د اوبو په اړه حېرانوونكي خبرې


ژباړه: نجیب الله خان
۱ـ د انسان ماغزه (دماغ) ۷۵% له اوبو جوړ دي.
۲ـ د انسان وینه۸۳% له اوبو جوړه ده.
۳ـ د انسان د هډوکي ۲۲% له اوبو جوړ دي.
۴ـ د انسان عضلات ۷۵% له اوبو جوړ دي.
۵ـ هرسهار د دوو ګیلاسو اوبو څښل، ستاسو د بدن دننه غړي فعال ساتي.
۶ـ د خوراک کولو څخه مخکې، د یو ګيلاس اوبو څښل د خوراک په هضمولو کې مرسته کوي.
۷ـ د غسل (لمبل) کولو څخه مخکې، د یو ګيلاس اوبو څښل؛ د وینې د لوړ فشار درلودلو څخه نجات درکوي.
۸ـ د خوب څخه مخکې، د یو ګيلاس اوبو څښل؛ د زړه د ناروغيو اود مغزو د رګ شلیدنې څخه مو ساتي.
۹ـ حجرو ته د غذايي موادو او اکسیجن په وړلو کې مرسته کوي.
۱۰ـ د انسان د بدن د تودوخې درجه کنترول کوي.