
ژباړه: نجیب الله خان
۱- که غواړئ، چې د پيازو د لنډولو په وخت کې مو له سترګو زیاتې اوښکې توی نشي، نو د ژاولې د ژوولو څخه ګټه واخلئ.
۲- دګوتې نوک په لسو ورځو کې یو ملي میتر لوی کېږي.
۳- د انسان دماغ هيڅکله ارام نه کوي، حتی د خوب پر وخت هم فعاله وي.
۴- د یوه نارمل انسان پوستکی، په هره دقیقه کې له ۳۰۰۰۰څخه تر ۴۰۰۰۰پورې حجرې له لاسه ورکوي، يعنې مري.
۵- د انسانانو د سر ويښته په هره میاشت کې یو سانتي میتر لويږي.
۶- د یوه نارمل انسان د سر د ويښتو شمیر په تقريبي ډول له ۱۰۰۰۰۰څخه تر ۱۲۵۰۰۰دی.
۷- یو نارمل انسان ۶۵۰عضلې لري.
۸- د انسان په بدن کې تر ټولو کوچنۍ عضله د غوږ دننه شتون لري يوازې پنځه ملي میتره اوږده ده.
۹- د انسان په مخ کې ۶۰عضلې وجود لري.
۱۰- موسکا کول د تندي تريو کولو څخه اسانه دي، کله چې موږ موسکا کوو، نو ۱۷عضلې په حرکت راځي، خو کله چې تندی تريو نیسو نو ۴۳عضلې په حرکت راځي.
۱۱- تر ټولو ژر وده کوونکی نوک د منځنۍ ګوتې نوک دی.
۱۲- د لاسو نوکان د پښو د نوکانو په پرتله څلور ځله ژر وده کوي.
۱۳- تر ټولو زیاتې د زړه حملې (Heart attack) د سهار د اوو بجو څخه تر نهو بجو پورې پېښیږي.
۱۴- د انسان د زړه درزا (Heartbeat) په یوه دقيقه کې ۷۲ځله او په ورځ کې يو ميليون ځله ده.
۱۵- په اوسط ډول، یو روغ پښتورګی په هره دقیقه کې یو لیتر وینه فلتر کوي.
۱۶- د ښځو د بويولو حس د سړیو په پرتله قوي دی.
۱۷- د انسان د بدن پوستکی په یوه ګرمه ورځ کې درې ليتره اوبه د خولو په شکل خارجوي.
۱۸- د انسان د ځیګر ۳،۵پونډه یا ۲،۴۰ کیلو ګرامه وزن لري.
۱۹- د انسان تر ټولو ډیر هډوکي په پښو او لاسو کې دي، په هر لاس کې ۲۷هډوکي دي، چې په دواړو لاسو کې ۵۴کېږي، او په هره پښه کې ۲۶هډوکي دي، چې په دواړو لاسو کې ۵۲دي، چې دواړه مجموعه ۱۰۶هډوکي کېږي.
۲۰- په اوسط ډول نوی زېږيدلی ماشوم په بدن کې یوه پیاله وینه لري.