د غزني شړېدلي حالت په تړاو د ارګ ځانګړې پاملرنې اړتیا

د ۲۰۱۳کال بریا لپاره د غزني بیا رغونې او نورو پراختیايي پروژو کې د وخت والي او چارواکو له لوري د شویو فسادونو سربیره اوس اوس چې ددې ولایت مرکز کې پرمختګ نیمژواندي حالت کې مزل کوي، نو لا یې هم پر وړاندې ګڼ خنډونه شته، چې باید مرکزي چارواکي په تیره ولسمشر ځانګړې پاملرنه ورته وکړي. 

غزني کې خصوصي سکټور په بشپړ ډول د ځايي ادارو ملاتړ پر ځای په ګڼو چارو کې پرمختګونه هم ننګوي؛ هر نوي والي، قوماندان، مستوفي، ښاروال او... د بډو له لارې په دې غافل کوي، چې دوي خپلې شومې موخې دلته د مافیا او د نظام او په ټوله کې د دولت مخالفینو په ملاتړ تر لاسه او ور ورسیږي او په همدې یې ځايي مرکزي چارواکي د ټولو سیمو امنیت نا ډاډمنتیا په نوم له لومړي سره داسې ویرولي دي، چې د ګڼو پرمختیايي پروژو کارونه په خپل ځای له کلونو کلونو راهیسې درېدلي پاتې دي او بیا دغه پروژې د نا امنۍ په پلمه ناور، مالستان، جاغوري او یو شمیر نورو محدودو شمالي د هزاره جات سیمې اړوند ولسوالیو ته ځي. 

هغه څوک چې د نا امنۍ په پلمه د سویلي او مرکزي سیمو پرمختیايي پروژې یادو ولسوالیو ته لیږدوي د ناور لرغونې دښتې، چې له تاریخي پلوه د ۲۰زرو کالو مخکیني آثار پکې شته او په افغانستان کې د لومړني مخکې د ډبرې له زمانې لرغوني شته آثار د ایراني متخصصینو په مرسته، چې ددوي لخوا دلته په بشپړ خوندي ډول راوستل کیږي ایستل کیږي او د همدوي له لوري پرې پلورل کیږي او برسیره پر دې همدا کسان د ایران استخباراتي مشرانو پټې ناستې په جاغوري، مالستان، اجرستان او ناور ولسوالیو کې له طالبانو سره په ډاډمن ډول ترسره کوي او ټولې آسانتیاوې یې ورته د خپلو ګټو په بدل کې برابروي. 

همدا لامل دی، چې غزنی دا مهال په کوچني ښار کې د څلورو صرافیو لویو مارکیټونو په درلودلو سره د تورو پیسو د کاروبار تر ټولو لوی مرکز ګرځېدلی دی، چې په دې صرافیو کې له دولتي چارواکو له فساد رانېولې بیا د مخدره موادو، لرغونو آثارو، له مالیې پرته له پاکستان څخه د راواردو شویو توکو او د طالبانو د معاشونو حوالې په بشپړ خوندېتوب اجرا کیږي. 

د تورو پیسو یادو حوالو بشپړ خوندېتوب او پرته پلټنې له برکته په غزني ښار کې په خپل سر جوړېدونکو مارکیټونو کې له یو سیټ نېولې بیا تر نیم مارکیټ پورې د ځايي والي، ښاروال، امنیه قوماندان او نورو له لوري یا خو په بشپړ ډول د فساد پر یادو پیسو اخیستل شوي او کرایې یې اخلي او یا هم دا چې د جوړولو جواز پرته یې د اجازې په بدل کې د مارکیټونو له خاوندانو قبضه کړي دي او د ټاکلو کسانو له لوري یې هره میاشت کرایې راټولیږي، چې دې چارې ښار کې جوړېدونکي مارکیټونه د ښار جوړونې وزارت له ټاکلې نقشې پرته بشپړ او رسیدلي دي، چې ټول ښار یې ډیر تنګ او بد رنګه کړی دی. 

پر دولتي چارواکو سربیره د میدان وردګو، پکتیکا، پکتیا، لوګر، ارزګان، زابل ولایتونو طالب مشران په غزني ښار کې د جوړو شویو صرافیو له لارې نه یوازې دا چې خپل او د خپلو جنګي ډولو له بهره رالیږلو شویو معاشونه اجرا کوي بلکې د مخدره موادو او وسلو د قاچاقو لپاره یې هم په ډیرې آسانۍ لېږد را لیږد په آسانۍ تر سره کوي او د یادو سیمو طالب مشرانو د همدې پیسو د آسانتیا او خوندېتوب له برکته په جوړو شویو مارکیټونو کې له یو څخه نېولې بیا تر څو سیټ دکانونه اخیستي دي، چې د یادو دولتي چارواکو په څېر یې ورته کرایه هره میاشت ټولیږي. 

نو ددې ستونزو په شتون کې به ولې غزنی هر ځلې سقوط نه کوي او د پاکستان فوج اړوند پیاوړي روزل شوي پوځیان به د طالب په جامه کې څنګه دلته نه رارسیږي او ښار به نه سقوط کوي؟.
آیا په پلازمېنه کابل کې داسې څوک شته، چې د غزني دې ستونزو جاج واخلي او له ګمارل شوي چارواکي کلکه څېړنه او پوښتنه وکړي، چې ولې او د څه لپاره یې هلته لیږلی، چې له شته امکاناتو سره سره یې بیا هم د ټولو ستونزو ګراف لوړیږي؟.

هیله ده چې مرکزي چارواکي دې ستونزو ته جدي پام وکړي او غزنی له دې کړکیچن حالته راوباسي او ویې ژغوري.