په مــــا د تــــورې بارانونه له هر خــــــوا وريــــــدل
زما زخمـــــې زخمې ټټر نه وينه بيا څــــــڅيــــــدل
زما بچــــــي زمـــــا په غيږه کې سلګۍ کولـــــــې
دجنــــګ نه سولې ته په ننګ ډير ی زارې کــولې
په پاک لمنو ښکلې پيغـــــلو مې ګناه وريــــــدل
چـــــه ناهــــيده مـــې لکه ګل زمـــــا له غيـږې لاړه
داسې سلګۍ سلګۍ له ســتوني مې ژړا راوتـــل
په ما د ظلــــــم او جـــفــــــا د اور لمبـــــې بلـــــــې دي
تنکي ځوانان مې هره ورځ لکه ماشــــــوم ژړي دې
زما په غيږ کی پښتنـــې بيبيانې کــــونډې شـــــولې
زما په غيږ کې نازولې يتـــيمان پـــــاتـــــــې شـــــول
چه د صبـــــــا بيګاه د يو مـــړۍ ډوډۍ پـــــه طـــــــــمه
داسې غريب داسې بی وسه انسانان پاتـــــی شـــول
په مردکو سورې سورې دخداې کـــتاب مې ولـــــيد
هم په بمو ټوټه ټوټه مسجد محـــــراب مـــــــې ولـــيد
چا د چوکې چا دقدرت چا د پــــــيسو پـــــــه طمـــــــه
ککړ په وينــــو دمظــلوم اولس په باب مې وليد
زما هوښيار زما لايق بچي له غيـــــږې نـــــه مـــې
خواره واره ددنيـــــا هـــــر لور کی دانه وانه شول
د دوې د مټو په قـــوت پــــــردې ماڼــــــې جوړوي
په يو پلمه په بل پلمه يــــي زما له غيږي نه وړي
لکه بـــادام زړه کـــــــی زخــــمونــــــه د هر چا لرمه
يواځــــــې خوښ يم چه پښتون نوم په دونيا لرمه
زخمــــــې کابـــــل يمــــــه زخمونو ته ملهم غواړمه
ازاد پښتون يم بچو تـــــه ازاد ژوند غــــــواړمــــــه
زه د (حفيظ )د ډيرو هيـــــلو يـــــــوه هيـــــله يمــــــه
سر کی غيرت لاس کی همت کابــــــل نيازبينه يمه
وروستي