سوله او په وړاندې یې اصلي خنډونه

    کلونه کیږي چې افغان ملي امنيتي ځواکونه د قاچاقبر وزیر،  وکیل ، والي ،قومندان او..... داقتدار دساتلو لپاره قربانیږي زموږ ملي امنیتي ځواکونه د رشتخورو دچاغېدو لپاره مري  زموږ ملي امنیتي ځواکونه كلونه کلونه کیږي پر خلکو دجنګسالارانو د تپلو لپاره خپل سرونه نذرانه کوي او دبدن غړي له لاسه ورکوي  د ا ټول دڅه په خاطر ؟؟ آيا دهمدې په خاطر چې په ځورېدلو، افغانانو د بشر دحقوقو اصلي دښمنان ، غله ، رشوتخواره ، او قاچاقبران  تل مسلط وساتي؟ هو ! تر هغه وخته چې په نظام کې د ننه فاسد چارواکي یا اصلاح نشي یاهم له نظام نه بېرون ونه شړل شي افغان امنیتي ځواکونه به دفاسدو چارواکو دجنګ دمافیا ،او دسولې د دښمنانو د اقتدار ساتلو او ددوی دبقا لپاره په جنګ بوخت وي او ځان به قربانوي  اوس مهال دافغانستان دولتي دستګا دیوې فاسدې معدې په څېر ده ترهغې چې اساسي علاج یې ونشي هره سالمه غذا چې دې فاسدې معدې ته دننه ورشي خرابیږي او فاسېدیږي به  دا هم سمه ده چې دنویو څېرو په ورتګ به یو څه سلیقوي تغیر راځي خو هومره نه لکه ضرور چې دی  ترهغې چې غله ، دسولې سره په ټکر کې څېرې ، یا په بله اصطلاح جنګي کارباري مافیا په دولتي سیستم کې دننه وي ترهغې به افغان ځواکونه دهېواد ساتنې په نوم  ددوی دشومو موخو لپاره قرباني ورکوي   حل لاره یې څه ده؟؟ _____________   په دې ټول پوهیږو څومره چې افغان دولت دکرزي په دولت کې جوړو شوو داخلي حکومتونو لکه په بلخ کې د عطا محمد نور محلي حكومت ، په هرات کې د اسماعیل خان واک او راج  ، په بامیانو کې د محقق او خلیلي ملېشې  او په کابل کې د یو شمېر پخوانیو جهادي قومندانانو زورواکي غاصبین او ټوپکمار او........خپل سرو او محلي حکومتونو فلج کړی په هغې اندازه طالبانو او نورو وسلوالو مخالیفینو نه دی فلج کړی  تر هغه مو چې په دولتي سیستم کې دننه مافیا واکمن وي سوله نشي ټينګېدلای  ځکه زموږ  د واک انحصار دداسې چاپه لاس کې دی ، چې دجګړې له دوام څخه تغذیه کیږي اوترڅنګ یې زموږ ګاون‌‌‌‌‌‌‌ډي هیوادونه هم نه غواړي چې د دوی  دجنګ زور آزموينې،  او وسلې ازموینې ، میدان دې په یوه با ثباته او پرمخ تللی افغانستان بدل شي دغه ګاون‌‌‌‌‌‌ډيان زموږ په سرکار داسې سواره ي چې سرکار مو هرې خواته کش کوي په هغې لار یې بیایي او خپله جګړه دهمدغو انحصارګرو په مټ په مخ بیایي    ترهغه چې دا انحصارګر او ورانکاره کادرونه د دولت  دمهمو سکتورونو نه ونه شړل شي او پرځای یې علمي سوله خوښي کادرونه رامخ ته نشي  ترهغې به افغانستان دسولې مخ ونه ګوري     نو دې ته په کتو باید دطالبانو ترڅنګ دننه په دولت کې دسولې مخالفې کړی سولې ته وهڅول شي او که دغه کړی بیا په سوله کې ترشخصي ګټو خپل زیان ‌‌‌‌‌‌ډير ویني باید ددولت له چوکاټ نه وایستل شي او دهغوی خپل سرې ملېشې یې بې وسلې کړی شي    که دا کار ونشي سوله ددوی په شتون کې ناشونې ده او ددوی په شتون کې به دسولې پروسه او دسولې لپاره هڅې تل د ناکامی سره مخ او ترڅنګ به یې افغان دولت هم خپل مشروعیت او موثریت له لاسه ورکوي  او لکه څنګه مو چې مخکې هم څو ځلې یادونه وکړه افغان ملي ځواکونه به دتېر په څېر بیاهم ددوی دشومو موخو د پوره کېدو لپاره په نا تمام جنګ کې ښکېل او قربانیږي به   دې قربانیو ته په کتو افغان ولسمشر اشرف غني باید د امریکا په همکاری  په نظام کې دننه د نظام مخالفې کړی کمزورې کړي او یایې هم له نظام نه وشړي او ترڅنګ یې د دولت دمخالفو ‌‌‌‌‌‌ډلو لکه طالبان او حزب اسلامي سره دسولې خبرې او هڅې چټکې کړي   په طالبانو باید د سیاسي فشار ترڅنګ نظامي فشارونه زیات او په مناسبو شرایطو باید مذاکراتو ته اړ کړل شي  دمعتدلو سیاسي مخالفو ‌‌‌‌‌‌‌ډلو سره باید داکړکېچ دمذارکراتو له لارې حل او افراطي ‌‌‌‌‌‌ډلې لکه داعش دنظامي لارې سخت وځپل شي او معتدله ‌‌‌‌‌‌‌ډله طالبان باید وهڅول شي تر څو د افراطي ‌‌‌‌‌‌ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي  په افغانستان کې باید ترهرڅې مخکې جنګي حالت پای ته ورسول شي په افغانستان کې سوله او ثبات دهر افغان په ګټه دی اوهمدارنګه د سیمي دهیوادونو په ګټه    افغانستان باید تل د خپل ښه جفرافیایي موقعت قرباني نشي نړیوال او باالخصوص دسیمې هیوادونه افغانستان ته فرصت ورکړي ترڅو دا هیواد دسیمې دثبات مهم عنصر وګرځي  ځکه افغانستان دښه جغرافیایي موقعت او د اوبو د ښو زېرمو ترڅنګ ګټور معدنونه لري چې دسیمې دهېوادونو په هوساینې او پرمختګ کې ترې کار اخیستل کېدای شي    همدارنګه دا هیواد دمرکزي او جنوبي آسیا دفارس خلیج او چین ترمنځ د راکړې ورکړې مهم پل هم دی  نو له همدې خاطره یو با ثباته افغانستان دټولې سیمې دثبات او یو بې ثباته افغانستان دټولې سیمې د بې ثباتۍ سبب کېدای شي    تر دې دمه په افغانستان کې د بې ثباتۍ اصلي طراحان او دنا ارامی جوړونکي دسیمې هیوادونه او  په تېره بیا ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هیوادونه دي چې چې دوی او تر څنګ یې نړیوالو تل دځان دبقا په خاطر او پلمه افغانستان ته را دانګلي  او دلته یې دخپل منځي رقابتونو اور بل کړی نو دې ته په کتو یوازې نړیوال او په تېره بیا ګاون‌‌‌‌‌‌ډي او دسیمې هیوادونه کولای شي داپه خپلو لاسو بل کړی اور مړ کړي  که دا اور دوی په خپله مړ نه کړي نو لرې نه ده چې دا اور به ددوی ترلمنې هم ځان رسوي ځکه نا قرار افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعت په لرلو سره د سیمې او په تېره دګاون‌‌‌‌‌‌ډيو هیوادونو  دناقراری سبب کېدای شي افغانستان دسیمې په ثبات او سوکالۍ کې مهم رول لري  نو هغه هېواد چې د سیمې دآرامۍ سبب کېدای شي نو دسیمې د نا آرامۍ او عدم استقرار سبب هم کېدای شي   د یوه با ثباته افغانستان په هیله