خفګان په هکله لنډ طبي معلومات

  د روانی ستونزو څخه چی په خلکو کی ډیر عمومیت لری یو هم خفګان (Depression) دی چی د هري ټولني 30 سلنه یا هم تر دې زیات خلک له دې ستونزي څخه کړیږي.

د خفګان د پیدا کیدلو علتونه (اسباب):
ځینی فکتورونه په خلکو کی د خفګان د پیدا کیدلو سبب کیږی چی عبارت دی له:

(اول) ارثیت: په ډیرو خلکو کي د خفګان د پیدا کیدلو علت ارثیت وی یعنی هغه والدین چی په خپل ژوند کی د خفګان سره لاس او ګریوان وی، ممکن د هغوی اولادونه او یا لمسیان هم د ژوند په اوږدو کی د خفګان سره مخ سی.
(دوهم) ټولنیزی او کورنۍ ستونزي: هغه اشخاص چي په ټولنه کي د ځیني محرومیتونو او یا نورو ستونزو لکه بی کاری، طلاق، د خپلی کورنۍ د کوم غړي یا نیژدې ملګري مرګ او داسی نورو پیښو سره مخ سی.
(دریم) هغه کسان چی د ماشومتوب په دوران کی د ځینو ستونزو سره مخ سوی وی لکه خرابه تغذیه، جنسی تعرض او داسی نور کیدای سی د ژوند په دوران د خفګان سره مخ سی.

یوې خبري ته ستاسی پاملرنه را اړوم چی:
د غم (Grief) او خفګان (Depression) تر منځ توپیر دا دی چی کله یو شخص د یوې طبعي پیښی په وړاندی غم لری مثلاً د کورنۍ د یو غړي یا نیژدې ملګری مرګ ددي سبب کیږی چي شخص ته غم پیدا سی خو دا شخص د نورو خلکو سره خوا خوږي لری، او خپل ځان په ټولنه کي بې ارزښته نه ګڼي خو کوم اشخاص چی په خفګان مبتلا وی هغوی ته خپل ژوند ارزښت نلری، خپل ځان ملامت، ګناه کار او بی عزته ګڼي.

د خفګان (Depression) اعراض او علایم (د ناروغ شکایتونه):
کوم کسان چي د خفګان سره لاس او ګریوان وي په هغوی کی لاندي شکایتونه موجود وي.

(اول) خفه اشخاص د ژوند په چارو کي بې علاقې وی او خپلي دندي ته کافی پاملرنه نه کوي.
(دوهم) خفه اشخاص تل منفی فکرونه کوی او په ټولنه کي ځان بی ارزښته او ګناه کار ګڼی.
(دریم) تل د جسمی او روحی ستړیا احساس لري.
(څلورم) د خفه اشخاصو خوب بی نظمه وی یعني یا ډیر لږ خوب کوي یا هم ډیر زیات خوب لري.
(پنځم) خفه اشخاص د فکري تمرکز ګډوډی لري یعني د یوې موضوع په هکله په دقیق فکر او تصمیم نیولو کی ستونزی لری.
(شپږم) خفه اشخاص د وجود د وزن د زیاتوالي یا کموالی سره مخ وي.
(اووم) ژوند ته د خاتمې ورکولو فکرونه لري.

د خفګان درملنه:

کوم اشخاص چي خفګان لري هغوی درملني ته اړتیا لری او ددې تر څنګ یې باید د ژوند په چارو کی د کورنۍ د غړو او د ټولني د اشخاصو لخوا ورته پوره ډاډګیرنه ورکول سی.

درملنه: نظر ډاکټر د ناروغ عمومی وضعیت په کتلو سره تصمیم نیسی چي څه ډول درمل په کومه اندازه او څومره موده ورته توصیه کړي.

د ناروغ سره سلوکي چلند: د خفه شخص سره باید په کورنۍ او ټولني کی د نورو خلکو لخوا ښه چلند وسی ځکه دا کړنه د ناروغ پر رواني حالت باندی ډیر مثبت تاثر لری. او د خفګان په لمنځه وړلو کی ډیر لوی رول لري.