
هغه مهال چې په هیواد کې د بن د پرېکړو سره سم یو قانوني دولت په وجود راغی نو د خلکو هیله هم دا وه چې نور به له خېره هیواد د قانونیت، ښيرازۍ، پرمختګ او نیک مرغۍ په لورې یون پیلوي، په هیواد کې به د جنګ او جګړې ځای سوله او ارامي نیسي، ټول افغانان به د یو متحد او یو موټي افغانستان د جوړونې په موخه سره خپل لاسونه او فکرونه یو ځای کوي، له هیواده بهرمهاجر افغانان به له مهاجرته د خپل هیواد د ابادۍ او ښیرازۍ په موخه بېرته راستنیږي. خو وخت دا وښوده چې زمونږ د مظلوم او کړیدلي ملت دا ټولې هیلې یوازې او یوازې خوب او خیال وخوت، په دې دلیل چې د قانونیت ځای زورواکۍ،د ښیرازۍ ځای بدمرغۍ،د پرمختګ ځای پر شاه تګ او د نیک مرغۍ ځای بدمرغۍ ونیو، په دې سترګې نه شو پټولی چې په مختلفو ساحو کې یو څه پرمختګ شوی خو هغه ډول نه لکه څه ډول چې د خلکو هیله او توقع وه . تاسو وګورئ د مزار شریف والي چې اته کاله وړاندې د یاد شوي ولایت والی دی لا تراوسه هم په خپله میراثي چوکۍ په داسې شکل ناست دی چې هیڅ د مرکزي او کرزي ادارې په فکرکې هم نه دی ، نه یوازې دا چې د زورواکۍ په مټو خپل موقف ساتي په نره د برحال اولسمشر عکسونه راپرځوي او په زغرده د غبرګ عبدالله ملاتړ کوي، اوس پوښتنه هم داده چې له دې نوره زورواکي او په دولت کې د ننه بل دولت څه ډول وي؟؟؟ او یا هم له دې پورته زورواکي څه ډول وي؟! په سیاسي ډګر کې د دولت له لویو لاس ته راوړنو څخه د نوي سیاسي نظام او نوي اساسي قانون په وجود راتلل یادیږي، دا چې نظام مو څومره بریالی او یاهم موفق دی په هغې خبرې نه کوو خو رابه شو د اساسي قانون موضوع ته ، په یوه دیموکراتیکه ټولنه کې د اساسي قانون واکمني د همغې ټولنې د سیاسي نظام د پایښت او بقا بنیادي خښتې ګڼل کیږي، په دې دلیل چې اساسي قانون په ټولنه کې د افرادو د ژوند او حقوقو د خوندیتوب ضمانت کوي او په نتیجه کې ټولنیز عدالت او مساوات ته لار برابروي، کله چې په ټولنه کې ټولنیز عدالت واکمن اووسي نو طبعي ده چې، هر انسان به خوښ او خوشاله وي او ټول وګړي به د عدالت په چوکاټ کې یو له بل سره ژوند کوي. دا چې مونږ او زمونږ ګلالی هیواد له بدمرغۍ او کړاوونو نه خلاصیږي عمده لامل یې هم د قانون پر ځای د زور واکمني ده، هغه څوک چې دولت او ثروت لري له قانونه لوړ او هغه څوک چې ثروت او دولت نه لري له قانونه ټیټ بلل کیږي، ترڅو چې د زورواکۍ ښکرونه د قانونیت په تبر ونه وهل شي نو تر هغې مونږ او زمونږ کړیدلی ملت له شته ناخوالو او ستونزو ځانونه نه شو خلاصولی. کله چې زورواکي تر دې حده ورسیږي چې یو څوک د وخت د اولسمشر واکمني نه مني او دا هم په داسې حال کې چې نوموړی د همدې اولسمشر د استازي په عنوان په یو ولایت کې دنده اجرا کوي،نور به اولس او ملت د کوم ډول زورواکۍ انتظار باسي؟ تر څو چې په هیواد کې دا ډول زورواکي واکمنه وي نو څه ډول به قانون د پلي کیدو چانس پیدا کړي او څه ډول به ملت هیله ولري چې نور به پر دوی ټولنیز عدالت حکومت کوي؟؟؟ زمونږ هیله به هم له راتلوونکي اولسمشر هم دا وي چې په لومړي سرکې باید د دا ډول زورواکانو زور د قانون په توره ورمات کړي، ددوی له مغزو باید دا د زوراکۍ نشه د تل له پاره وویستل شي،د چا ملا قانون ماته کړه او چا د قانون ملا ورماته کړه، په چا قانون په څو کیلومترۍ کې نه پلی کیږي او په چا قانون په سوونو کیلومتره لیري پلی کیږي ایا دا په رښتیا هم د یو داسې نظام یا سیستم غوښتنه ده چې ریښې یې په ولسواکۍ او یا هم د خلکو په ارادې ولاړي وي؟ که مونږ په رښتیا هم یو ولسواک نظام او واکمنۍ ته ژمن و نو لازم دا دي چې د زورواکانو سره د قانون په ژبه د قانون په چوکاټ کې داسې برخورد وشي چې له یوې خوا د قانون په زور او ځواک وپوهیږي او له بلې خوا یې خوله د مظلوم ملت له وینو راوخیږي، تر هغې چې په واکمنۍ کې جدیت او قطعیت شتون ونه لري نو تر هغې پورې هیڅوک د مسوولیت احساس هم نه شي کولای، دا وخت د پریکنده تصمیم او پرېکړې وخت دی، تر څو چې د قانون حاکمیت ته زمینه برابره نه شي نو تر هغې پورې به دا د زورواکانو ښکرونه همداسې تیره او د ملت پر شتمنیو وربرابر وي.
میرولی جان لکڼوال