د ملي امنیت بېغوري حقانیان زړور کړي

 
له کله چې د حقاني شبکې مهم کلیدي غړی د طالبانو د نوي مشر مرستیال په توګه ټاکل شوی، د دې شبکې هلې ځلې او زړورتیاوې تر هر بل وخت زیاتې شوې او په خپلو اصلي سیمو کې چې د خوست، پکتیکا، پکتیا او لوګر ولایتونه دي زیاتې شوې دي. د طالبانو په مشرتابه کې د حقاني ننوتل هغه څه وو چې د طالبانو اسلامي امارت تر دې مخکې نه غوښتل؛ ځکه دې شبکې تل د طالبانو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې او د ملا محمدعمر اخند واکمنۍ پر مهال هم د کوټې شورا له دې شبکې او غړو سره یې پر دې ژاولې پمنې او پکې وې، چې د دوی په کارونو کې یې پر خپل سر د لاسوهنې هڅې کولې او دا چې حقاني شبکه ټولې نړۍ ته څرګنده معلومه ده چې د پاکستان ای اېس ای یې ملاتړی دی او د هغوی په خوښه کار کوي او د طالبانو اسلامي امارت مهم کلیدي مشران یې لکه استاد یاسر یې د پاکستان پر پوځ وواژه او د ملا رازق له پټو هڅو یې هم پاکستان خبر کړ او مخکې له دې چې ملا رازق نوښتګر ګام واخلي د حقانې شبکې له خوا پاکستان استخباراتي شبکه خبره کړل شوه او پاکستان نوموړی چې د طالبانو پوځي کمېسیون مشر و، ونیوه او په کوټه کې نظربند شو.
اوس حقاني شبکه تر هر بل وخت ډېره په خوست، پکتیکا، پکتیا، لوګر او پلازمېنې ته نږدې سیمو کې فعاله ده او روزنځایونه یې له ډیورنډ پورې غاړې میرانشاه، وزیرستان او کورمه ایجنسۍ کې دي چې هلته سخت دریځي روزي او ځوانکیو زلمیو ته په دیني مدرسو کې افراطیت او ترهګري ور زده کوي او په اردو ژبه د جنت له لیکلو قوالو سره یې د ځانمرګو بریدونو لپاره افغانستان ته رالېږي چې موده وړاندې یو ځانمرګی په لوګر ولایت کې مخکې له دې چې په چهاراسیاب کې د نجونو پر ښوونځي برید ترسره کړي له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو په یوې جګړه کې په ټپي حالت کې ونیول شو؛ ځکه هلته ورته د افراطیت زده کړې ورکړل شوې او د ای اېس ای په ټاپه او لاسلیک د جنت له قوالې سره یې افغانستان ته رالېږلي و. دا بریدګر یې لومړۍ بېلګه نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم د لوګر په ګڼو سیمو کې د طالبانو او په تېره بیا د حقاني شبکې لوی هدفونه شنډ شوي دي.
یوه بله بېلګه به یې په څرګندو نښو دلته راواخلم خو په لنډ ډول او په بله لیکنه کې به یې بیا په پراخ وضاحت سره هر اړخ بیان کړم. موده وړاندې د چهار اسیاب په بازار کې د یو ملګري له کوره سهار وختي د کابل په نیت روان شوم او په سړک کې د کوم موټر په تمه ودرېدم، څو شېبې وروسته یو سپین سراچه ډوله موټر راغی او زه هم وروسته له لنډو پوښتنو ورسره په مخ سېټ کې کېناستم، خو د موټروان حالت راته ښه نه ایسېده او چې مې پوښتنه ترینه وکړه نو یې له یو سوړ اسوېلي څخه وروسته داسې په کیسه پیل وکړ:

  • له خوست څخه له یو ځوان سره د لوګر تر فاتخوابه دربست را روان شوم او سټو کنډو ته په نږدې کېدو سره یې راته وویل چې دلته یې څو نور ملګري هم شته چې غواړي هغه راپورته کړي. ملګرو پسې یې ټيلېفون وکړ خو هغوی د مازدیګر تر لمر لوېدو پورې رانه غلل. زما له ځوان سره چې تبلیغي ډوله ښکارېده لانجه شوه او هغه راته وویل چې انتظار وکړم او چې څومره پیسې غواړم راکوي به یې. ماښام ته نږدې دغه ځوان ته ورته تبلیغي ډوله څلور ځوانان له دوه، یو نیم او یو من په اندازه غوټو سره را ورسېدل چې درې یې د شا پّ سیټ کې او یو یې هم په ډاله کې ځان له غوټو سره واچاوه له دې سره ځوانانو راباندې غږ وکړ چې تیز به ځم او چې هر ځای کې د پولیسو تلاشي وه په بېړه به ورنه تېرېږم. چې دې خبرې ما ته اندېښنه را واچوله او له څه وخت وروسته مې ورته وویل چې تلاشۍ ته درېدل زما مسئولیت دی او زه له تلاشۍ او له امنیتي پوستو تښتېدی نه شم، خو دوی ټول سره برګ برګ شول او یو بل ته یې په اشارې سره لومړي ځوان ته وویل چې موضوع روښانه کړي چې هغه هم په جدي ډول داسې راته وویل: ((په غوټو کې بمونه او د ځانمرګو بریدونو لپاره واسکټونه دي زه او دا ځوانان له سره تېر یو که په لاره کې دې د پولیسو تلاشۍ او پوښتنو ګروېږنو ته موټر ودراوه نو په موټر کې ټول بمونه به د یو بټن په واسطه ستا، زموږ او د تلاشۍ پوستې پولیسو کار خلاص کړي، نور نو ستا خوښه ده چې هر څه کوې خو ښه به دا وي چې د ګردېز او له نورو بازارونو څخه په لنډو فرعي لارو لوګر ته موږ ورسوې ګنې ستا ژوند …)). د دې خبرې په اورېدو سره مې غونی ځیږ او وارخطايي مې شېبه په شېبه زیاتېده خو شېبه وروسته یو ځوان په وزیرستانۍ لهجه راته وویل چې شا سیټ کې کښېنم او موټر چلول ده ته ور پرېږدم. ما باندې چې له وارخطایۍ تبه راغلې وه مجبور شوم چې شترینګ ورپرېږدم. وزیرستانی ځوان لوړه او ژوره نه لیده موټر یې داسې ځغلاوه لکه چې په پاخه سړک روان وي، له هرې تلاشۍ څخه به یې په بېړه په داسې حال کې په ځغاسته تېراوه چې یو تن به یې په مخکې له مخکې په ښیښه کې له موټره نیم ووت او پولیسو ته به یې د لاس په خوځولو سره ویل چې: ((ناروغ دی عاجل ناروغ دی کابل ته یې رسوو، مخه پرېږدئ)) او له دې سره به یې موټر د شپې په تیاره کې پر سړک تېز تېر کړ؛ تر دې چې د تېرې تر کوتله را واوښتو او له ګولاییو څخه تر تېرېدو وروسته د سړک لوېدیځ لور چپ اړخ ته په اغزن سیم او لویې ډبرینې چاردېوالۍ سمبال د امنیتي ځواکونو د اوسېدو له ځای څخه هم راتېر او د فاتخواب دښتې ته په رسېدو سره ټولو په خپلو منځو کې خبرې وکړې چې لهجې یې د وزیرو او مسودو په څېر وې خو د لومړي ځوان لهجه پکتیاوالو ته ورته وه. له یاد نظامي ځای څخه تر نږدې پنځلس دقیقو مزل وروسته په دښته کې چپ اړخ ته یو د تېلو پمپ، لویه څلور برجه چاردېوالي چې د سړک پر غاړه لوېدیځ لور چپ اړخ ته وه راورسېدو. له لویې چهاردېوالۍ سره نږدې دوې یا درې د تېلو یا اوبو کوچنۍ ټانکۍ په ذنګ وهلي حالت کې د کور او سړک تر منځ ځای کې پرتې وې او څلور برجه چهاردېوالۍ ته په رسېدو سره لومړي ځوان چې په پکتیاواله لهجه یې خبرې کولې وزیرستاني ته وویل چې موټر د چهاردېوالۍ لور ته را وګرځوي. چهاردېوالي ته په ګرځېدو سره پکتیاوال ځوان د څراغونو بټن ته لاس ور اوږد کړ او د کور دروازه یو بل تنکي ځوان خلاصه کړه چې موټر یې ور دننه ایست او د لویې څلوربرجه چهاردېوالۍ چې په دې دښته کې لوېدیځ لور د لوی سړک چپ لور ته لومړنی کور و، یو مېلمستون ته یې موږ ور ننه ایستو او ټولو وزیري او مسودي ځوانانو خپلې غوټې له ځانه سره را واخیستې او مېلمستون ته په ننوتو سره یې چې خلاصې کړې نو په رښتیا چې بمونه او تور تور د ځانمرګو واسکټونه په کې وو چې دا مهال له ما څخه لوږه تنده او د موټر خراب حالت له یاده وتلی و او تر پخوا زیات له وېرې لړزیدم. خو چې پکتیاوالۍ لهجه غږېدونکي ځوان ډوډۍ راوړه او د ډوډۍ له خوړلو وروسته مو چای وڅښه نو زما پیاله یې له نورو بېله کړه او ما هم چې لا نیمه نه وه څښلې نو خوب راباندې راغی او د چای پیالې اخري غوړپ څخه سېوا مې نور څه بیا نه دي په یاد، یوازې مې د ډوډۍ وخت په یاد دی چې له پکتیاوال ځوان چې کوربه و له کوره نور د پاخه عمر سړي چې اوږدې تورې ږیرې یې وې او سپینې خولۍ او پکولونه یې پر سر وو، راغلل او له موږ ټولو سره یې ستړې مه شې وکړې، خو ځوان ته یې په غوسه ناک انداز کتل او د ډوډۍ په وخت کې کوربه ځوان زلموټي ماشوم ته په پکتیاواله لهجه وویل چې: ((ګل دادا ته وٌییه چې پمپ کې موټر ټانکي ډکه کي بیا یې کور ته راولي.)) چې له دې خبرې څو شېبې وروسته یې په انګړ کې ولاړ زما موټر یو چا د باندې و ایست او له لسو دقیقو وروسته یې بېرته راوست چې کېدای شي د کور په مخ کې د تېلو له پمپ څخه یې ډکه کړې وي؛ ځکه نور نږدې په دې دښته کې نه د تېلو پمپ شته او نه هم کوم دوکان. له دې پرته مې نور بیا هېڅ هم په یاد نه دي او په یو درانه خوب ویده شوی وم، خو چې سترګې مې وغړولې نو د لوګر بازار ته څېرمه د خپل موټر په شا سیټ کې پروت وم او چې ساعت ته مې وکتل نو د مازدیګر لمر په لوېدو و او په داسې حال کې مې موټر د لوګر مرکز پل علم پر لور روان کړ چې د پرکالۍ حالت مې ټول بدن سست کړی و او د لوګر مرکز ته په رسیدو سره مې د یو ملګري مستري دوکان ته موټر ور وست چې هغه هم خپل دوکان بنداوو او چې زما حالت یې ولید نو له ستړې مه شې وروسته د ناروغ ګومان راباندې وکړ او پرته له پوښتنې یې په خپل موټر کې یو شخصي کلینیک ته وروستم. ډاکټر ته مې یوازې دومره وویل چې په لاره کې چا یوه پایله چای راکړ چې بیا پر خپل ځان نه یم پوه شوی او اوس مې دا حال دی. ډاکټر هم لاس په کار شو سیروم یې راته ولګاوه او څه نور درمل یې راکړل. شپه مې له مستري ملګري سره وکړه او د سهار له لمانځه وروسته مې موټر د کابل پر لور را روان کړ چې دا دی اوس چهاراسیاب ته راورسېدم.
زه چې د موټروان کیسې ته غوږغوږ وم کابل ښار ته په را رسېدو نه وم خبر او چې کتل مې نو حضوري چمن کې ښي اړخ ته موټروان د کارته نو په لوري موټر وګرځاوه او یوې خوا ته یې ودراوه او یوازې مې د کرایې پوښتنه ترینه وکړه او پیسو له ورکولو وروسته زه په یو ډول خوبولي حالت ترینه د چوک په لور د پوهنتون په موخه ترینه روان شوم او موټروان کارته نو په لور وخوځېد.
په دې ډول سلګونه پېښې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې هره ورځ پېښې شوې او پېښېږي هم خو بې غوره مسئولین هېڅ غوږ نه پرې ګروي او که چېرې د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر لویې لارې او په ټوله کې امنیتي حالت ته جدي پاملرنه ونه شي نو لرې نه ده چې د فاتخاب دښتې سړک غاړې امنیتي مرکز په یو کیلومترۍ کې د پورته پیښې تروریستي مرکزونه به پراختیا ومومي او په دې ډول به دښمن چې په دې سیمو کې د حقاني شبکه تر ټولو زیات حضور لري، زړور شي او د کابل تر دروازو به ځان را ورسوي.
نو په پای کې یو ځل بیا پر بې غوره مسئولینو غږ کوم چې د داعش په څېر نورې وسله والې ډلې تر جدي څار لاندې راولي او د تګ راتګ او تنظیماتو لويې او وړې لارې یې په نښه کړي او د ټولو شکمنو ځایونو جدي پلټنه له سره پیل کړي. ګني په خوست، پکتیکا، پکتیا او لوګر ولایتونو کې به د حقاني شبکه چې د پاکستان ښی لاس دی، نوره هم پراخه شي او له قبایلي سیمو به له مدرسو روزل شوي سخت دریځي د جګړو تازه کولو او پراختیا لپاره راولي او د هېواد امنیت به تر هر بل وخت او هرې بلې سیمې زیات وننګوي، ځکه همدا یوه اونۍ وړاندې د پکتیا له مرکز ګردېز څخه ولسوالیو ته غځېدلو لارو بندېدو په اړه رسنیو خبرونه خپاره کړل چې د جګړو او د حقاني شبکې جنګیالیو له خوا د ایښودل شوو بمونو او په غرونو کې د نیولو کمینونو له امله بنده شوې وه.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه