جانان

 
دوه مــــينو ســــترګو کښې رنګــــونه په سوونو
مـــاته يـــې جهان ډک کــــړو د ګلونو د نورونو
 
ګـــــوټ يــــې د شـــرابو د جنت په جهان راکړو
خوب کې ژوندون راغـی، شو ژوندون ډک د خوبونو
 
ســـــپينې د ســــپوږمۍ د رڼا لـــپې ډکې ډکې
ونوستــــې تا خاورو کښــــې زمــا په قـــدمونو
 
رب دې راته وښــــود پټ د مــينې په رازونو کښې
وا دې چول خولــــۍ کــښې زما ستوری په پنډونو
 
ســاز دحـــورو اورم سـتا د حــسن په سازونو کښې
ما ته دې رب وښـــود پټ د مــينې په رازونو کښې