
د خوشال بابا فکري بهير د معمول سره سم پيل شو؛ عمران د دریځ چارې پر غاړه واخيستې او حاضرينو ته يې تر ښه راغلاست ويلو وروسته، حکمت الله ته بلنه ورکړه، چې په خپل زړه راښکونکي آواز د قران آیتونو تلاوت باندې غونډې ته ښکلا ورو بخښي.
وروسته جمشید جبیبي د اونۍ مهمو نړیوالو پیښو لپاره دریځ ته وغوښتل شو او ګډونوالو هم پکې برخه واخیسته چې لاندې موضوعاتو ته اشاره وشوه:
د کابل پغمان ولسوالی په سیمه کې پولیسو باندې چاودنیز برید چې خپلې پوځي زده کړې يې سرته رسولي وې، همدارنګه د پکتیکا ولایت د ملي امنیت معاون باندې د غزني حدودو کې ډلییز مرګونې برید چې نوموړی پکې شهید کړل شو.
په استانبول هوايې ډګر مرګونې برید، چې نږدې ۲۰۰ تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله او دا لومړنې ځل وو چې ترکیه کې پر يوه هوايي ډګر دا ډول خطرناک برید ترسره کیږي.
د امنیت شورا سلاکار تګ ننګرهار ته، د تسلیت او کوټوالو ته د بریا مبارکي سره يې پاکستان يې د داعش پالونکی او رالیږدونکی هیواد وباله.
شمال کې جمهور رييس د لومړي مرستيال قوماندانانو له خوا عملیات او د مظلومو افغانانو ځوریدنې بهیر چې د زغم وړ ندی.
ورسره د سلیم صیب او کورنی ته د تسلیت او مرحوم پلارته چې په همدغه اونی د ننه په حق رسیدلای وو په تلاوت پسې دعا د مغفرت وشوه انا لله وانا الیه راجعون
دویمه برخه:
د کتاب معرفي چې عبدالله الهام جمالزي د سینوهه مشهور ناول چې د فرعونیانو د کورنی یو غړي په خیالي تصور لیکل شوی او عیسی ستانکزي ژباړلی دی وړاندې شو. دغه کتاب د څور زرو کالو مخکې په مصر کې د فرعون د زمانې انساني شعوري کچې او هغه وخت د ژوند لارو چارو نه موږ خبروي. کتاب ټول بیان د یو طبيب له خولې چې هغه هم د فرعونیانو له کورنې څخه دی خو په یوه غریبه کورنی چې مشر يې ډاکټر وي رالوییږي ټول داستان بیانوي.
کتاب په ۱۹۴۵ز کې لیکل شوی او په ۲۰۰۶ ز کې پښتو ته ژباړل شوی دی.او لیکوال ګاونډیو سیمو ته په سفرونو لیکنې کړي او بلاخره جمالزي دا کتاب د هغو ځوانانو لپاره چې د سیاست، فرهنګ او تاریخ سره لیوالتیا لري اړین وباله چې کولای شي له هغو یادښتونو چې په سینوهه کتاب کې موجود دي پوره پوره ګټه پورته کړي.
دریمه برخه: پریزنتیشن چې انتظار خادم د نړیوال مشارکت په هکله وړاندې کړ
نړیوال پیچلی مشترکات:
جنګ، سوله، سیاست، سوداګري او ګډ اقتصاد د اوسني نړۍ ګډ مشترکات دي.
نړیوالتوب حتمي دی او خپل ځای په نړیوالتوب کې ټاکل انتخابي دی څنګه کولای شو چې په نړی او آسیا کې د خپل هیواد مهم سراتیژیک موقیعت او نړیواله کورنی کې خپل مهم غړیتوب ثابت کړو خادم د بریتانیې ټاکنې د اروپايې اتحاديې سره د پاتې کیدو او وتو لپاره چې د وتلو په صورت کې ټول ټال نړۍ کې د درې تریلیونو تاوان اټکل شوی دی او دا ثابتوي چې انګلستان د نړیوال کور یو مهم غړی دی مثال ورکړ او نړې يې کور وباله او زیاته يې کړه چې که چیرې د کورنی یو غړی ګټه یا تاوان کوي نوره کورنې باندې هم اثرات پریوځي.او لاندې مثالونه يې د بیلګې په ډول وړاندې کړل.
هند او چین چې نن سبا ۳۷ سلنه د نړۍ نفوس پکې ژوند کوي څلور اعشاریه درې ملیارده انسانان د آسیا براعظم کې ژوند کوي یعنی شپیته سلنه، د دنیا خلک دلته آسیا کې میشت دي او عین وخت کې ۴۵سلنه وګړي غریبانان دي او افغانستان د ختیځې او سویلي آسیا د دوه اعشاریه پنځه ملیارده انسانانو په مینځ کې پروت هیواد دی، چین په ۲۰۵۰ کال کې د آسیا تر ټولو لوی اقتصادي ځواک باندې بدلیدونکی هیواد دی هند هم مخ پر وده روان دی نو که دوی غواړي چې خپلو تولیداتو لپاره بازار پیدا کړي افغانستان د دوی لپاره د تمرکز مرکز ځای دی.په راتلونکي وخت کې چین له درو اساسي مسایلو سره مخ دی
۱- چین باید چې په سیمه کې د امریکا د حضور سره مخالفت ونښیي ځکه که دا کار وکړي هند په ډیره اسانې باندې امریکا سره لاس یو کوي او د چین په مقابل کې لوی بلاک جوړولای شي ځکه تر ټولو مهمه مسله د چین لپاره دا ده چې هند د یو رغیدونکي هیواد په حیث باندې ځکه چې د ۱۹۹۱ ز کال اقتصادي بحران نه وروسته هرکال شپږاعشاریه پنځه فیصده اقصادي وسعت رامینځته کړی دی نن امریکا،اوباما،بریتانیا،دیوید کامرون او دنیا ټول خلک په دې اعتراف کوي چې ضرور به هندوستان د نړۍ د یو مهم هیواد په حیث راوتونکی دی که چیرته په مرکزي آسیا کې د منابعو د سرچینو نه د هندوستان د لاس د ویستو مسله مطرح کیږي نو چین مجبور دی چې حد اقل د هند په اوقیانوس کې د امریکا او هند سره په تقابل باندې اخته شي یو تر ټولو مهم په راتلونکو دیرشو کالنو کې د چین لپاره هدف دا دی چې د مرکزي آسیا د منابعو باید د هند لاسونه غوڅ شي مګر که دا کار ظریفانه ونکړي ستونزه دا جوړیږي چې هلته د امریکا او هند تر مینځ اړیکې ډیرې په اسانی باندې جوړیدای شي
۲- دویمه اساسي مسله داده: چې که امریکا او چین چې په افغانستان کې سره خفه دي هغه دا چې په ۲۰۰۱ ز کال روسیې او چین د امریکا سره تعامل داسې وکړ چې افغانستان ته راشی موږ کله چې د ایسیانګ په ایالت کې د مسلمانانو په مقابل کې کوم پاڅون کوو تاسو به خوله چپه ساتی دلته د دیموکراسی د وژلو مسله مطرح شوه مګر خبره دا وه چې حد اقل تر ۲۰۰۴ کال پورې باید امریکا له افغانستانه وتلي وای مګر دا مسله مطرح نشوه اوس چین په دې هڅه کې دی چې یا د امریکا حضور په دې خطه کې کمزوری کړي او یا مکمل ووځي خو که چیرې دا کار محطاطانه ونکړي مشکل څه جوړیږي مشکل دا جوړیږي چې پنځوس فیصده د چین غذایې تولیدات د مالیزیا،اندونیزیا او استرالیا له بحري مرکزونو له لارې انتقالیږي کله چې دغه هیوادونه د امریکا تر ټولو مهم دوستان جوړیدای شي هلته چین مجبور دی خپلې منابع له لاسه ورکړي.
دریمه اساسي مسله چې چین غواړي راتلونکي کې دیرشو کالونو کې په آسیا کې یو عظیم اقتصادي قوت شي او د ۲۰۵۰ز کال پورې د دنیا دویم اقتصادي قوت جوړ شي نو مجبور دی چې افغانستان د دویم ځل لپاره د ترهګری په ځاله جوړیدو ته پرې نږدي ځکه هلته ګوادر دی او دلته د افغانستان نه د وریښمو لویه لار چې دا دوه لوی اقتصادي پروژې به پرېنږدي چې افغانستان د تروریزم په ځاله بدل شي.مثلآ
چیجنګپینګ چې د چین ولسمشر دی هغه وايې چې د چین او د جنوبي آسیا حکومت کې د امریکا د اقتصادي پرمختګ په خاطر د نیو آیشیا بنګ جوړوم دې که حد اقل پنځوس ملیارده ډالره پانګونه کوم چې دا به راتلونکو لسو کالونو کې سل ملیارده ته رسیږي یعنی په عین وخت زه غواړم د وریښمو لار چې د بدخشان د بهارک نه د ایسیانګ ایالت پورې غزیدلي ده او دا تقریبآ ۹۰۰سوه کیلومتره لار ده ۵۲۰ کیلومتره باید آسیايې بانک جوړه کړي چې دغه پيسې باید د افغانستان حکومت باندې چارچ شي او۳۸۰ کیلومتره باید د چین حکومت جوړه کړي ۴۰ کیلومتره چې وار د مخه جوړه شوي ده چې هغه (ADB)آسیايې بانک جوړه کړي ده مګر ولې دومره اعظیم پانګه اچونه چین په افغانستان باندې کوي علت دا دی چې افغانستان تر ټولو مهم ستراتیژیک موقعیت لري
آیرلند په ۱۹۴۹ز کال کې تر ټولو غریب هیواد وو مګر درو څلورو مهمو مسایلو په پښو ودروو چې یو: د ټکنالوجی سم استعمال دویم:د نړۍوالو اقتصادي نوښتونو په وړاندې خپله دروازه پرانیستې پریښودل دریم:خپل سراتیژیک موقعیت د یوې آلې په حیث باندې استعمالول چې د بریتانيې او حتی د امریکې تعمل د اروپا سره جوړ کړی وو او تر ټولو مهمه خبره د وزیر اعظم براتون سالمه رهبري او فکر وو چې نن آیرلند د نړۍ په څلورو خوښو هیوادو کې حسابیږي ولې ځکه دوی خپل اقتصادي اشتراکات د خپلې جغرافيې په محتوا کې ډیر ښه تعریف او ښه يې تمثیل کړ
وړاندیز دا دی چې راځې د افغانستان دغه پیچلي،غښتلي او په عین وخت کې یو بل سره متوصل اقتصادي اشتراکیت نه په ګټې د افغانستان د مطرح کیدو لپاره کومې چارې ضروري دي چې موږ باید په هغې باندې کار وکړو
د نتیجه ګیرې نه مخکې څو مسلې غواړم بیان کړم چې د واخان کوریدور لکه د وریښمو لار د افغانستان اهمیت هم آسیا کې او هم د نړۍ لپاره ډیر زیات مهم کړی دی د پنج او د کروکروم دغه غرونه چې دي دوی حد اقل د واخان د کوریدور اصلي هسته جوړه کړي ده مګر کله چې په ۱۸۷۳ ز کال کې برتانيې او روسيې سره تفاهم وکړ چې د واخان دهلیز باید د روسانو او افغانستان تر مینځ باید د بفر زون په حیث تعین شي دا تر ټولو مهمه مسئله وه حد اقل د واخان دغه لمن تر چین پورې رسیدلي ده افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې دغه مهمه منطقه ده که چیرته موږ وغواړو چې سویلي آسیا له ختیځې آسیا سره وصل کړو افغانستان په دغه برخه کې واخان لري او له واخان د موجودیته باید ګټه پورته شي یعنی غواړم دا خبره وکړم چې که په ۲۰۱۵ کې د یو اعشاریه نهه ملیونو ډالرو کلني عاید په درلودلو سره موږ غریب هیواد یو په داسې حال کې چې موږ واخان لرو داسې حال کې چې کاسا غوندي اقتصادي پروژه تیریدی شي او د ټوټاپ پروژو بهیر تیریدای شي او د ټاپي پایپ لاین تیریدای شي او د وریښمو لار ولرو وریښمو لار په شپږم اووم قرن کې حتی د ماراولنهر نه لاندې هیوادونو مصر ،اعراق او د فارس هیوادونو تر مینځ اهمیت درلود څوارلس سوه کاله مخکې له اسلامه هم دغه لار ارزښت درلود مګر دوه نیم سوه کاله کیږي چې د چین او جنوبي آسیا تر مینځ دغه اقتصادي اړیکې پای ته رسیدلي ولې؟
دلته د سیاسي زعامت او اقتصادي لرلید نه موجودیت تشه لیدل کیږي کله چې موږ د خپل ځان لپاره پر تعریف قایل نشو، په معاصر سیاست کې هیڅوګ تاته پر تعریف باندې نه قایلییږي هر وخت کې که تاسو غواړی چې په سیاست او مارکیټ کې ځان خرڅ کړی مجبور یاستی چې د خپلو شتو امکاناتو او ارزښونو پر بنیاد باندې ځان لپاره تعریف باندې قایل شی موږ هرڅه لرو مګر د سیاسي زعامت او د دغه سیاسي ارزښت د نه درلودلو په لحاظ باندې موږ د دنیا نه د هیریدو په حال کې یو نو فلهذا موږ مجبور یو چې خپل ځان لپاره تعریف قایل کړو او موږ د هغې په رڼا کې پر مخ باندې ولاړ شو.
اوس غواړم ۴-۵ داسې مثالونه بیان کړم چې کله د دنیا یو طرف کې اقتصادي رکود رامینځه شوی دی بل طرف يې جریحه داره کړی دی
دا د ۱۹۸۷ کال د اکتوبر نولسمه نیټه وه. ټوله نړۍ او خاصکر هغه هیوادونه چې ګډې راکړې ورکړې یې لرلې د لوی انفلاسیون سره مخ شوې. دې ورځې ته توره ( سیاه) دوشنبه وایي. د پیښې لامل په امریکا کې وو مګر لمړی ځل هانګ کانګ د پیسو د ارزښت د کمیدو سره مخ شو،اروپا ته وغزید او بېا آسیا ته ورسید. نیوزلند او د نړۍ بل کنج استرالیا هم د دې اقتصادي رکود نه خوندي پاتې نه شوه او اغیز یې هر لور ته محسوسیده.
امریکا ایله ایله د نولسوه اتیایمو کلونو د اقتصادي پیچلتوب نه په وتلو وه چې ناڅاپه د سهمونو مارکېټ/بازار ( په خارج کې د توکو د نیولو یا خرڅولو لپاره د سهمونو اغستلو او خرڅولو ځای) راپریوت.
۱۹۸۵ او ۱۹۸۶ کلونه د امریکا د اقتصادي رغښت موده وه خو کله چې ایران په ۱۹۸۷ کال د اکتوبر په ۱۵ نیټه د امریکا د تیلو لویه بېړۍ (سنګری) په سیلکورم میزایل وویشتله او په سبا یې بله امریکا بېړۍ چې ( ام. وی. سی. اسلی سیټی) نومیده له منځه ویوړه، نو د اسعارو، ډالرو، او ملکېتونو نرخونه ځمکې ته راوغورځیدل.
د پورته واقعې او اوپیک کې د کورنیو اختلافونو له مله د تیلو په ارزښت کې ۵۰ سلنه کمښت هم په ټوله کې د ۱۹۸۷ کال د اقتصادي رکود د رامنځته کېدلو لامل شو چې د هانګ کانګ، استرالیا، هسپانیې، برطانیې، جاپان او نورو اروپایې هیوادونو اقتصاد یې وځپه او لږ تر لږه د ۱۹۹۱ کال تر وروستیو پورې یې درد احساس کېده.
نړۍوالتوب د نړۍ په هر اړخ تاثیر غورځولی شي. نړۍوالتوب که ګټې لري نو تاوانونه هم لرلی شي. نیوزیلند د آسترالیا سره نژدې موقعیت لري او د ۱۹۴۹ کال راهیسې یې د تصور خلاف پرمختګ کړی دی. د تکنالوجی استعمال، د جغرافیې سم کارول، نړۍوالو نوښتونو او اقتصادي اشتراکېت پر وړاندې خپله دروازه پرانستي پریښودل د دې هیواد د مخکې تګ اساسي لاملونه دی.
دا چې نیوزلند د شفافیت د نړۍوالې اداري په لست کې څلورم مقام لري او یا د نړۍ د څلورو آرامو هیوادونو څخه یو شمیرل کېږي، په ټوله کې د دې هیواد په نړۍوالتوب کې د شاملیدا اغیز دی لیکن په عین میزان، کله چې په امریکا او هانګ کانګ کې د ۱۹۸۷ کال اقتصادی نزول ښکاره شو، نو په نیوزلند کې ۶۰ سلنه انفلاسیون رامنځته شو
چې بېا رغیدو یې لسیزه ونیوه. دا چاره په روښان ډول د نړۍوال مشارکت ښه بېلګه کېدلی شي چې هم ګټي او زیانونه سره شریکوي.
د نړۍوال اشتراکېت په مسله کې توره دوشنبه یواځېني بېلګه نده بلکې تردې پخوا هم نړۍ د دې ډول ګډو پیښو شاهده ده.
د امریکا د وال سټریټ په نوښت رامنځته شوی د اسعارو د تنظیم، مدیریت او تبادلی اداره ( ډی جي آی ای) په ۱۹۱۴ او ۱۹۲۹ کال کې هم د دې ډول ټولیز او په یوه ورځ کې د تاریخ تر ټولو لوی اقتصادي رکود نه متضرره شوی وه او لامل هم له هغه وخته د نړۍ د بعضو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي تړونونو د تاثیر څرک وو.
جاپان هم د نیوزلند په څیر د ۱۹۸۷ کال د معضلې د رامنځته کېدو له امله تاوان وکړ. د جاپان بانک د ملیکتونو او اسعارو د ناسم کنترول او مالي پالیسیو نه تطبېق د هیواد په ټولو ابعادو کې متصور کېده او دا ډول غفلت، د پورته دلایلو برسیره،د جاپان د مالي سقوط اصلي لامل ګڼل کېدلی شي. که څه هم، د مالي بحران د رامنځته کېدو وروسته، جاپاني حکومت په بانکې پالیسیو او مالي تعاملاتو څارنه سخته کړه لیکن وخت له وخته تیر وو او جاپان لا وار د مخه د نړۍوال ګډ اقتصاد تاوان ورکړی وو.
مکسیکو هم په ۱۹۹۴ کال د ورته حادثې سره مخ شوه. دې هیواد تر ډیره بریده د شمالي امریکا د ګډ تجارت ( نفتا) نه ګټه پورته کوله لیکن د مرکزي بانک تر ټولو لویه تاریخي غلطي دا وه چې د ډالرو د اغستلو لپاره یې د پیسو ( مکسیکو کرنسي) ارزښت بې حده ټیټ کړ، ځکه په ډیره تیزۍ د دې ډول انفلاسیون د بروز باعث شو.
برسیره پردې، د ۱۹۹۴ کال په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د مکسیکویې نوماند لویس ډونالډو کولوسیو وژل کېدل هم د نظام د ارهم برهم کېدو او اقتصادي ګډوډی د رامنځته کېدو لامل شو. نږدې وه چې مکسیکو خپل سیاسي ثبات له لاسه ورکړي ولې د۱۹۹۵ کال په لمړیو کې د نړۍوال وجهي صندق ( ای ام اف) په منځګړیتوب او د امریکا په ۵۰ ملیارد ډالرو مرستو مکسیکو کرار کرار د ثبات لور ته روان کړو.
که څه هم مکسیکو هیواد اقتصاد ژر ورغیده مګر ژور تاثیرات يی په آسیا او خاصکر د لاتین امریکا په ټولو هیوادونو کې احساس کېدل. لاتین امریکا د ۲۰ هیوادونو مجموعه ده چې ۱۹۱۹۷۰۰۰ کلیومتره مربع مساحت لري او ۶۲۶ ملیونه خلک پکې اوسیږي، د لاتین امریکا هیوادونه په ۱۸۶۱ز کال کې یو پر بل پسي ژر ژررامنځته شول او تر ډیره بریده د یو ډول ځانګړتیاوو لرونکي دي. دا هیوادونه عمومآ غریب او په اوسط ډول ۵.۵ ملیون ډالر کلنی عایدلري چې زیاتره یې د فقر د کرښي لاندې ژوند کوي.
د مکسیکو مرکزي بانک په ډیره عجله د هیواد په ټولو چارو کې مداخله وکړه، د ډالر په وړاندې د پیسو د ارزښت د ټینګولو هڅه یې وکړه، مګر مکسیکویې سوداګرو وار د مخه امریکا ته مخه کړي وه. د هیواد په اقتصادي بهیر کې د خلکو علاقه کمه شوه، او تر ډیره بریده اقتصادي نظام د نامعلوم مسیر پر لور روان شو.
بې کاري زیاته شوه، صحي خدمتونه له منځه لاړل، بې شمیره بانکونه دیوالي شول، او د ګواتیمالا سره په سرحد پروت، د چېاپاس ایالت په بشپړ ډول د دې حادثې تر اغیز لاندې ایله سا کښله.
د داسې حادثاتو راتګ د هیوادونو په اقتصاد کې معمول خبره ده لیکن د داسې حادثاتو د اغیزو سرایت نورو هیوادونو ته د نړۍوالتوب د الزامي راتګ ښکارندوي کوي. د یو هیواد په جوړیدو د بل هیواد جوړیدل او د بل هیواد په ورانیدو د بل هیواد ورانیدل هغه رامنځته کېدونکې فرضیه ده چې له منلو یې اوسمهال هیڅوک هم انکار نشي کولی.
د امریکا په څیر آسیا هم د ورته تاریخ له څپو تیره شویده. په ۱۹۹۷ کال کې آسیا او خاصکر ختیځي آسیا د اقتصادي رکود سره سخته جپړه ووهله. هغه وخت چې د تایلند هیواد خپله کرنسي بې ارزښته کړه ترڅو په هیواد کې د ډالر اندازه زیاته او بېا وروسته د بهت( تایلند کرنسي) ارزښت پورته کړي، نو تایلند دوه اساسي غلطی وکړی:
-
بې له دې چې خپله کورنی وظیفه ترسره کړي، په یوه دم یې بهت ډیر بې ارزښته کړ.
-
دوهم دا چې د بېروني اسعارو او خاصکر د ډالر په وړاندې د خپلې کرنسی ټیټول او پورته کول یې په افراطي ډول تمرین کړل.
برسیره پردې، بروني، چېن او ویتنام هم زیانمن شو خو د زیان اندازه يي د اندونیزیا په پرتله کمه وه.
دا چې ولې سنګاپور او تایوان ډیر زیان ونه لیده، دلیل يی د مساحت کموالی او جغرافیوي موقعیت وو چې د مالیزیا او اندونیزیا په منځ کې پراته وو.
سنګاپور او تایوان د مالي ذخیرې/اقتصادي استحکام په لحاظ غښتلي وو او کله چې د ختیځې آسیا د اقتصادي تحول رامنځته شو، دواړو هیوادونو وکړای شو ترډیره بریده په خپلو ذخیرو، کورنیو امکاناتو او جغرافیې ارزښت اتکاء وکړي، پداسې حال کې چې د دې طوفان نه ډیر کم هیوادونه خوندي پاتې شو.
نه یواځې دا چې د بې شمیرو هیوادونو داخلي ثبات او اقتصادي نظام ګډ وډ شو، د اندونیزیا د ولسمشر سوهارتو ۳۱ کلن قدرت ( ۱۹۶۷-۱۹۹۸) یې هم پای ته ورسوه.
دا چې اوس هیوادونه د شپاړسمو او اوولسمو پیړیو په څیر سره جلا او ګوښې ګوښې نه دي، نه یواځې دا چې د تایلند نه پیل شوی اقتصادي چورلیز ختیځه آسیا ولړوزوله بلکې د نوی پیل شوي نړۍوال مشارکت نظریه یې لا یقیني او عملي کړه.
د نړۍوال مشارکت او ګډو تعاملاتو د ادعا لپاره کېدای شي د روسیې د ۱۹۹۸ کال اقتصادي بحران هم یاد کړو. د روسیې حکومت او مرکزي بانک د ستراتیژۍ سره سم باید روبل( روسي کرنسي) تل او په هر حالت کې د ډالر په وړاندې ثابته پاتې شوي وای او کله که روبل د نړۍوالو لاملونو له امله ټیټیدلی، نو روسیې باید په بازار کې مداخله کړي وای او ډالر یې ټول کړي وای ترڅو روبل بېرته پورته شوي وای. که څه هم نړۍوال وجهي صندق او نړۍوال بانک ډیر ژر مداخله وکړه او ۲۲.۶ ملیارد ډالر یې د روسيي د اقتصادي ثبات لپاره تخصیص کړل، مګر بېا یې هم چېچنیا، او مرکزي آسیا هیوادونه د ځان سره زیانمن کړل.
برسیره پردې، د امریکا د ډاټکام (۱۹۹۷ـ۲۰۰۰)، د نړۍوال جنګ وروسته د امریکا اقتصادي بحران (۱۹۲۰ـ۱۹۲۱)، برطانیه (۱۹۷۳ـ۱۹۷۵)، چېلی (۱۹۸۲)، هندوستان (۱۹۹۱)او په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د لیمن برادز بانک اقتصادي سقوط د نړۍوالونه بېلیدونکو اقتصادي مشارکاتو ښې بېلګې جوړیدلی شي. دا چې په اروپا کې د ( ایروزون) پالیسي په ډیر جدیت عملي کېده، نو لیمن برادز معضلي هم په ډیر شدت د پرتګال، یونان، هسپانیې، او ایرلیند مالي سیستمونه زیانمن او د فرانسي، بلجیم او ایټالیا اقتصاد ته یې تهدیدونه متوجه کړل.
په پایله کې ویلی شو چې اوسمهال نړۍ د یوه کور څلور دیوالونو ته ورته ده او د هر دیوال د کمزوري کیدلو او یا نه شتون له امله د کور اوسیدونکو او ملیکېتونو ته ډول ډول ستونزې پیدا کېدلی شي. که څه هم اروپا-امریکا، آسیا او امریکا سره جلا جلا قطبونه دي، مګر بېا هم د پورته بېلګو له بحث وروسته پوهیدلی شو چې د یوه هیواد وضعیت په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د بل هیواد په سیاسي، نظامي او اقتصادي بهیر اغیز غورځولی شي او ګومان کېږي چې دا چاره به د غیر محدود وخت لپاره همدا شان متداوم پاتي شي.
توسعه دا وه چې افغانستان کې هم باید اقتصاد دانان او سیاسي سراتیژستان سره راټول او په یوې داسې طرحې کار وکړي چې لومړی د افغانستان سترایژیکي موقیعت او نړۍوال ارزښت نړۍوالو ته په ګوته کړي ترڅو نړۍوال د افغانستان ارزښت درک او د نړۍوالې کورنی مهم غړی وپیژندل شي.نو که چیرې د نړۍوال بحران اغیزې منو نو د ګټونه یې هم خپله برخه بیله کړو.
دریمه برخه:وینا برخه د جون ۲۶ د مخدره توکو سره د مبارزې ورځ په مناسبت همدغې موضوع ته ځانګړي وه چې آرین پکتیار وړاندې کړه.
مخدره توګې؟
ولې د مخدره توکو سره مبارزه؟
ولي د مخدره توکو سره مبارزه نړۍواله شوه؟
دا هغه پوښتنې دي چې ځوابول غواړي:
په مخکینیو پیړيو او راټوکیدلو مدنیتونو کې د طبابت لپاره د مساکنو په نوم درمل استعمالیدل چې د عملیاتو په وخت کې به يې ناروغان بې هوشه کول او د درد احساس نه به يې بچ کول خو ورورسته وروسته دغه درمل نه د نشې او اعیاشی لپاره ګټه اخستل پیل شو او د اعتیاد بڼه يې غوره کړه.
چې معتادینو دا درمل په بیلابیلاو ډولونو استعمال سره چې په ۱۵ثانیو کې تاثیرات لیدل کیږي او د څو ساعتونو لپاره انسان د نشې حالت کې له هرڅه بې خبره چې وروسته بیا د سردردی،خوب او کمزوری اثرات راولاړوي.او په انسانانو کې د انقلابونو،نوښتونواو تغیراتو کچه له مینځه وړي او یا يې راکموي.
له بل لوري انسان د خدای د ورکړل شویو نعمتونه چې بیلابیل ډولونه د رزق دی چې په خوړلو سره يې د انسان وجود انرژي اخلي چې د کار،تفکر،نوښتونواو د خدای مخلوقاتو ته د هوساینې د برابرولو لپاره ده چې بدبختانه معتادین يې د مخدره توکو په کارونه له مینځه وړي.
نن سبا نړۍ کې د جګړې ډولونو تغیر کړی دی او د مخامخ جګړې ځای اقتصادي،روحي،رواني فرهنګي او مخدره توکو خپرولو نیولی دی چې دښمنان او رقیبان يې د یوبل په مقابل کې کاروي.او د دغه جګړو اصلي مدیریت د هغه یهودي شورا په لاس کې دی چې د دویمې نړۍولې جګړې او د میلیونهاوو یهودو تر مرګ وروسته جوړه او یهودي نشنلیزم انګیزې نه يې ګټه پورته کړه دوی په دې پوه شول چې نورې نړې خصوصآ مسلمانانو سره معنوي فکري جګړه مخته نشي وړلای ځکه يې دا ډول پديدو روزلو او نړۍ د اقتصاد بازار یعنی ماده پرستی لور ته سوق کړه او د نړۍ اقتصادي او سیاسي اقتدار واک يې خپل کړ.
په نویواله سطح لومړنی ځل په ۱۷-۱۸پیړی کې د اعتیاد ډول هله څرګند شو چې چینایانو اروپایان په چای باندې معتاد کړل او هغه کمه پانګه هم چې اروپایانو لرله چینایانو تر ټوله کړه خو انګریزانو دغه کسات هغه وخت واخیست چې د هند نیمې وچې نه يې د مخدره توکو کر کیله شروع او چین ته په صادرولو د چین اقتصاد وننګاوه بلاخره چینایانو د سختو کوټلو ګامونو او سلهاوو زرو معتادینو په اعدامولو دغه ناورین نه ځان خلاص کړ.
د دغه پدیدې له مینځه وړلو لپاره عثماني خلیفه سلطان مراد هم د اعدامولو نه ګټه پورته کړه او خپل عسکر او جنګي اسیران به چې معتاد وو اعدام کړل.لومړي شاه عباس به د معادینو پوزې سوری کولې او زوی يې شاه صفي به ویلي شوي سرب د معتادینو خولې کې اچول.
اوس مهال په سیمیزه او نړۍواله کچه دغه پدیده د یو بل په مقابل کې کارول کیږي او ځینې حکومتونه يې د خپلو ولسونو په مقابل کئ هم کاروي.لکه ایران چې همدغه پدیده د روحاني مشرانو د اقتدار مودې د اوږدولو لپاره کاروي.
افغانستان کې هم د ناتو او امریکا له لوري د مافیا،جنګسالارانو په واک کې د پاتې کیدو طالبانو او داعش ډلې ته د جنګ مصارفاتو پوره کولو لپاره له دغه پدیدې د کر کیلې او قاچاق نه ګټه اخستل کیږي.اوس مهال افغانستان کې د معتادینو شمیر یونیم ملیونو او په کې ښکیلو شمیر درو ملیونو ته رسیږي او که هر معتاد د ورځې سل افغانی پوډر استعمال کړي یو سلوپنځوس ملیونه اقتصادي ضربه د ورځې ګالو.
د افغانستان او منځنې آسیا له لوري روسیه هم د دغه پدیدې قرباني ده چې هر کال پنځوس زره ځوانان ضایعات لري پاکستان هم اووه ملیونه معتاد او هر کال دوه لکه ضایعات لري.
بلاخره دغې پدیدې سره د مقابلې لپاره باید په نړۍواله کچه نوي پراخه ستراتیژي جوړه او په ټینګ هود سره يې لامل پیدا او بنسټیز اختتام لپاره لاس په کار شو.و ما علینا الابلاغ
وروسته شعیب رحیم د انګریزی کورس په هکله چې د بهیر له لوري په لاره اچول شوی وو هراړخیز معلومات او د زده کونکو نیمګړتیاوې په ګوته کوې او ستاینلیکونه د بهیر ګډونوالو له لوري ورکړل شول.
غونډه د پولاد صیب په دعا او لاسونو لپه کولو سره ختمه شوه.
درنښت
راپور آرین پکتیار
۰۱/۰۷/۲۰۱۶ز