دکلــــي پر بامــــونـــو دلونګــــو ګېډۍ يــــوه يــــوه
پراتې يـــې پــــر نغرايـــو دغنمو ډوډۍ يــــوه يـــــوه
ځـــوانـــان زمــــونږ دکلــــي غريبان دي هــــــر مــــاښام
په قرض اخلي له پېغلو په سوالو نو خولګۍ يوه يوه
چې ما وګــــوري غوږ کـــــــې سره يوه بلهــــ خبر کړي
لـــه ورايه کاڼي واخلـــي په ګودر شي جينۍ يوه يوه
ساده لا لـــــي مـــــې بيا پر مټ دتبرتلـــــه جـــــــــوړه
دغره پر سينه پروتې له وېرې څېړۍ يــــوه يـــــــوه
ماښام مو ځوانان ورک شول مونږ لټون کړ چې سهار
راټولې کړې جلاد د ، دار له څنډې کوپړۍ يوه يوه
وروستي