پاکستان د تروریزم خامو او پخو موادو تولیدوونکی

 
اروپايي هېوادونو ته له سوریې د جګړو ځپلو وګړو تر څنګ تېر او وړم کال په سلګونه زره افغانان هم وکوچېدل او تر څنګ یې ایرانیان او پاکستانیان هم ولاړل، خو تر دې دمه رسنیو پر لویو او وړو جرمونو د افغان کډوالو له نیول کېدو کم رپوټونه ورکړي؛ ځکه چې افغانان په کور دننه له جنګ او جګړو ستړي کډوالۍ ته اړ شوي، نو په اروپا او نورو وچو کې به څنګه ناقانونه کړنو ته زړه ښه کړي. خو په یادو کډوالو کې تر اوسه پورې تر ټولو زیات پاکستاني وګړي پر لویو او وړو جرمونو لړلي راڅرګندېږي او رسنۍ هم هر وخت په دې اړه رپوټونه ورکوي.
د تازه پېښو په لړ کې د پاکستان د اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د اسوسیټېډ پرېس خبري اژانس له قوله خبر ورکړی چې یو پاکستانی د اختر په شپه د جرمني په شمالي ښار بریمین کې د جاسوسي کړنو پر تور نیول شوی دی.‌ دغه پاکستانی چې سید مصطفی نومېږي پرې تور لګېدلی چې د جرمني– اسرایلي اړیکو د پخواني مشر رینهولډ روبي او د هغه د نژدې همکارانو په هکله یې ایران ته جاسوسي کوله او د اکتوبر په میاشت کې د رینهولډ او د هغه د ملګرو په هکله یې د ایران یوې جاسوسې ادارې ته یو لړ معلومات ورکړي دي، خو دا یوازې یوه او تازه بېلګه نه ده، موده وړاندې پولیسو په هسپانیا کې درې تنه پاکستاني وګړي داعش ته د پروپاګند په تور ونیول او تر دې وړاندې هم ډېرو رپوټو په ډاګه کړې چې ګڼ پاکستاني وګړي نه یوازې په پاکستان کې دننه، بلکې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پیسو په مقابل کې ناقانونه او افراطي کړنې ترسره کوي.
نو له دې او نورو بېلګو څخه دا په څرګنده په ډاګه کېږي چې پاکستان ‌د تروریزم خامو او پخو موادو تولیدوونکی هېواد دی او په دې برخه کې له خپل پیدایښت څخه بیا تر دې دمه پراخه تجربه لري. په دې ډول کړنو کې د پاکستان لپاره یوازې مادیات ارزښت لري؛ که له دین څخه د اوښتو، دیني مقدساتو ته د سپکاوي او یا هم بله هره ناقانونه چاره وي، پاکستان یې کولو ته هر وخت پوره چمتووالی لري؛ ځکه پاکستان د فعالو هغو عناصرو په څېر دی چې په هر ډول تعاملاتو کې کتلست ته اړتیا نه لري او د ګټو لپاره هر ډول کړنو ته تیار دی.
پاکستان د اسلام پاللو سرسخته مدعي دی او په خپله خاوره کې یې د دیني زده کړو په نامه لوی لوی مرکزونه جوړ کړي، خو بیا له همدې مدرسو څخه افغانستان او نورې نړۍ ته تروریزم صادروي؛ ځکه په همدې مرکزونو کې د دیني زده کړو په بهانه خام مواد چې زلموټي دي وسله والو بریدونو لپاره روزي او بیا یې د خپلو ګټو لپاره هر ځای چې وغواړي لېږي او خپلو شومو موخو ته د رسیدنې اله یې ګرځولې ده، چې په روژې مبارکه میاشت کې د سعودي عربستان پر مهمو ځایونو باندې د پاکستانيانو ځانمرګي بریدونه یې ښې بېلګې دي او پاکستان له بل چا څخه د ګټو لاسته راوړلو لپاره دا ډول نمک حرامي له خپل یو لوی بادار سره وکړه.
له یادو بریدونو او په اروپا کې د پاکستانیانو له ناقانونه کړنو څخه وروسته د برېتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون په څرګندو ټکو رسنیو ته وویل چې پاکستان د تروریزم ستر صادروونکی هېواد دی؛ نو ځکه خو اروپا، امریکا او د پاکستان نږدې دوست عربي نړۍ هېوادونو ته په کار دي چې د پاکستان په اړه په خپلو پالیسو کې پراخ بدلون راولي او په دې تړاو له ډېرې محتاطۍ او ځیرکۍ څخه کار واخلي؛ ځکه داسې ښکاري چې پاکستان اوس له یوې خوا وږی شوی او له بلې خوا پرې د یو شمېر هېوادونو باور په کمېدو دی؛ نو ځکه خو د لیوني سپي په څېر هر لور ته خوله اچوي او چې هر څوک په مخه ورغلل له داړلو یې ډډه نه کوي.
نو نړیوالو او هغوی چې له پاکستان سره اړیکې پالي، د پاکستان هر ډول کړنې دې په جدي وڅاري ګني پاکستان به نه یوازې دا چې اوس، بلکې وروسته هم تر هر بل وخت ډېر پر دښمن سربېره د خپلو بادارانو لپاره هم ستر ګواښونه رامنځته کړي چې بیا به یې کابو کول ناشوني وي او دوستي به یې هم بې له زیانه کومه ګټه ونه لري، لکه چې شاعر وايي :
دشمن دانا که غم جان بود —- به از آن دوست که نادان بود
 
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه