د محمد علي کلي ويناوې!/  درېیمه برخه

 
ژباړه: نجیب الله خان
 
۱- تاسو به هيڅکله هم له ماتې سره مخ نشئ، که د هغه څه لپاره وجنګېږئ،  چې تاسو پرې باور لرئ.
۲-  ملګرتيا د نړۍ تر ټولو سخت شی دی، که په ریښتنی مانا یې ځان پوه کړو.
۳-  د کوم څه په اړه چې فکر کوئ، په راتلونکي کې هم هماغه څه درنه جوړېږي.
۴-  په نړۍ کې هر څه هم غلط ندي، خو يوازې یو څه شیان دي، چې صحیح ندي.
۵-  هر وخت چې هنداره کې ځانته ګورم، زه د کینټکي هغه کوچنی ماشوم ګورم، چې نوم یې کاسیوس کلي و.
۶-  که د غره سرته رسیدل غواړئ، نو مجبور یاست چې په هره ډبره پورته شئ.
۷-  زه د ټولو برياوو څخه خوښ یم. خو تر ټولو زیات د خپلو ناکامیو خوښ یم، ځکه چې يوازنى شی، چې زه یې سخت کار ته هڅولم،هغه ماتي خوړل وه.
۸- د لوی اتل اوسيدلو لپاره باید تاسو باور ولرئ، چې تاسو تر ټولو ښه یاست.
۹-  که غواړئ چې خوبونه مو ریښتیا شي ، نو تر ټولو ښه لاره دا ده چې له همدا اوس پاڅېږئ.
۱۰-  بریا په دې مانا نده، چې هر وخت کاميابه کېږئ؛ ریښتني بریا دا ده، چې د غورځیدلو وروسته پاڅېږئ.