
ـ په ارجنتائين هېوادکې د بېرغ ورځ ده.
ـ په 1583 ز کال کې د لومړي ځل لپاره د انسان ژوند بيمه شو. په لندن کې «رېچاردمارتين» د 383 پاونډو په مقابل کې د «ويليام ګيپسون» د ژوند بيمه پر غاړه واخيسته.
ـ په 1815 ز کال کې د لومړي ناپليون پوځ د «واټرلو» په جګړه کې ماته خوري.
ـ په 1817 ز کال کې په لندن کې د واټرلو پل پرانستل کيږي.
ـ په 1946 ز کال کې، په ايټاليا کې جمهوريت رامنځته کيږي.
ـ په 1956 زکال کې په شوروري اتحاد کې، «ډيالکټيک ماټرياليزم» او «دشوروي اتحاد د کمونست ګوند تاريخ» په پوهنتونونو اولوړ زده کړو کې د جبري مضمون په توګه په تعليمي نصاب کې شامليږي.
ـ په 1936 ز کال کې روسی ليکوال «ماکسيم ګورکي» ومړ .