد ناورین ته راکش کړ. نن د افغانستان د شمال د تجزیی خبره د یو رذيل امریکایی له خولی نه اوریدل کیږی.
په دغه ټولو مواردو کی د افغانستان شمال د عامل په حیث رول لوبولی او جنوب د هغه په وړاندی غبرګون ښودلی. دواړه یعنی عمل او عکس العمل د ګاونډيو هیوادونو د لاسوهنی لامل شوی او ناورین دوام موندلی دی.