ارواپوهنه څه وايي؟

 
۱- ځينې وخت ټکسي ډریوران تاسو څخه پوښتنه کوي، چې تاسو د دې سیمې یاست؟
هميشه ورته مثبت ځواب ورکړئ (يعنې هو ورته وواياست)، ځکه چې ځينې ډریوران تاسو یوې لنډې ساحې ته په اوږدو لارو رسوي، تر څو ډیرې پيسې درڅخه واخلي.
۲-  کله چې مو یو ښه کار وکړ، هیڅوک یې هم نه يادوي.خو کله چې مو یو ناوړه کار وکړ، نو هر څوک درپسې خپله خوله خلاصوي، او ناوړه کار مو يادوي.
۳-  کله چې تاسو مبارزه کوئ، دا په دې معنا ده چې تاسو پرمختګ کوئ .
۴-  ستاسو په ژوند کې ډیرې ستونزې دوه لاملونه لري:
الف-  کله چې کوم کار کوئ په هغه باندې فکر نه کوئ.
ب ـکله چې د یو څه په اړه فکر کوئ، په هغه عملې کار نه کوئ.
۵-  د کافینو څښل ستاسو لپاره ښه ندي، ډیر چاغ کیدل هم ستا لپاره ښه ندي او د زیاتو خواږو خوړل  ستا لپاره ښه ندي؛  خو تشويش مه کوه، ډیر تشويش کول هم ستاسو لپاره ښه ندي.
۶-  تاسو به د یو چا لپاره ۹۹کارونه کړي وي، خو هماغه شخص يوازې یو کار په یاد لري، چې تاسو ورته ندی کړی.
۷-  هيڅوک هم ستا دردونه، اوښکې، او خفګان نه شميري،خو هر څوک ستا غلطۍ شميري.