په ازره کې د پاکستاني چورلکې د بیړنۍ ناستې راز !!

 
عبدالله میاخیل ـ لندن
څه موده وړاندې رسنیو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري له خولې داسې خبر خپور کړی چې ګنې افغان حکومت، پاکستان او ناټو ځواکونه په افغانستان کې دداعش پر وړاندې په مشترکو عملیاتو موافقه کړې.
ما هماغه مهال پدې اړه یوه لیکنه وکړه او دا مې دپاکستان مکرجن سیاست او دغه راز ددې هیواد له لورې دترهګرۍ سره دمبارزې په نوم له هغوې سره د مرستې په مانا وباله او یاد عملیات مې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره تیری وباله .
دادی له تیرو څو ورځو راهیسې ګورو او اورو چې پاکستاني پوځي چورلکه د لوګر په ارزې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې او په کې سپاره خلک د وسله والو طالبانو له لورې یرغمل نیول شوي دي .
که څه هم ظاهرآ دفاع وزارت په یو شکل ځان ته د اوړو پوزه کیښوده او اعلان يې وکړ چې پاکستان د افغانستان له حریم څخه د تیریدو اجازه د ترانسپورت او هوايي چلند او بهرنیو چاررو وزارتونو څخه اخیستې، خو افغان حکومت ګونګ حالت یو شمیر پوښتنې راپیدا کړي، او دا په ښکاره د افغان خاورې په حریم او ملي حاکمیت تیری بللی شو.
افغان حکومت تراوسه ولې پدې اړه رسمي دریځ نه دی ښودلې؟
ستردرستیز له دې پیښې وروسته جنرال راحیل شریف سره په کومو موضوعاتو خبرې کړي؟
ایا ریښتیا هم په چورلکه کې پوځي لباسونه ، وسایل او نږدې دوه سوه زره ډالره شتون درلود؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي چې باید ولسمشرۍ ماڼۍ او یاهم لږ ترلږه بهرنیو چارو وزارت پدې اړه رسمي نظر څرګند کړي او ولس ته ځواب وايي.
د ملي وحدت حکومت له پیل څخه تردې مهاله متاسفانه افغان ولس له ټولو هغو پریکړو څخه لیرې او بې خبره ساتل شوي چې باید یو دولت له خپل ملت سره شریک کړای وای.
پاکستان او د افغانستان دفاع وزارت خو ظاهرا دا ویلي چې چورلکه د ترمیم لپاره د افغانستان او ازبکستان له لارې روسیې ته دترمیم لپاره لیږدول کیده خو په الوتکه کې پدې کچه پوځي وسایل او هم پیسې د څه لپاره وي، ولې چورلکه د افغانستان ، پاکستان او ناټو تر موافقې وروسته سمدلاسه د افغان خاورې څخه دجوړیدو په پلمه تیریږي.
داسې بریښې چې چورلکه په افغانستان کې داعش وسله والې ډلې سره دمرستې په موخه راغلې وه او فکر کوم چې تر یوه حده خپل هدف ته هم رسیدلې ځکه هغه اشخاص چې باید دوسله الو سره يې خبرې کړې وي او هغوې ته يې تمرینات ورکړای له همغوې سره ملګري شوي .
مونږ په ټول قوت له افغان حکومت څخه ددې موضوع د سپیناوي غوښتنه کوو او دا چاره په خپل ملی حاکمیت تیری بولو،
یوځل بیا په ولسمشر غږ کوو چې نور ددې بېچاره او مظلوم ولس د صبر امتحان مه اخله او دکاسي لاندې نیم کاسه لوبې ته دې دپای ټکې کیږده کنه لکه څومره چې په اسانۍ يې قدرت ته ورسولي په همدومره اسانۍ دې بیرته د واک له ګدۍ لیری کولای هم شي، او په هیواد کې د هر ناورین مسول به بیا په خپله ولسمشر وي.