دلتـــــه کــوڅـــه کــــې ببر سر يتيمــــــــــان وږي ګرځـــــي
دي په نس وږي ، په تن لوڅ سر کې يې سپږې ګـــرځي
ټــولـــــه کوڅـــــه ده د کباب بويـــو په ســـــر اخــــــيستې
خـــــو دا يتيم ماشومان ټول دلتــــــه د لـــــوږې ګرځــــي
دوی د مــالدارو د کوڅـــــې چــــــټل سطلـــونـــــه پلټي
دوی په چټلـــــو ﻻسوخپلــــــې سترګـــــې مــږي ګرځي
ډوډۍ ﻻ څـــــه کـــــوې چـــــې دوی د اوبــــــو وس نلــري
دلتــــه هــر کـــــور د اوبــــو نل لري ، دوی تږي ګرځــي
خو دې کـــوڅـــــه کــــې سترګور نشته ړانده اوسيږي
چې د دولت پر زور تـــر هـــــر چــــا سترګې جګې ګرځي
دا د مستۍ د وخت ړانده دي ملامتـــــــه نــــــه دي
ګوره مستۍ کـــــې د چا پښې په ﻻر نه لګي ګرځي
قيامـــه پـــام کــــوه چــــې ده د نازدانـه وو کـــــوڅـــــــه
د دې کــــوڅې نجونې د ډېره کبره ګـــــورګې ګـــرځي
الحاج الهام الدين قيام ، جرمني
وروستي