عبدالروف ابراهیمي څوک دی ؟!/ (دویمه برخه)

 
غصب او عایدتي سرچینې:
 
۱.د وریجو او غنمو منډیي (۱۳) جریبه دولتي او شخصي ځمکه چې تقریبآ د (۱۰۰۰) دکانونو او هټیو درلودونکې ده، هر دکان درلودنکئ د ښاروالۍ او نور دولتي محصول پرته د میاشتۍ (۲۵۰۰) افغانې د اجاری په توګه د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو دفتر ته سپارل کیږي.
۲. د حیواناتو منډي چې د سپین شرکت اړوند دولتي ځمکه ده د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو ټولنې د دفتر له خوا په اجاره ورکول کیږي.
۳.د سپین زر شرکت سلګونه جریبه ځمکه په خلکو توزیع او په بدل کې یی پیسې ترلاسه کوي همدارنګه سلګونه جریبه ځمکه د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو ټولنې د دفتر د باغ او زراعتي ځمکې په توګه کارول کیږي.
۴.د حلقه کول او بته کشان دولتي او شخصي پراخه ملکیتونه چې د آمو سیند پر غاړه پرته ده، د ولسوالې د امنیې قومندان او یو لړ نورو غیر مسولو قومندانانو له لورې نیول کیږي او خرڅیږي، د یادونې وړ ده چې په دغه ځمکو کې کابل میشتي ډیرې سیاستوال په سلګونو جریبه ځمکې لري چې یوه بیلګه یی د مرحوم استاد رباني ځمکه ده چې د وخت د ولسوال ښاغلي جمعه خان باوري چې مرحوم رباني بچه خان باله په لاس نیول شوئ او دوي ته سپارل شوئ ده.
 
۵. د بزکشئ شخصي لوبغالې چې  د امام صیب د ښار په زړه کې تر (۵۰) جریبو ځمکه رانغاړلئ، چې د بزکشۍ له موسم وراخوا د دهقانانو له خوا په عرضي توګه د زراعتي ځمکې په توګه کاریږي.
 
۵.د آمو سیند د غاړو د نه او یا ناسم مدیریت له امله سیند په څو بیلو ویشل شوئ، چې په دې توګه سیند د ۲ دریاچو په شکل بهیږي، د ۲ واړو دریاچو ترمنځ زرګونه جریبه د خلکو شخصي او دولتي ملکیتونه له خپلو ځمکو د اوبو له امله جدا شوي، د مثال په توګه تورپي ځنګل او قرول ځنګل کې د ښاغلي ابراهيمي کورنۍ په خلکو د پیسو په بدل کې ویشلي، د قرول ځنګل کې تقریبآ د (۶۰۰) جریبه او تورپي ځنګل کې هم په سلګونو جریبه ځمکه په واک کې لري چې د زراعتي ځمکې په توګه ترې ګټه پورته کوي.
د یادونې وړ ده چې په دغه سیمه کې ډیر میشت شوي خلک د ښاغلي ابراهیمي مافیايې او قاچاقبره ډله تشکیلوي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ له دغه استراتیژیک موقعیت څخه په لویه کچه استفاده کوي او پدې توګه د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو دفتر یوه له لويو سرچینو تشکیلوي.
نوموړي (۱۲۰) جریبه دولتي ځمکه په کالباد کې غصب کړئ چې اوس یی په دولت د ولسوالۍ اړونده دولتي تاسیساتو د جوړولو په خاطر د یوې برخې د استملاک په هڅه کې دې او په پاتې ځمکه کې د بازار جوړولو تابیا نیسي.
بیلګه: د امام صیب ولسوالۍ د سمت مامور او د حوزی پخوانی امر مرحوم احمدشاه ولد فراموز چې د ښاغلي ابراهيمي اوخې (خور یی عبدالروف ابراهیمي کورودانی ده) د ملا روزي په ګډون د قرول له لارې ګاونډي هیواد تاجیکستان ته پوډر انتقالول او په بدل کې یی د شراب واردولو هوډ درلود د تاجیک پوله ساتونکو له خوا وویشتل شو او ملا روزي خوندي پاتې شو، ملا روزي دم ګړۍ ښاغلي ابراهیمي د محلي پولیسو په چوکاټ کې تنظیم کړئ. د وخت والي موضوع له مرکزي حکومت سره شریکه کړه خو د مرکزي حکومت لخوا غلې شوه.
د شیر خان بندر ګمرک سرحدي مدیر ښاغلی روح الله ناظري چې په خټه پښتون دی، د ښاغلي ابراهیمي له خوا ګمارل شوی، د ګمرک له عوایدو (۳) برخې د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو راټولني دفتر او (۴) برخه یې نوموړي مامور ته ځي.
د یادونې وړ ده چې سرحدي مدیر صلاحیت د ګمرک له ریس لوړ او باصلاحیته دی.
 
ترور او قتلونو کې لاس درلودل:
- قومندان لال محمد چې په سیمه کې د لال محمد دیوانه په نامه مشهور وو، امرلطیف په قومنده (امرلطیف د عبدالروف ابراهیمي مشر ورور او د ټولو لوبو طراح دی، چی وروسته به ترې مفصله یادونه وشي) د خپل قومندان محمد مراد چې پورته تری یادونه شوی په قتل ورسول شو. د مرحوم لال محمد ورور باز محمد پر ابراهیمي کورنۍ د دښمنی دعوه وکړه، له اوږدې دښمنې وروسته د مجاهدینو په دوره کې باز محمد چی د لال محمد ورور و، د ابراهیمي د ګروپونو لخوا چې تعداد یی د (۵۰۰) نه تر (۶۰۰)  کسانو رسیده ،د باز محمد په کور برید وکړ. جنګ ۱۳ ورځې دوام وکړ، د باز محمد د ماتې وروسته د هغه ټول شتمني لوټ او باز محمد یې ژوندی ونیو.
هاغه مهال د کندز والي عارف خان چې په قوم ذاخیل او تکړه مجاهد و، امام صیب ولسوالۍ چې د ابراهیمي کورنۍ پلرنی ټاټوبی دی د یو شمیر جهادي قومندانانو سره سفر وکړ.والي د باز محمد د خوشی کولو غوښتنه کوله خو امر لطیف د هغه له شتون نه انکار کاوه، د کندز اړوند یو جهادي قومندان چې قدوس چپه باندی مشهور و او لا هم ژوندی دی، امرلطیف له ګریوانه ونیو او د کلکوف مرمۍ په تیرولو یی ورته د مرګ ګواښ وکړ، چې د امرلطیف د ژغورنی په پار د ابراهیمي کورنۍ له خوا یرغمل شوی باز محمد خوشی شو.
د کرزي په حکومت کې ابراهیمي کورنۍ، بازمحمد مطلق انزوا ته یووړ، چې په پایله کې یی نوموړی د طالبانو سره یو ځای شو، د ابراهیمي کورنۍ له خوا روزل شوی طالب لطیف نامی چې د معاون خال بای ځوی او په خټه ازبک و،قومندان باز محمد د دولس کسانو سره یو ځای د امام صیب ولسوالۍ اړونده ګورګورۍ سیمه کې د شپې پر مهال ووژل شو.
-قومندان عبدالجبار د قومندان بسم الله (مشهور په بابا قومندان) ځوی د امام صیب د آق مسجد اوسیدونکئ یو برجسته او زړور ځوان و، نوموړی د یو بل جهادي قومندان حاجی عرب نواز خاکسار سره د یو ډلګي قوماندان و چې د ابراهیمي کورنۍ په لمسون یی له نوموړي قومندان جدا او د خپل سرحدي کنډک قومندان وټاکه، چې د تاجیک لوري سره د ښو اړیکو د تامینولو په پلمه یی نوموړې ته د تاجیکستان د تللو لارښوونه وکړه چې د سفر پر مهال د تاجیک لوري له خوا ووژل شو.
-قومندان محمد نبی چې په خټه صافی او د مولوي خالص برجسته قوماندان و، د مجاهدینو د حکومت پر مهال د الف بردي سیمې اډه کې د نوموړي د ناست ځای (تخت) لاندی د ځای پر ځای شوي ماین له کبله په شهادت ورساوه، دا هاغه مهال و چې  لطیف خان نوم ته د امر کلیمه وراضافه شوی وه یعنی امر صاحب لطیف خان، چې د امام صیب د مجاهدینو امر او د سیمې مشر وو.
-