ستا د مخ جلوې كه پېغلتوب ته رسېدلي دي
زمـــــا هم اميدونه زلمېتوب ته رسېدلـــــي دي
چم ته د جانان چې ښايستونو غــــېږې وركړلې
پوه شوم چې سپرلي هم مينتوب ته رسېدلي دي
پام كوه د شوخ نظر خاونده غضب مه شينده
دلتــــه ګريوانونـــه ليونتوب ته رسېدلي دي
ښكل يې كـــــړه للو دي د چا ياده تخنوه يې مه
اوس، اوس پرهارونه ايله خوب ته رسېدلي دي
هغـــــه دي جلانـــــــه د ادب د ايينو پيڅـــــــې
څومره په هنر، هـــــنر اريوب ته رسېدلي دي
سيدجيلاني جلان
يادونه! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.
|