ډالۍ پښتون ارمان ته

يـــــــه د شرق دښکلا ګانــــو ليونيه
دښايسته سپين دغــــرونوشين زمريه
لوړشمشاداوهندوکش هم پرتاوياړي
په يورپ کې دافغان رښتين بچيه
****
نن په کوځه پښتونخواکې هم پښتون مري
هم په بره کې زمونږ ملي تړون مري
لويه خدايه په جنګونو کې به ورک شي
لرو برو پښتنو کې پيوستون مري!!!
****
پرون دلته دجنګونو سرې لمبۍ وې
نن بياهلته پښتنې مو په سلګۍ دي
معلوم نه ده چې به نورپه مونږڅه کيږي
خدايه څنګه د حالاتو فيصلې دي؟
****
ګوره څنګه دا ناچارخبرۍ کيږي
تورتمنونه دي وختونه چې تيريږي
جنګ ته وايه چې دکلي کډه بارکړي
زمانې درنه په سروسترکوژړيږي
****
ورته وايه چمبه مار دکلي نه يې
داوختونه نغمه ګردسولې غواړي
داياغي ساعتونه بيا چې راپخلاکړي
زمونږکلي جادوګردسولې غواړي
****
جنګه ورک شئ ميندې ژاړي خپل بچوته
لا هم ستر ګي دي په لار پردي ملکوته
دافغان بچي بې کوره در په درشول
ډيرې شپې ورځي ورک دي مذدوروته
****
سترګۍ سری په سلګولاړم هديروته
دوطن دشهدانو مزارو ته
ماويل خدايه ستادربارکې څه کمې دی
که په سوله کې ژوند ورکړی پښتنو ته
****
په سوالوکې مې وئيل چې سوله راکړه
دپرديسو دغه تورې شپې صبا کړه
دافغان بچي غرقيږي دريابو ١*کې
مذدورو پسي چې ځي پردو ملکو کې
****
خپل تاريخ بيرته ژوندې کړئ افغانانو
يه د مرګ په پوله ناست قهرمانانو
ماشومان مو ليلاميږي رابيدارشئ
سوله راوړئ دی وطن ته باتورانو
****
نورنو مه کوئ قدرت باندې جنګونه
ميندۍ ژاړي بس دې مه ماتوئ زړونه
ديو سولې په راتګ باندې رضاشئ
ميليتو په نامـــــــه مه بيلوئ وروڼه
****
د وختونـــو تقا ضا تــــــــه سره يو شئ
دنامــــــوس دننګ دفـــــاع ته سره يوشئ
داډيرشرم دې چې نجونې٢ موليلام شوې
ديـــــوسولې سپين سبا تــــه سره يو شئ
****
که همداسې وي يويوڅادربه ورکړم
دافغان ټول ليډرانو ته يي په سرکړم
دوې دوکړي په قدرت باندې جنګونه
دحفيظ زړګی به صبر ستا ددرکـــــړم

١*دهغه ځوانانو شهادت ته ايشاره ده چې په هيواد کې دلوږۍ او کار نه پيدا کيدو له وجې دجنګ په کلونو کې دغريبۍ په موخه بهرني ملکونو ته تلل
١٣٨٨-٤/١٧داندونيزيا: دختيزنوساتينګراپه ولايت کې٨٦ تنه افغانان چې غوښتل ځانونه استرليا ته ورسوي په سيند کې دکښتۍ دډبيدو له وجی په اوبه کې شهيدان شول
٢*
دجنګ په وخت کې کورنۍ دخوراک دنه درلودلو په وجع خپل ماشومانو خرڅلاو ته مجبور شول