
بسم الله الرحمن الرحیم
امام صیب ولسوالي چې د کندز ولایت (۵۰) سلنه نفوس تشکیلوي او له همدې لارې ګران هیواد له ګاونډي دوست هیواد تاجکستان سره نښلوي، د هیواد او په خاصه توګه د کندز اقتصاد رغونه او لوړونه کې رغنده رول لري. امام صیب د بیلا بیلو قومونو ګډ کور دئ، قومونو یی تل د ورورګلوۍ، مینې او صمیمیت په فضا کې ژوند کړی دی. اما د ځاي حالاتو په ارزونې او د ولس په کومي کې غلئ کړئ شوی آواز شاهدي ورکوي چې د دې زرخیزې او ښکلې ولسوالۍ د واک او راج چارې د ښاغلي کرزي د حکومت له پیل راپدیخوا په مطلق ډول د ښاغلي عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ له خوا اداره کیږي.
د ابراهیمي کورنۍ شاهي حکومت: (ابراهیمي کورنۍ نه هدف د عبدالروف ابراهیمي کورنۍ ده، چې دم ګړۍ د ولسي جرګې ریس دی)
۱.نظامي او ملکي ادارات:
- د امام صیب د امنیي قوماندان، حاجی امان الله ابراهیمي د ښاغلي عبدالروف ابراهیمي کاکا دی. د یادونې وړ ده چې نوموړی د حاجی عبدالروف ابراهیمي د ورور عبدالقیوم ابراهیمي چې له دې مخکې د امام صیب د ولسوالۍ ۱۱ کاله د امنیئ قومندان وو ځای ناسته دئ. حاجی امان الله له دې مخکې د غلې منډي چې وروسته ترې د ابراهیمي د کورنۍ د عایداتي سرچینې په توګه یادونه کیږي مسولیت په غاړه درلود. نوموړی د عبدالقیوم ابراهیمي له مړینې وروسته د ښاغلي کرزي په فوق العاده حکم سمونوال او د امام صیب ولسوالۍ د قومندان په توګه وګمارل شو.
- د امام صیب ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ښاغلی نبی جان چې د ښاغلي ابراهیمي له ټبره دئ او د جهاد په اوږدو د ابراهیمي کورنۍ د کنډک قومندان په توګه یی دنده ترسره کړئ له تیرو (۱۴) کلونو د امام صیب د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په توګه دنده ترسره کوي.
- د امام صیب ولسوالۍ د استیناف څارنوالی مدیر نیک محمد ابراهیمي د ښاغلي عبدالروف ابراهیمي کاکا دئ. نوموړی د تیرو ۱۴ کلونو راپدیخوا د استیناف څارنوالی د مدیر په توګه دنده ترسره کوي.
- د جینایې جرایمو د کشف او کنترول امر عاشور محمد خان چې د ښاغلي ابراهیمي د پلرني کلي باسوس او په خټه ازبک دی، د ابراهیمي د یو مامور په توګه له تیرو ۱۴ کلونو څخه دنده ترسره کوي. نوموړی په بډو اخیستنه او ظلم کې خورا مشهور او د دې ولسوالۍ ډیرې خلک یی پیژني.
- د امام صیب ولسوالۍ د وسیع اراضۍ او ډیر نفوس له امله د قومندانې ترڅنګ د حوزې تشکیل ترلاسه کړ، د حوزې امر د ښاغلي عبدالروف ابراهيمي باجه (سانډو) او په خټه ازبک نظامالدین حکیمي چې د ډیر وحشت او ظلم له امله یی خلک (نظام سګ) بولي د مشهور قاتل ، راهزن او غل ورور دې چې د عبدالله سګ په نامه مشهور دی. نوموړی په قاچاق ، مسلح غلاوو او طالبانو سره د ځان ساتنې په پار همکارۍ لري.
- د امام صیب د ښار د عامه نظم ساتونکئ ډلګی مشر چی د سمت مامور یی بولي د ښاغلي عبدالروف ابرهیمی وراره او د مړ شوي قومندان قیوم ځوی دی،چې له یوې میاشتې راهیسې یی دغه پوست اشغال کړئ.
- د امام صیب د ولسوالۍ د ټولي قومندان فیض محمد چې په خټه عرب دی، د ښاغلي نازکمیر (عرب) د مخالفت له کبله ښاغلي ابراهیمي له تیرو ۱۴ کلونو په خپل لاس کې اخیستي. د یادونې وړه ده چی ښاغلي نازکمیر د ولایتي شورای وکیل او په امام صیب کې د عرب قوم مشر بلل کیږي او د ابراهیمي اقتدار پر وړاندې په وار وار غږ پورته کړی.
- محمد نسیم په خټه ازبک د رئیس عارف ورور، چی د عبدالروف ابراهیمي له قومندانانو نه دې د امام صیب ولسوالۍ د تروریزم د امر په توګه د یو تاجک تباره پر ځای نوې په دنده ګمارل شوئ.
- حاجی اسد ابراهیمی چې د حاجی عبدالروف ابراهیمي سکنی ورور دې ، د شیر خان بندر د نفت او ګازو د ریاست د معاون په توګه دنده ترسره کوي چې د نفت او ګازو ریس رول د حاجی اسد له کبله تر ډیره ځانته سمبولیکه بڼه غوره کړئ.
- د امام صیب د ولسوالۍ د معارف مدیر چې په خټه ترکمن او د ښاغلي ابراهیمي په لارښونه پر مخ ځي له تیرو ۱۴ کلونو د امام صیب ولسوالۍ د معارف د عمومي مدیر په توګه دنده پر مخ وړي. د یادونې وړ ده چی دا مهال د معارف مدیریت د ښاغلي ابراهیمي د کاکا ځوی (حاجی عارف) چی د کندز د معارف اداري معاون دې، له خوا په ورکړل شوئ کرایي کور کې میشته او په بدل کې یی ډیرې پیسې ترلاسه کوي.
- د امام صیب ولسوالي چې کندز او د ټول هیواد مختلفو برخو ته غلې دانې او توکي صادروي د ټرانسپورټي عوایدو له مخې د هیواد په کچه یو له مخکښو ولسوالیو ده، د ټرانسپورټ امر تحویل تاب په خټه ازبک، د ښاغلي ابراهیمي د پلرني کلي اوسیدونکې او له تیرو ۱۴ کلونو په دغه ولسوالۍ کې دنده ترسره کوي چې له عوایدو ښاغلي ابراهیمي ته (۳) حصې او ځانته (۴) مه حصه پیسې اخلي.
- صابر نیکزاد د سرحدي کندک قومندان، مولانا عوض د شیر خان بندر کمیسار، شمس نبی زاده د افغانستان او تاجکستان د پولې د کشف امر، مامور حمزه د شیرخان بندر د حوزی امر، عبدالخالق د پاسپورت د چک مدیر، اکبر د شیرخان بندر د ګمرک قومندان، د سرحدی پوستی قومندان قاری اسحق ټول ازبک ټبري او د عبدالروف ابراهیمي ډلې او کورنۍ پوری تړاو لري.
- عارف ابراهيمي د عبدالروف ابراهیمي د کاکا ځوی د ښوونی او روزنئ د ریاست اداري معاون دی، چې له تیرو ۵ کلونو دغه دنده پر مخ وړي. ښاغلئ عارف له هر ریس د زیات صلاحیت او ونډې درلودنکی دی.
- څارنوال رحیم چې په خټه ازبک او د ښاغلي ابراهیمي کورنۍ پوری تړاو لري، د خان آباد ولسوالۍ د استیناف څارنوالۍ د مدیر په توګه دنده ترسره کوي، همدارنګه ۵ نور څارنوالان چې د ښاغلي ابراهیمي د کورنۍ له نزدی غړو څخه دي، د کندز استیناف څارنوالې کې په بیلا بیلو پوستونو دندې پر مخ وړي.
- نجیب شمال د امام صیب ولسوالۍ مشهور او مخکښ قاچاقبر او د قاچاقبرانو لارښود چې په کلونو له حکومته فراري و، د ښاغلي ابراهیمي په مرسته په امام صیب ولسوالۍ کې ساتل کیده. دا مهال په سرحدي ځواکونو کې د یوې پوستې مسولیت پر غاړه لري او له دغه ځایه تاجکستان ته د قاچاق په برخه کې رغنده رول لري.
- عبدالطیف ابراهیمي چې دوه ځل د تخار والي پاتې شوی او څو ځل په بډو اخیستو تورن او نیول شوی، دوه میاشتې مخکې د ولسمشر له لوری د سلاکار په توګه وګمارل شو.
محلي پولیس:
- د محلي پولیسو (۳۰۰) کسیز رسمي تشکیل کې (۱۸۰) کسان د ښاغلي ابراهیمي قوم او ټبر پورې اړوند دي، (۵۸) کسان یې پښتنیزو سیمو کې چې د جګړی تود ډګر بلل کیږي د خلکو د بیا بیا غوښتنې له امله یو لړ پښتنو قومندانانو په واک کې ورکړي پاتې ( ۶۰) کسان یی د سمتي ، سلیقوي او ډلیز چلند له مخې تاجک، ترکمن او عربو ته ورکړي، همدارنګه د یادونې وړ ده چې د محلي پولیسو قومندان د ښاغلي ابراهیمي په خوښه بدلیږي رابدلیږي. د محلي پولیسو ویش په لاندې توګه ذکر کیږي.
- ازبک ټبري قوماندان!
دا قومندانان په ازبک میشتو سیمو کې چې نثبتآ امن ګڼل کیږي د (۱۸۰) کسانو په شاه و خوا کې تشکیل درلودنکي دي چې نومونه یی په لاندې ډول ذکر کیږي.
۱.قومندان روزي بای. (ازبک)
۲.حبیب الله کونچک. (ازبک)
۳.قطب الدین. (ازبک)
۴. یوسف کیلچې. (ازبک)
۵. قومندان چاري له مرګ وروسته یی ځوي ځای ناستې دی. (ازبک)
۶.لطیف کلبادی ځای ناستئ یی ورور ګلبدین (ازبک)
۷.شازه کلباد (ازبک)
۸.انور کولدامانی
۹.عبدالنبی د امنیت ملی مدیر ورور (ازبک)
۱۰.قیوم بشکه
۱۱. د چاغرو منطقه کې نوي مسلح شوي قومندانان چې د حوزی امر نظام الدین حکیمي په لاس یی دا کار ترسره کړئ (ازبکان)
۱۲. ملا روزي (ازبک)
۱۳.معلم لطیف (ترکمن -ابراهیمي)
۱۴.ریس غفور
۱۵، شیر هیچکلي (ازبک)
۱۶. قومندان علیم د تروریزم نوي گمارل شوي امر ورور (ازبک)
۱۷.قطب الدین (ازبک)
۱۸. قومندان ګلالی (پښتون ازبک)
- پښتانه قومندانان:
ښاغلي حضرت ولی (مشهور په لالي)، قومندان غلام الرحمن(مشهور په قاري)، ق.خان محمد، ق جمعه ګل، منان، ارباب ستار او قومندان اسد چې پښتون میشته او تر ټول ناامنه سیمه کې پراته دي په ټولیزه توګه د (۵۸) کسیز تشکیل درلودنکي دي.
- د یادونې وړ ده چې پاتې (۶۰) نور کسان یې د سلیقوي، سمتي او ډلیز ویش له مخې په تاجک، عرب او ترکمنو پوری اړوند دي.
غیر مسول وسلوال:
ښاغلی ابراهیمي د یو لړ مافیایی او دلیزو ګټو د ساتنې په موخه له (۵۰۰) زیات شمیر غیر مسول وسلوال ساتي، له دغه وسلوالو په ډاکو، قاچاق، شراب او پوډر پلورنه ، حکومت په ننګولو، او لویې لارو د چور چپاول او هدفي وژنو لپاره ګټه پورته کوي.
د ښاغلي ابراهيمي د شاهي سلطې په وړاندې که حکومت اقدام کوي دغه کسان د حکومت ننګونې په موخه لارې کوڅې بندوي، غلاوې شروع کوي او په زور ولس پاڅون ته هڅوي.
ډیرې وخت په لويې لاس د وضعیت خرابونې له امله د محلي ادارې د ملي امنیت له دستګاه څخه د (۴۰۰) کسانو اعاشه، اباته او مهمات تر لاسه کوي، چې ارقام یی د ملي امنیت ادارې سره شتون لري.
له دغې ډلې مشهور قومندانان یی په لاندې ډول ذکر کیږي.
۱.قومندان غلام
۲.ارباب حمیدالله
۳.نقیب
۴.معراج
۵.ریس عارف
۶.افغان بای
۷.عبدالله سگ
۸.حاجی جمعه
۹.قومندان حسن
۱۰.حاجی سید غلام
۱۱. نجم الدین
۱۲.قومندان توردي
۱۳. ابراهیم
۱۴.قومندان حفیظ
۱۵. آغا جان
۱۶. حنیف
۱۷. ظابط
۱۸. اکبر
۱۹. شاه آغا هزاره ورور نور آغا چې دواړه یی مشهور دي.
۲۰. قومندان ابراهیم او ق. توردي چی د آمو د سیند په غاړه آق مسجد کې پراته دي.
۲۱. محمد مراد (نوموړی ترور، قتل او توطیو کې د ابراهیمي خاص سړی دی).
۲۲. ریس شریف
په همدې ډول د محلي پولیسو، ملي پولیسو او ملکي اداراتو د ډلې ټول غړي مشخص غیر مسول کسان او ګروپونه حمایه کوي چې په لویه کې د ښاغلي ابراهيمي تر مشرې لاندی واحده نظامي او ملکي شبکه ده.
نور په دویمه برخه کې