که دې نوم دخونکار واورېد ځينې تښته

 
دعشق پوړتــــــــه پــــه دې لاره اندېښنه ده
مينه پــــــټه شوه لـــــــــــــه ډاره اندېښنه ده
سر تـر سريې لـــــــــه دې کاره  اندېښنه ده
چې مينو لــــــه خپل يـــــــــــــاره اندېښنه ده
يارانه درقيب هــــــــــــــــــرڅه ځينې ځښته
(که دې نوم دخونکار واورېد ځينې تښته )
 
»»»
ديــــــــار زهـــــــــر دې شکرو کې رانغاړه
ښکلي واړه پـــــــه سنــــــــــدرو کې رانغاړه
زندګي دې پـــــــــــه خبــــــــــرو کې رنغاړه
دزړه راز دې پــــــه ټــوکرو کې رنـــــــغاړه
که پـــــــه کور دې وي دسرو زرو هم خښته
 (که دې نوم دخونکار واورېد ځينې تښته )
 
»»»
څـــوک يې وانـــه وري دزړه لــحن يې نيسه
کـه يې زړه سـورى کوو نــــو ستن يې نـــيسه
سبــا مـــرګ دنــامردئ دى نـــــــــن يې نيسه
کـــــه دې يـــــــار کړ مـــرور لـمن يې نــيسه
ژونـــد له يـــار سره جنت پــــــــــه سپېره دښته
 (که دې نوم دخونکار واورېد ځينې تښته )
 
طالب منګل