مازيګر چي لمر د غرونو شاته وښوېږي
او
ښايسته مرغان د خپلو ځالو په نيت
وزري ورپوي
او طلايي رنګه كبان
د چينې تل ته كوز شي
او د شين آسمان په څوكو
شفق سګلۍ ووهي
نو ما ته ته راياده شې
زما په زړه يوازي ته را واوړې
زه او زړه مي
لكه ويشتلې مرغۍ
ورپېږو - ورپېږو
يو څو ساړه اسوېلي
او څو بې وسه اوښكي
ستا د يادونو تر شېبې قربان كړو
وروستي