عربو به اوس د لستوڼي مار پېژندلی وي

 
 
لیکوال: حبیب الله حبیب
habibullahafghan673@gmail.com
پاکستان له خپل پیدایښت څخه تر اوسه د خپل معنوي او مادي مور و پلار (برېټانیا) له لوري تغذیه، پالل او روزل کېږي، خو چې سعودي عربستان کله هم په ختیځه او منځنۍ اسیا کې څوک نه دي خوښ شوي او یا یې په اروپا کې د چا اوربوز او تندی تریوغوندې تر سترګو شوی او بیا یې ورسره د دښمنۍ پالل نه دي له لاسه شوي او په ځان کې یې قوت او لیاقت نه دی لیدلی؛ نو سم له واره یې پاکستان ته اشاره کړې او پاکستان لکه د نڅاګرو تل ورته لاس په نامه دی او د عربستان هر امر ته یې لبیک ویلی، خو افسوس چې سعودي عربستان او په ټوله کې عربي نړۍ د پاکستان پر اسرایلیت نه دي پوه شوي او که پوه شوي هم دي؛ د لویو زړونو ، پراخو حوصلو او خوشباورۍ خاوند عربانو؛ سر نه دی پسې ګرځولی او له نفتو څخه تر لاسه شوو شتمنیو په عیاشیو کې غرق کړي دي.
پر دې سربیره په عربو کې که هوښیار او زړور هم پیدا شوی، نو بیا یې د افغاني سردارانو په څېر ناړامه شوی او د خپل یاغي طبعیت په کابو کولو نه دی بریالی شوی، یا خپلو خلکو له منځه وړی او یا هم د دې فرصت برابر کړل شوی چې رهبر یې راوپرځول شي؛ لکه په معاصرو زمانو کې چې عربو له عثماني خلافت سره په دې کینه راغله چې ګواکې ترکان اوس ددې شول چې پر دوی به واک چلوي. د عثماني خلافت د ړنګېدو لوی لامل له دې خلافت سره د عربو کینه وه، چې وروسته دښمن ته د دې موقع په لاس ورغله څو د دې خلافت نړولو لپاره مټې رابډ وهي. په افغانستان کې هم د شاه غازي امان الله خان دوره یوه بېلګه یادولی شو، چې له عربو څخه په لږ توپیر د وخت ناپوهو افغانانو د دښمن په خوله وکړل او د یاد روڼ اندي نظام یې رانسکور کړ او واک یو پېژندل شوي نومیالي غله ته په لاس ورغی.
له دې وروسته د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې عربي نړۍ دوه مخور چې یو یې صدام حسین او بل یې هم معمرقذافي و، له لاسه ورکړل او په افغانستان کې سردار محمد داود خان او بل یې ډاکټر نجیب و، چې صدام داود خان ته ورته بللی شو او ډاکټر نجیب سره پاکستان د غرب په غوښتنه داسې چلند وکړ لکه څنګه چې د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې همدغه غرب (امریکا) له معمرقذافي سره وکړل، د قذافي د وژلو په اړه اوباما موده وړاندې دا په ډاګه څرګنده کړه چې یوازېنۍ تیروتنه یې د قذافي وژل و او د ډاکټر نجیب الله پر وژلو اوس اوس هغه هوښیار طالبان، چې په مغزو کې یې بوس نه دي، پښیمانه دي او د شمال ټلواله هم له ډاکټرنجیب سره د کړې نمک حرامۍ له امله سخته شرمنده او پښېمانه ده.
د دې لپاره چې د موضوع له اصلي کرښو بهر نه شم، نو غوره بولم چې یوازینۍ تمرکز په اصلي موضوع چې عربي نړۍ او پاکستان دی وکړم. لکه په لومړي پاراګراف کې چې مې یادونه وکړه عربستان پاکستان د دې لپاره تمویلوي چې خپلې موخې پرې تر سره کړي او خپله یې یا د لټۍ له وجې نه شي کولای او یا دا چې خپل ځان له هر څه سره سره سپین چرګ وښيي. خو د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو کې په سعودي عربستان کې د پاکستان بمي او ځانمرګي بریدونه نورې نړۍ ته دومره هېښنده نه و، ځکه د پاکستان اسرایلي خواص چې افراطیت په کې نغښتی دی او دین یا مذهب ته په هېڅ ارزښت نه دی قایل، خو سعودي عربستان ته به ځکه د پاکستان یاد قبیح عمل هیښ کړی وي، چې له خپلو متحده او همغږو ګاونډیو هېوادونو یې پرې زیات اعتبار کړی و او خپل دې اجنبي غلام سره یې د خولې ګوله نیمه کړې وه.
عرب دې یوه ښه بېلګه را په یاد کړي او هغه دا چې؛ د غرب او سعودي عربستان له خوا له پاکستان سره مرستې وشوې او پاکستان افغان ناپوه جهادي لیډرانو باندې نه یوازې دا چې ورسپارل شوې موخه چې د کمونېزم ړنګول و عملي کړه بلکې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو سره سیاله افغان اردو یې هم پرې ختمه کړه او د افغان جهادي لیډرانو په خولې یې پنجابۍ فتواګانې چې په راغلي وو : ((د جهاد په دې دوره کې چې ډېری افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي، د کابل هر اوسېدونکی چې هلته پاتې دی اهل نار دی او باید ووژل شي))، چې په همدې ډول یې تی خواره ماشومان هم تر تېغه تېر کړل، ځکه چې فتوا پنجاب ورکړې وه او د پنجاب فتوا ته یې تر هر څه ډېر ارزښت ورکاوه. خو پاکستان په سلو کې شل سلنه له غرب او عربو څخه مرستې افغاني لیډرانو ته ورنه کړې، بلکې له لسو څخه تر پنځلسو پورې یې په شواخون پرې ولګولې او پاتې نورو ته یې خپله پلتۍ ووهلې او خپل ځان یې پرې بسیا او له هره اړخه سمبال کړ او د هماغه مرستو له برکته یې نن د عربو او غرب په خوښه تروریزم وزېږاوه او په بل کړي اور یې اوس اروپا ، امریکا او تر ټولو سپیڅلو ځایونو ته چې د خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) مبارکه مقبره ده؛ زیان ورساوه.
دا چې د سعودي عربستان وروستیو بریدونو کې د پاکستان نېغ لاس لرل ثابت شول، نو اوس دې بې غوره او خوشباوره عرب د لستوڼي د دې مار پر دسیسو ښه ځانونه خبر کړي او ددې لپاره چې د اسرایلي پاکستان دا ډول قبیح عملونه چې د هر چا په غوښتنه یې کوي د خدای (ج) تر سپیڅلي کوره نه رسېږي؛ نو پر پاکستان دې تر ټول مخکې مرستې بندې او ټول پاکستاني کارګر دې له خپلې خاورې وشړي، ګنې په روانې لار به ترکستان ته ورسېږي نه مکې ته!
 
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه