په کویټه کې شوي برید، د پاکستان  اهداف!

 
پاکستان تل هڅه کړې ده، چې خپل اهداف د جنګ، وژلو او نا امنیو له لارې تر لاسه کړي، هر کله چې پاکستان له کومې خوا نه د ګواښ احساس وکړي، بیا هماغه سیمه  ناارامه کوي او هغه ګواښ له منځه وړي. ، ښه مثال یی د افغانستان، هند او ایران سره اړیکې دي. د پاکستان  دا پالیسۍ نه یوازی د ګاونډیو لپاره بلکې دخپلو کورنیو موخو لپاره چمتو کړې ده.
، په سوات، خیبر پښتونخوا، بلوچستان، وزیرستان او کراچۍ کې ددي لپاره، چې د خپلو سیاسۍ مخالیفینو او یا ازادۍ غوښتونکو ځپل قانوني کړي خونړي بریدونه تنظیموي ،  او دعملیاتو په پلمه خپلې موخې تر لاسه کوي.
په کویټه کې برید د دوو موخو  لپاره پلان شوي.
اول: پوځ ته لاره هواره ول، چې  د عملیاتو په  پلمه  هغهفعال بلوچان په نښه کړي،  چې د ازادی لپاره هڅۍ کوي ځکه چې کله هم چې په سېمه ییزه او نړيواله کچه د بلوچستان موضوع راپورته شي نو پاکستان  په خپل ټول قوت دا سیمه نا امنه کوي ، چې پوځ ته د عملیاتو پلمه په لاس ورشي. او په دغه سیمه کې خپل سیاسۍ مخالفین یا بندیان او یا له منځه یوسي. پدي ورستیوکې بلوچ ازادۍ غوښتونکو په نړیواله کچه  خپل  بحثونه زیات کړي  د مثال په ډول د جون په میاشت کې د جرمني پارلمان د بلوچستان په موضوع بحث وکړ او په دغه ایالت کې د پاکستاني پوځیانو او استخباراتو لخوا د بلوچو وژل وغندل شول او پر پاکستان نیوکه وشوه چې په دغه سیمه کې د بشر حقوقو ته  درناوی نه کیږي، همدارنګه په اروپايي هيوادونو کې د بلوچستان د ازادۍ لپاره غږ پورته شو او د بلوچستان د خپلواکۍ او دلته د پاکستاني پوځ او استخباراتو لخوا د بې ګناه بلوڅانو وژلو په غبرګون کې لاريونونه وشول نو ځکه د پاکستان حکومت یو ځل بیا وارخطا شو او د سیاسي مخالفینو د ځپلو لپاره یی دا حمله پلان کړه، د همدي حملۍ څخه یوه ورځ وروسته د پاکستان لوی درستیز له اي ایس اي څخه وغوښتل چې په بلوچستان کې ځانګړي عملیات وکړي، د پاکستان د پوځ مشر وویل چې ترهګر په خیبر پښتونخوا کې د ځپلو وروسته کوټی ته راغلي او غواړي چې کویټه نا امنه کړي نو ځکه د دوي په مقابل کې عملیات اړین دي.
دوهم: د چابهار بندر فعالیدل
د چاپهار بندر د افتتاح سره سم په بلوچستان کې څو داسې امنیتي پیښې رامنځ ته شوي چې اکثره کارپوهانو يي پړه پر پاکستاني استخباراتو واچوله د مثال په ډول، د دي لپاره چې د پاکستان حکومت خلکو او نړیوالو ته داسې وښایی چې د نا امنې خواته روان دي نو د مارچ په میاشت کې یی اعلان وکړ چې حکومت یو هندي جاسوس چې د بلوچستان د نا امنه کولو پخاطر ګومارل شوي وو نیولي دي، وروسته معلومه شوه چې دا هندي تبعه د ایران د چابهار له سیمې تښتول شوی وو او بیا پر پاکستاني استخباراتو پلورل شوی دي، پدی ورستیو کې داسي راپورونه هم تر لاسه شوي دي چې پاکستان کوشش کوي، چې  د کویټی شورا وزیرستان ته انتقال کړي، هلته یی د حقاني د شبکې سره یو ځای کړي او بلوچستان ته داعش وسلوال راولي ، چې له یوه اړخه  ایران وګواښي او له بله پلوه د شیعیه او سني ترمنځ جګړه رامنځته کړي. دا ځکه چې د پاکستان لومړی هڅه دا وه، چې په افغانستان کې  داعش په یو سیمه ییز قوت تبدیل کړی او له دي لاری ایران تهدید او افغانستان تر خپل  اغیز لاندي راولي  خو دا هڅه د ایران لخوا د طالبانو په مټ ناکامه شوه. نو په دی ډول پاکستان په خپل ټول قوت هڅه کوي چې د چابهار بندر چې د هندوستان او افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت او د پاکستان لپاره ستراتیژیک خطر لري نا امنه کړي تر څو پدغه لاره د دري واړو هیوادونو تر منځ تجارت او کاروبار له خنډ سره مخ کړي او له یو خوا د افغانستان اقتصاد خپل هیواد پوري تړلی وساتي او له بلې خوا په افغانستان کې  د هندوستان د نفوذ مخه ونیسي.
د کویټی په برید کې اکثر وژل شوي قاضیان په بلوچستان کې د بلوچو ملتپالو  له محاکمې سره مخالف و، اوس به پاکستان هڅه وکړي چې داسې قاضیان وګوماري چې د هغوی د لاری بلوچ ملتپالي د محاکمو له لاری اعدام او یا په ابدي حبس محکوم کړي ، چې  د نړیوالو له فشار خلاص وي او هم یی خپل مخالیفین له منځه  وړي وي ځکه پاکستان ورته لوبه په خیبر پښتونخوا کې تجربه کړه، کله چې هلته پر پوځي مکتب باندي برید وشو نو د محاکمو استقلالیت یی له منځ ویوړ او د يوځی محاکمو له لاري یی خپل  سر سخته مخالفین اعدام کړل .