زه چې بېماره ومه
د خوب خېالونو کې مې
ستا د ارمان ښاپېرۍ
راته ېو سره غونچه د ګلو راکړه
د هر ېو ګل د مخ ګلپاڼه کې مې
د خپل زړګي د سمندر څپو کې
ېو سچه خېال ولېده
چې زما د اوښکو په جامونو کې ېې
د تقدېر لاره مونده
زما د تقدېر د اننګو په مخ پرتو اوښکو نه ېې
ستا د ګلاب د پرخو رنګ جوړوه
زه چې بېماره ومه
ستا د ارمان ښاپېرۍ
راته ېو سره غوټۍ د مېنې راکړه
ما په رپانده او ناتوانه لاسو
ټېنګه کړله
ښکل مې کړله
ځکه درنه وه پښتنه وه ستا د مېنې غوټۍ
خو رانه وغورځېده ورژېده
پاڼې پاڼې
زما د تقدېر په پښو کې خاورې شوله
تورې خاورې
زه چې بېماره ومه
ستا د ارمان ښاپېرۍ
راته يو سره غونچه د مېنې راکړه
راته يو سره غونچه د مېنې راکړه
وروستي