غزل

قودې قودې دې کړې اوږدې زلفې
بیا دې کړې  جوړې غرغرې  زلفې
 
زه به پر سمو لارو څنګه ولاړ شم
ته چې پريږدې کږې وږې زلفې
 
اور دې زما پر زړګي ولګاوه
چې په نکريزو دې کړې سرې زلفې
 
د غنم رنګو تورې تورې سترګې
کوڅۍ کوڅۍ پرې پرې زلفې
 
چې سهارونه درواغجن شول راته
خود به زه غواړم تورې شپې زلفې
 
لیوني زړونه دې سوري سوري کړل
ظالمې   ته   چې  لنډوې زلفې
 
ددې غربي نجونو ښکلا همدا ده
خلاص ګریوانونه او خورې زلفې
 
م  ، محبوب  نوی ډيلی