ایا کودتا ممکنه ده؟

 
عبدالله میاخیل ـ لندن
دا دوه، درې ورځې په فیسبوک کې وینم چې زمونږ یوشمیر فعال، پوه او مبارز ملګري په هیواد کې د کودتا په احتمال خبرې کوي.
نه مې غوښتل په داسې یوه موضوع چې حتی د بحث وړ نه ده لیکل وکړم خو دخپلو نږدې، مبارزو  او شعوري ملګرو اندیښنه دې ته اړ کړم چې یو دوه کرښې ولیکم .
ولې د کودتا خبره یو ځل بیا راپورته شوه ؟
ولې په کودتا کې د بلخ د والي استاد عطاء محمد نور نوم اخیستل کیږي؟
او ایا په هیواد کې کودتا شونې ده؟
د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کیدو سره سم ګڼ شمیر سیاسي شننونکي ، مدني فعالان او ځوانان دحکومت پر جوړښت او کړنو نیوکې پیل کړې، او دغه جوړښت يې د افغان ولس لپاره زهر وباله ، که د حکومت په جوړښت فکر وکړو حقیقتا همداسې یو څه ترې جوړیږي خو ولسمشر غني په ځلونو دا خبره کړې چې ګنې پدې کار يې افغانستان د تجزې څخه ژغورلی ، لکه څنګه چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وړاندې د ولسمشرۍ مخکښ نوماند او اوسنی اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دلويي جرګې په خیمه کې خپلو پلویانو ته د حکومت د اعلان خبره وکړه د ولسمشر  څرګندونو یې داسې بریښیده چې نوموړی هم د زهرو دغه ګوټ ته تیار نه وو خو د افغانستان تر تباهۍ ورته دغه ګوټ ښه ښکاره شوی .
کله چې د حکومت جوړښت جوړ شو او ګڼو په واک کې ښکلیو لوریو ته څوکۍ او قدرت ونه رسیده نو په هیواد کې د ګڼو سیاسیونو غږونه پورته شول او د حکومت په مشروعیت او کارونو انتقادونه وکړل .
یوشمیر سیاسیون په حکومت کې ځای پرځای شول ، او د ځینو لاس د حکومتي پوړیو مداخلو څخه یو څه را لنډ شو، په ورته وخت کې په هیواد کې د نارنجي حرکتونو دپیل خبرې وشي ، ځینو د حکومت د نسکورولو خبرې وکړې ، یوشمیر نور بیا د حکومت د بدیل په لټه کې دي، که په کابل کې د استاد عطاء لیده کاته زمونږ یوشمیر ملګري ورخطا کړي ، نو دا د بلخ دسرپرست لپاره عادي خبره ده او هر مهال چې کابل ته راځي د خپل جمعیت ګوند د ټیټ پوړي څخه نیولې تر جګپوړي غړو سره لیده کاته او مجلسونه کوي ، په شمال کې د مقتدر شخص په توګه د دولت یوشمیر مسولین هم د نوموړي سره ګوري او د هیواد په شمیر مسایلو ورسره د نظریاتو تبادله کوي.
اوس راځو چې د کودتا خبره ولې یوځل بیا راپورته شوه؟
که ستاسې په یاد وي نږدې دوه درې میاشتې وړاندې دبلخ سرپرست له نیویارک ټایم سره په مرکه کې ویلي وو چې حکومت دې لومړی دې د بلخ د والي په توګه وټاکي له هغې وروسته به نوموړی له خپلې دندې استعفا وکړي!!!
حکومت د نوموړي دغه وړاندیز هم بابیزه وګڼله او کوم خاص ارزښت يې ورنه کړ، تردې وړاندې هم د حکومت دنسکوریدو او کودتا په اړه پراخ تبلیغات وشول او حکومت ضد تبلغات زور واخیست خو د ولسمشر غني حکومت نه یوازې چې ددې تبلیغاتو کومه پروا ونه کړې بلکې د خپلو پروګرامونو په علمي کولو يې ټینګار وکړ او له ټولو لوریو څخه يې ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه ، او هیله يې وکړه چې هیواد باید له روان بحران څخه وباسو.
دا چې ولې په کودتا کې د شمال ټلوالې او دبلخ د سرپرست او مقتدر والي عطا نور نوم اخیستل کیږي لوی لامل يې په حکومت کې د نویو امتیازاتو د اخیستو لپاره تر ټولو ښه پلمه ده ځکه پدې وروستیو کې یوشمیر کړۍ او د شمال ټلوالۍ خواخوږو یو ځل بیا په حکومت کې د ډیری ونډې د ترلاسه کولو په موخه د خپل فسبوکي پلویانو په واسطه د کودتاه او ګڼو نورو مخربو کړنو د تراسراوی اوازه ګډه کړې ، که څه هم دا ډول څرګندونې او اوزې پرته له دې چې د خلکو اذهان مخشوش کړي نور هیڅ درد نه شي کولای او نه هم دتیر په څیر کومه ګټه درلودای شي.
تر ټولو مهمه او اساسي پوښتنه داده چې ایا په اوسنیو شرایطوپه هیواد کې کودتا شونې ده؟
طبعآ ستاسې د ټولو ځواب هم زما په څیر نه دی.
په څو لاملونو :
لومړی خو افغان ملي امنيتي ځواکونه چې دهیواد د ساتنې لپاره هره ورځ قرباني ورکوي او دخپلو وینو په بدل هیواد ساتي هیڅکله به دداسې یو ګام ملاتړ ونه کړي چې وطن انارشۍ خواته یوسي او که لږ څه نور خبره روښانه کړم هغه دا چې ښايې چې بیا به په ډلو وویشل شو او مقابل لوری به هیڅکله خپل هدف ته ونه رسیږي .
دوهم د امریکا او نړیوالۍ ټولنې په شتون کې مطلق د کودتا خبره خیال دی، مهال دی او جنون دی.
نو د عادي افغان په توګه له ټولو لوریو غوښتنه کوم چې دهیواد د ابادۍ او په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره کار وکړو نه دتخریب لپاره !!
که چیرې په هیواد کې د ولسواکۍ د تطبیق غوښتونکي یو نو ترټولو بهتره لار همدا ده چې ددې نظام ملاتړ وکړو او د راتلونکې لپاره پدې کار وکړو چې کوم شخص د هیواد لپاره موثره او ښه پروګرام لري چې د ټاکنو له لارې د افغانستان واک د یو ډیموکراتیک بهیر او پروسې له مخې ورته وسپارل شي .