
د MI-17 ډوله هلیکوپتر روسیی جوړه کړي ده، چې د لومړي ځل لپاره یی په ۱۹۷۵ز کې یې الوتنه پیل کړې ده، دا هلیکوپتر په ساعت کې ۲۵۰کلیومتره فاصله وهلي شی، د سمندر له سطحی نه ۶۰۰۰متره لوړه الوتنه کولای شي د پرواز اندازه یي ۴۹۶کیلومتره ده.
یواځی د هلیکوپتر وزن ۷۱۰۰کیلو ګرامه دي، د دوه پیلوتانو یو انجنیر او ۳۶مسافرو د لیږد قابلیت لري، د جګیدو پر مهال تر ۱۴۰۰۰کیلوګرامه وزن پورته کولای شی.
داسي ادعا کیږي چې دا هلیکوپتر د میرام شاه څخه ازبکستان ته د ترمیم لپاره روانه وه چې د تخنیکي خرابوالي له کبله اړ شوه چې په ازره (لوګر) کې بیړني ناسته وکړي، څو مسایل دي چې د دي ادعا په اړه شکونه پیدا کوي.
۱- میرام شاه څخه تاجکستان ته هوایی لاره تقریبآ ۸۰۰کیلومتره ده حال دا چې دا هلیکوپتر په یوه پرواز کې یواځی ۴۹۶کلیومتره سفر کولای شي
۲- د هوایی چلند د طرزالعمل له مخی بیړنۍ ناسته باید په نسبتآ بهتر ځای کې وشي، چې سپرلیو ته فزیکي او محیطی زیان ونه رسیږی، په ډیرو بدو شرایطو کې چې پیلوت نور د طیاری کنترول له لاسه ورکولو په حالت کې وي د ناستي ځای به نظر کې نه نیول کیږی، اوس که دا هلیکوپتر په خورا بد حالت کې ناسته کړي وي نو څنګه ټول سپاره په کې رک روغ پاتي شول که چیري پیلوت په هلیکوپتر کنترول درلود نو ولي یی د ازری غوندي نا امنه ځاي انتخابوه، ځکه چې همدا هلیکوپتر، چې له میرامشاه نه پرواز کړي په خوست او ګردیز تیره شوي چې په دواړو ولایاتو کې امن ځایونه شته او همدارنګه پاړا چنار هم په ګاونډ کې پروت دي شونې وه،چې نسبتا خوندي ځای انتخاب کړي.
۳- داسي ویل کیږي چې همدي هلیکوپتر د ۱۲۰۰مترو په لوړوالې پرواز کاوه، چې دا خپله یو سوال دي چې څنګه پداسي نا امنه سیمه پدي اندازه ټیټه الوتنه کوي، حال دا چې هدف دي هم په سوونو کیلومتره لري دي.
۴- که هلیکوپتر ریشتیا هم ترمیم لپاره وړل کیده، نو ولې پکی ۷لوړ پوړي پوځی چارواکې ناست وه، ځکه اول خو دا چې دومره اوږد سفر څوک په هلیکوپتر کې نه کوي که ددي پوځیانو تګ لازمی وه کولای شوه چې په بله مسافر وړونکې طیاره کې ازبکستان ته ورغلي وو، د دي پوځیانو شتون په غیر نورمال هلیکوپتر کې د ۸۰۰کیلومتره واټن وهلو لپاره خپله سوال دي.
۵- وروستي معلومات ښایی چي هلیکوپتر په داسی ډول له منځه وړل شوی چې حتی اثار یی هم نه ښکاري، د ناستی نه وروسته د هلیکوپتر له منځه وړل هم بی له څه نه دي.
په اخره کې دولت پداسی حالت کې مجبور دي چې د خلکو دارامتیا اود وضعیت د کنترول دضعف د پټولو لپاره ووایی، چې له مونږ یی اجازه اخستی، ولی د کاسی لاندي نیم کاسه شته، تاسي مطمین اوسی چي په میاشت کې په لسهاوو داسي بی نومه، بی ادرسه پروازونه د مخالفیونو تجهیز لپاره افغانستان ته کیږی.