دعوې، مرکې او محکمې


په قانوني ژبه د بل څخه د خپل حق غوښتلو ته دعوا ویل کیږي خو ستونزه دا ده چې کله نه کله د خپل حق پر ځای د بل پر حق په ناحقه ډول د خیټې اچولو کوښښ کیږي. څومره چې د ځمکې او نورو شیانو قیمت لوړیږي نو په همغه اندازه د انسان په روح او فکر کې د ځمکې او شیانو د زیاتیدو ځواک هم پیاوړی کیږي نو پر همدې بنیاد هڅه کوي چې خپله ځمکه او شتمني چې د هرې لارې وي زیاته کړي.
زمونږ په ټولنه کې د دعوا د حل لپاره دوه ډوله لارې چارې په لار اچول کیږي، یوه یې قانوني لار ده چې یو انسان د خپل حق د غوښتلو او خوندي کولو په موخه په محکمه کې د عدالت غوښتنه کوي کومې ته چې په قانوني ژبه رسمي او قانوني لار هم ویل کیږي ، دویمه لار یې زمونږ د کلتور او فرهنګ ډېره پخوانۍ لار ده چې د کلي او قوم د مشرانو پر مټ د جرګې او مرکې له لارې دعوا حل او فصل کیږي چې ورته عرفي لار هم ویل کیږي.
د دعوا د حل دواړه لارې ګټورې او موثرې دي خو په دې شرط چې په رښتیني معنا د رښتینو اسنادو، شواهدو، مدارکو او قراینو په پام کې نیولو سره ورته ځان ورسول شي، دواړه لارې تر ډېره د افرادو او آن د قومونو ترمنځ شخړو او ستونزو ته د پای ټکی ږدي خو بیا هم مهمه د محاکمو بې پارې او د قانون په چوکاټ کې پرېکړې او د مرکو بې پارې پرېکړې او تصمیمونه دي.
یوه بله بدمرغه او وژونکي لار چې مونږ یې د دعوا او شخړو د حل لپاره کار وو هغه د زور لار ده، په داسې حالتونو کې نه یوازې دا چې دعوې د حل لاره نه پیدا کوي بلکې شخړې او ستونزې مو تر نسلونو نسلونو غزیږي او آن د مرګونو او وژنو لړۍ پرې تسلسل پیدا کوي. دلته مهمه خبره دا ده چې مخکې د هرې ستونزې او دعوا څخه د ځان، قوم او ضمیر سره پرېکړه او مشوره وکړو چې آیا زه په دې دعوا کې په حقه یم او کنه؟ که دعوا مې ناحقه ده د دې پایله به څه وي؟ آیا دا دعوا په دې ارزي چې په نتیجه کې یې د دوو کورنیو ترمنځ نه ختمیدونکي ستونزې او شخړې رامنځ ته شي؟ آیا د یو انسان څخه د ژوند د اخیستلو له امله به زما کورنۍ د کوم ډول بدمرغیو سره لاس او ګریوان شي؟
انسان باید هڅه وکړي چې اول د خپل ځان او وجدان سره مشوره وکړي او له هغې وروسته عدالت او حق ته د رسیدو لپاره قانوني لاره خپله کړي، هغه عدالت چې په ځنډ سره پلی کیږي د هغې عدالت څخه څو ځلې غوره دی چې د زور او فشار پر مټ پلی کیږي.
د خدای ج په خاطر په ځان، کورنیو او پر نورو مو زړه وسوځئ د ناحقو دعوو او شخړو څخه تیر شئ، ځمکه الله ج د انسان د ژوند کولو لپاره پیدا کړي نه دا چې د ځمکې په خاطر د یو انسان څخه د هغې خدای ورکړی طبعي حق چې ژوند دی واخیستل شي.
له محاکمو او مرکزنو هم هیله لرم چې د خدای په خاطر د خلکو ترمنځ د ستونزو د زیاتولو پرځای د هغوی ترمنځ د عدالت لاره خپله کړئ، یوازې حق ته وګورئ دا مه ګورئ چې څوک زورور دی او څوک بې زوره.
په ټوله علمي او هیوادنۍ مینه
میرولي جان لکڼوال