د انرژۍ څښاکونو (ENERGY DRINKS) زيانونه

 
ژباړه: نجیب الله خان
انرژۍ څښاکونه چې په دې وروستيو کلونو کې یې ډیر مينوال پیدا کړي، د پاخه عمر خاوندان، ځوانان، او ماشومان یې په ډیر شوق سره څکي، او فکر کوي، چې د انرژۍ د ترلاسه کولو یوازنۍ وسیله ده، په افغانستان کې هم زرګونه مينوال لري اود روژې په میاشت کې تر ټولو ښه بازار لري، خو انرژي څښاکونه په زرګونه تاوانونه لري، موږ یې يوازې هغه عام زيانونه ذکر کوو، چې عبارت دي له:
۱- ځيګر ته زیان رسوي.
۲- تنفسي ناروغۍ رامنځته کوي.
۳-  د ناڅاپي ناروغيو لامل کېږي.
۴- د زړه رېږده رامنځته کوي.
 ۵- د زړه بدوالی رامنځته کوي.
۶- د کانګو کولو احتمال ډيروي.
۷- د خیټې درد منځته راوړي.
۸- د پښتورګو ناروغۍ لامل  کېږي .
۹- د وينې په فشار بده اغېزه لري.
۱۰- دقبضيت په رامنځته کیدو کې مرسته کوي.