عـــــــــــــمر مې تېر شو بس همدغه انتظار کـــې خدايه
چـــــې سړيتوب به پيداکـــــېږي کلــــه يار کـــې خدايه
افغان ماشـــوم چـــــې شي زلمی يايې ځانمرګـــــــی واخلي
او یا یې ماين خښ وي ضرور د ښوونځي لار کې خدايه
مــــــونږه پـــــه شپــــه کـــــې د چــــــــا کاڼو ته کتلي نه دي
زمونږ کانونه غزللوټ شوه تکه سپین سهار کې خدايه
مزدور خاوند ترېنه ځانمـــــرګي زوی بمبار واخيستو
کونډه وړو بچو ته خير غواړي بازار کــــې خـــــدايه
ددوی قاتل ته خو هيچـــــــا هــــــــم ترهګر ونه ويل
دا پښتانه چې نن سبا مـــــــري په بمبار کې خدايه
چې پلار يې ووايي ( يرغله ) لور مې ستا په نوم شوه
څه به دې لــــــږ شي په دا بې حــــده دربار کـــــې خدايه
انوارالحق يرغل ننګرهار
وروستي