غزل

په جنګ کــــې کـــوي دوه کاره اکثر پښتانــــــــه
يا سر بايلـــــــي او يا ګــــــټي سنګــــر پښتانــــــــه
 
يوې خواته دښمن بله خوا خپلو کـــــــــې جنګيږي
دا ځکــــه دي ملګـــــــــرو در په در پښــــتانـــــــــــــه
 
دوی دېته دي حيران چې به بېګاه ته مونږه څه خورو
نړۍ اوس هــــــم ګــــڼي ځانته خــــــــطر پښتانــــــــه
 
چې ولې دې نړۍ کـــــې ډېرو دېته کار ويلــــــــی
چـــې نه شي سره يو ځای لــــــــر او بر پښتانــــــــه
 
کــه جــــوړ لــــه شيشو ښار او تاج محلـــې نه لري
دېــــــره لـــــري چـــنار لــــــري ګـــــودر  پښتانــــــــه
 
يو غم مې دومره  نه ژړوي ملګرو لکه دا غـــــم
چـــــې څـــو بــه يو او بل ولي په سر پښتانــــــــــه
 
زما ( يرغل ) له لمونځ وروسته لومړۍ دغه دعا وي
چـــــــــې وځلــــــــوې خدايه لکـــــــــه لــمر پښتانــــــــه
 
انوارالحق (يرغل ) ننګرهار