څرنګه کابل بانک کامیابه سوداګري د سیاست او استخباراتي جګړې قرباني شوه:

 
ریس جمهور ټینګ هوډ لري چې خارجیانو ته ښکاره کړي چې کابل بانک موضوع حل ده خو امریکا سفارت خنډونه جوړوي!
لومړی به دا موضوع واضیح کړو چې خلیل الله فیروزي او شیرخان غله ندي دوی د ۲۲ کالو نه پیژنم چې  مسکو نه تجارت او حوالی کاروبار په ذریعه  ۳۰ملیونه ډالر تر لاسه کړل او څو ځلې د مافیا ښکار شول هر څه يې خرڅ کړل خو اعتماد يې د لاسه ورنکړو.او دغه ځای ته رارسیدلي وو خدای شاهد دی زه هم!
اوس کابل بانک موضوع:
۲۰۰۹ کال ټولټاکنو په وخت کوم محفل کې چې محمود کرزی هم موجود دی د خلیل الله فیروزي د خولی نه دا خبره راوځي چې راتلونکی ولسمشر به زموږ په اراده تعینیږي دا خبره زیرک ولسمشر کرزي ته رسیږي او سل په سلو کې مني پلان جوړوي او د مارشال په ذریعه د بریا لپاره د کابل بانک ادارې سره معامله کوي او مارشال د کابل بانک نه ۷۰ ملیونه ډالر د کمپاین بهیر او د اولس د پیرودلو لپاره مصرفوي.امریکا سفارت چې خبریږي دغې مسلی ته حیرانیږي او مخالفت یې کوي چې دا څه ډول دوهم زبرځواک (کابل بانک)زموږ په مقابل کې راپیدا شو چې زموږ د خوښې پر خلاف عمل کوي!
د امریکا هدف دا وو چې عبدالله عبدالله واک ته ورسوي خو همدا ۷۰ ملیونه د کابل بانک ډالر وو چې حامد کرزی واک ته ورساوه!
بلاخره امریکایانو فیصله پدې وکړه چې دا بانک باید سقوط شي!
همدا شان زیرک حضرت عمر زاخیلوال هم کرزي ته مشوره ورکړه چې دې کابل بانک مالیکین خو د یوې درې خلک دي او نن يې که د مارشال په ذریعه ته واک ته ورسولې نو راتلونکي کې چې وغواړي د معاملې په ذریعه هرڅوګ واک ته رسولای شي او که سبا امریکایان له افغانستانه ووځي حکومت خو د کابل بانک(خلیل الله فیروزي او شیرخان)لاس ته ورغلو ځکه چې نن هم ستا ټول والیان او وزیران د دوی په پیسو تعینیږي!
څه باید وشي ؟
بانک باید سقوط شي!
هم امریکایان او هم کرزي هوډ وکړ چې کابل بانک باید سقوط شي!
شپږسوه ملیونه ډالر په بانک کې موجود وو چې طلوع تلویزیون اعلان وکړ چې بانک بانک روټ(مفلس)شو!
حال دا چې دا خبره نه وه بانک د نړیوالو اوصولو مطابق یو یا یو اعشاریه پنځه ميلياردو ډالرو نه شپږسوه ملیونه ډالره په خزانه کې موجود وو!
د سقوط د اعلان نه وروسته مارشال فهیم فیروزي او شیرخان وایې چې اوس خو دا کار وشوو داسې وکړه چې ته د ګازګروپ  او زما نورو قرضې په خپل نوم کړه زه به تاته مفلس خط جوړ کړم معامله وشوه چې سمه ده!
کله چې خبره د مفلس خط قاضیانو ته ولاړه نو د شرایطو خبره راغله چې شرایط پوره نشول او دواړه لاړل بندیان شول او په دې تمه چې کرزی یا مارشال به د دوی د ژغورلو لپاره رادرومي انتظار انتظار تر هغه چې محمد اشرف غني واک ته رسیږي
https://encrypted-tbn2.gstatic.com/images?q=tbn:ANd9GcTzBgK1bnNxZE7gtVlGa2YXsaak5TkDB4pU1WhAHZO2n6QurGa6
ټیم يې راوغوښت چې طرحه جوړه کړی چې څنګه کولای شو د کابل بانک قرضې ترلاسه او قضیه وتړو فیصله په دې شوه چې د قسطونو سیستم نه کار واخستل شي.ولسمشر خپل حقوقي مشاور پل چرخي زندان ته ولیږه چې فیروزي او شیرخان پکې بندیان وو ورولیږه او طرحه يې ورته پیشنهاد کړه؟
شیرخان رد کړه او تر عمر اخر پورې بند ته حاضر شو نه معاملې ته ځکه د معاملو یې زړه شین و.
فیروزي چرت وواهه چې اوس خو یاد شوو که بیا هیر شوو څه وخت به یادیږو راځه معامله وکړه.کله چې زیرک مشاور واپس ولسمشر ته راځي ورته وايې چې شیرخان فیروزي يې نه مني!
د نوم او تخلص په مکسر کې ولسمشر ګمان کړی چې دواړه يې نه مني نو دواړه بګرام ته انتقال شوي او دوه درې هفتې پکې تیریږي دواړه بګرام کې تنګیږي او شیرخان فیروزي ته تانې ورکوي چې دا ستا د لاسه د مفکر پیرزوینه !
یوه میاشت وروسته ولسمشر ته پته لګي چې فیروزي طرحه منلي او شیرخان نده منلي وروسته په ځانګړو موټرو کې فیروزي د بګرام نه ریاست چهل ته انتقالیږي طرحه معامله کیږي طرحې لومړنې شرط داسې وو چې فیروزي به په درو میاشتو کې اته ویشت ملیونه  د کابل بانک تصفیې پروسې ته وسپاري خو دا کار فیروزي په اولسو ورځو کې تر سره کړ!
دوهم شرط د اویا ملیونو ډالرو تضمین چې هغه هم په قیمتي ډبرو تر سره شو دې نه وروسته د فیروزي نه د دغه تضمین شوي مبلغ د نغدولو طرحه وغوښتل شوه؟
فیروزي طرحه وړاندې کړه چې ځمکه لرم چې په هغه به بلند منزلې جوړې کړو چې هر متر کې به سل ډالره کورجوړونې وزارت حساب ته جمع شي چې خالصه اویا ملیونه ګټه ده!او د اویا ملیونه قرضې خبره خو اسانه ده!
ځمکې موضوع دولس جریبه د علي اکبر ژوندي ده!
اته ویشت جریبه د شیرخان د لور په نامه چې ابراهیم هیوادوال هم پکې شریک دی!
او نوره متباقي د عامو خلکو ده چې موافقه ورسره شوي وه!
ریس جمهور هم امر کړی چې دوه شپیته جریبه ځمکه دی شهرک ته ځانګړي شي.
خبره نهایې شوه او د شهرک د پرانستې زمینه مساعده شوه!
http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/11/07173015/khalilullah_ferozi.jpghttp://af.shafaqna.com/wp/wp-content/uploads/2015/11/ioi.jpg
چې د پرانستې مراسم په لوی لاس د ګوډاګیو رسنیو له خواه د امریکې سفارت په لمسون داسې اولس ته وړاندې شول چې دا پروسه یې د ناکامې سره مخ کړه!
او دې تر شا د امریکې سفارت لاس دی چې نه غواړي چې دا قضیه وتړل شي!
ځکه چې امریکا قصدآ د ټولو مرسته شوو پیسو کلي د کابل بانک قضیې سره تړلي او کله هم چې حکومت د دغه موضوع ختمول غواړي امریکا سفارت خنډونه رامینځ ته کوي.د دغه قضیې په تړلو به افغان حکومت نوموړي مرستې لاسته راوړي او د بنسټیزو پروژو په پلي کولو به په خپلو پښو د دریدو وروسته به د امریکا د نفوذ نه ځان باسي!
دویمه دا چې شیرخان او خلیل الله فیروزي دواړه روسي پاسپورتونه لري او ګومان دا دی چې شیرخان او فیروزي د مسکو نه حمایه کیږي.
د حقوقي مشاور په ضد هم د پارلمان پنځو امریکا پالو وکیلانو غالمغال راخستی وو
خلاصه د امریکا سفارت نه غواړي چې د کابل بانک قضیه تصفیه شي.
خو ولسمشر هم چپ نه کیني نږدې ورځو کې به پردیپاله رسنې په دې مجبوره کړي چې د بښنې سره سره خپل ناسم خپور شوې راپور راټول او حقایق بر ملا کړي.
همایون همایون په ولسي جرګه کې د دفاعي کمسیون ریس او د خوست خلکو استازي له قوله
https://fbcdn-sphotos-a-a.akamaihd.net/hphotos-ak-xtp1/v/t1.0-9/10014599_834415426616497_5014740996380559868_n.jpg?oh=7bd4d5609cf38ae7e74cf914d40d5362&oe=56FDD7CA&__gda__=1459974140_4016c1df98d1426a2f90c07f5bb495a4
لیکوال:آرین پکتیار