د ځوانانو دورځې په مناسبت ځوانانو ته زما پيغام 

  نن داګست دوهمه د ځوانانو نړیواله ورځ ده،  د دې ورځې په مناسبت دهېواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وایم!  
زموږ دهېواد ټولنیز او سیاسي حالت په نازک مزي تړل شوی او افغانستان د نړیوالو د جنګ او سیاسي لوبو په پېچلیو او ګواښونکو څپو کې راګیر دی.
د افغانستان ژغورل د ځوان نسل کلکې ارادې، لوړې سیاسي علمي ایدیالوژی او د وطن پر وړاندې پاکو احساساتو، علمي او عملي طرحو اندونو، او دځوان نسل ترمنځ ملي یوالي او همغږی ته اړتیا لري
دځوان نسل دعقلانیت او شعور په مټ باید هغه ځوان چې د پردیو په خوله خپل هېواد ورانوي او د پردیو دګټو لپاره د خپل هېواد ګټې ګواښي هغوی باید د متشددې مبارز نه لاس په سر او په نویو علملي سیاسي اقتصادي لارو چارو سره په هېواد کې دهوساینې او پرمختګ لپاره د مبارزې له کاروان سره ملګري شي او په خپلو علمي او عملي تګلارو، عقلانیت او لوړ شعور دوینې بهونې مخه ونیسي او په په ګ‌‌‌‌‌‌ډه سره په هېواد کې دهغو ځوانانو په ذهن کار وکړي او هغوی د پردي استعمار نه خلاص او آزاد کړي کوم چې دپرديو ښکېلاګرو او وینه بهونکو په اشاره، مرسته، او مفکوره د بې ګناه افغان کهول وینه بهوي. وینه بهونکي او په تشدد کې ښکېل ځوان نسل باید وهڅوي تر څو د سپېڅلې مبارزې لار عقلانیت علم او پوهه وګڼي، او د داسې مبارزې لار خپله کړي چې د وینې بهونه پکې کفر وګڼل شي دوی باید د داسې مبارزې له کاروان سره ملګري کړي چې د ولس او هېواد ګټه پکې له هېڅ رنګه زیان سره نه وي مخ.
د هېواد ژغورنې لپاره باید ځوان نسل د وچ تشدد او بې ځایه احساساتو نه ‌‌‌‌‌‌را وګرځول شي. تیت پرک، زړه نازړه، بې ارادې، خپل ګټ پالي، اړ په سلیقوي اختلافونو ککړ ځوانان باید په هېواد مئنو او ملي ګټو ته ژمنو ځوانانو کې ور دننه، یو بل ته نیږدې، او منسجم شي او نور دپردیو ښکېلاک ګرو له خوا د خپل ولس پر وړاندې ونه کارول شي.
ځوانان مو بايد د ځوان فکر پرمخ پرمختګ ته ژمن شي او د پرمختګ لپاره هڅې وكړي او غوره اندونه وړاندې کړي تر څو هېواد بدبختۍ له سیلیو وژغوري . دولت ته په کار ده ترڅو دځوان نسل روښانه فکرونه او غوره اندونه وستایي، ترڅو ځوانان وهڅول شي چې د مثبت بدلون لپاره عملي او نظري ګامونه لا ګړندي کړي•
ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري هغه کارونه چې ځوانه انرژي یې کولی شي نور یې دکولو نه ناتوانه دي. په کومو ټولنو کې چې ځوانانو خپل مسئولیتونه پېژندلي هغه ټولنې پرمخ تللې او سمسورې دي.
لوستي ځوانان د ټولنې ژبه لاس او پښې دي او کولای شي په ټولنه کې یووالی او اتحاد رامنځ ته کړي په خپلو سیمو کې ځوانان په یوه واحده تګلاره منظم او دهېواد دملي ارزښتونو دساتلو و لاسته راوړلو لپاره یې مبارزې ته اړ کړي او پرېنږدي ترڅو ځوانان دپردبو موخو لپاره تر دې زیاتې قربانۍ ورکړي او دپردیو دموخو او شخصي ګټو لپاره ملي ګټې زیانمنې او وګواښي.
ځوانه انرژي تر بل هرچا زیات مسئولیت په غاړه لري ترڅو دپردیو شومو دسیسو په مخ نیوي او همدارنګه په هېواد کې دننه ځينې پلورل شوو او پردیو په واک کې شریکو مشرانو د شومو او هیواد صد پلانونو مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړي او په خپلو مبارزو دهغوی دکړنو سره په مخالفتونو او مدني حرکتونو دهغوی رېښې له نظام ورکې او یایې هم کمزورې او ناتوانه کړي.
لکه څنګه چې په افغانستان کې دځينو خود غرضه او خپلو ګټو پالونکو مشرانو ځوانانو ته ددې فرصت نه دی ورکړی ترڅو خپلې مثبتې نظریې او اندونه دهېواد او ولس دژغورلو لپاره وکاروي دوی ځوانان انحصار کړي او دخپلو موخو دلاسته راوړلو لپار یې کارولي او دځوانانو له تازه او نوښتګرو استعدادونو څخه دځان په ګټه منفي استفادې کړې.
دغه کسان تل په ټولنه کې دهغو ځوانانو په لټه کې وي چې ددوی دقدرت دساتلو لپاره دلږو او ناڅیزه امتیاز په بدل کې کار وکړي او دخپل واک ددوام لپاره یې په سیاسي،. ‌‌‌‌‌‌ډګر کې وکاروي.
ځوانه مستعده طبقه باید دخپل تفکرڅخه کار واخلي او هېڅکله د خود غرضو دګټو په دام کې ونه نښلي.


دهوسا سرلوړي خپلواک او آباد افغانستان په هیله
بریاوې مو په برخه