
_ په1888 زکال کې د جنايي داستانونو نامتو امريکايي ليکوال رايوموند چاندلر Raymond Chandler زېږيدلی دی.
جمال عبدالناصر
_ په1952 زکال کې په مصرکې د وروستي پاچا فاروق حکومت، د يوې پوځي کودتا په ترڅ کې د علي محمد او جمال عبدالناصر له خوا راوپرځول شو.
_ په 1968 ز کال کې د لومړی ځل لپاره د فلسطين د ازادي غوښتونکي جبهې Popular Front for the Liberation of Palestine (PFLP) غړي د يوې اسرائيلي مساپروړونکې الوتکې El Al په تښتولو بريالي شول.
_ په 1979 زکال کې د ايران مذهبي مشر آيت الله روح الله موسوی خمينی د موزيک پر خپرولو بنديزولګولو او ﻻمل يې د ځوانانو بې ﻻرې کول ښودل شوی و.
_ په 1982 زکال کې د نهنګانو د نيولو نړيوال کميسيون International Whaling Commission د تجارتي موخو لپاره د نهنګانوپرنيولو بنديز ولګولو.