
نن ورځ د کب نيولو نړيواله ورځ ده.
_ په کاناډا کې د ملي سرود ورځ ده.
_ په1615 ز کال کې ، اروپا ته د لومړي ځل لپاره چای وارد شو.
_ په 1693 ز کال کې په لندن کې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د ښځو لپاره مجله له چاپه راووته.
_ په1954 زکال کې، مسکوته نږدې په «اوبنينسک» کې د لومړي ځل لپاره د اټومي برښنا د توليد سټېشن په برياليتوب سره په کارپيل وکړ.
_ په1967 زکال کې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د پيسو ورکولو اتومات په انګلستان کې ولګول شو.
_ په 1986 زکال کې د هاګ محکمې د امريکامتحده ايالت له دې امله پړه وبلل، چې د «نېکاراګوا» په مقابل کې يې نړيوال قوانين نه دي مراعت کړي اودنوموړي هېواد د مخالفينوسره د مرسته کولوله امله يې د «نېکاراګوا» خپلواکي زيانمنه کړې.
_ په 1997 ز کال کې په تاجکستان کې کورنۍ جګړه پای مومي.